2018-05-02
د لغمان مشرانو په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې په رایه ورکولو ټینګار وکړ
ځايي قومي مشرانو او دیني عالمانو وویل، چې انتخابات د افغانستان د راتلونکي د ډاډمنولو په لور یو اساسي ګام دی، او د ګڼ مېشتو او لیرې پرتو سیمو دواړو په اوسېدونکیو باندې یې تاکید وکړ چې نومونه ولیکي او رایه ورکړي.