چاپیریال

په افغانستان کې ژغورونکي هڅه کوي چې د راشي قربانیانو ته ځانونه ور ورسوي

ای ایف پي

افغان دوکانداران د فبروري په ۵ مه په کابل کې د خپلو دوکانونو له بامونو نه واورې توږي. درې ورځنیو واورو له ۱۰۰ نه ډیر کسان، اکثر په نورستان ولایت کې، ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان دوکانداران د فبروري په ۵ مه په کابل کې د خپلو دوکانونو له بامونو نه واورې توږي. درې ورځنیو واورو له ۱۰۰ نه ډیر کسان، اکثر په نورستان ولایت کې، ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- ژغورونکو د دوشنبې په ورځ /د فبروري ۶ مه/ هڅې وکړې چې د افغانستان په شمالي غرنیو سیمو کې د واورې له ګټ یا راشي نه ژوندي پاتې کسانو ته ور ورسېږي. په دې پیښو کې د مړو شمیر له ۱۰۰ نه واوښت او ویره شته چې په لسګونو نور به له واورو نه لاندې ایسار پاتې وي.

د شنبې او یکشنبې په ورځو د راشو سلسلې له درې ورځنیو سختو واورو څخه وروسته پیل شوې، چې اکثر په مرکزي او شمالي ولایتونو کې یې لسګونه کورونه ویجاړ کړل او خلک او مالونه یې ووژل.

په غیر عادي توګه، واوره حتی په کندهار ولایت کې هم و وریدله.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ای ایف پي ته وویل، دغه ولایت ته چې سخت ځپل شوی دی د څرخکې په وسیله مرستې رسول کیږي. په نورستان کې لږ تر لږه ۶۴ کسان ووژل شول چې ۵۳ کسان یې یوازې په یوه کلي کې ول.

د قیوم په وینا، د دغه ولایت له ځینې کلیو څخه چې هلته نژدې ۳ متره واوره ورېدلې، ورغلې لارې بندې شوي او غرنیو لارو د نجات هڅې ورو کړي دي، هیڅ خبر نه دی راغلی.

د ګاونډي ولایت بدخشان د والي ویاند نوید احمد فروتن وویل، د واورې وریدا سرکونه بند کړل او د دوه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل.

هغه وویل، «په لسګونو نور کسان لا تر اوسه هم ایسار پاتې دي؛ او مونږ کوشش کوو چې هغوی وژغورو،» او زیاته یې کړه چې د نجات عملې هڅه کوله چې د څرخکې په وسیله ځانونه ور ورسوي.

د چارواکو په وینا، بده هوا او ژوره واوره د نجات د کارکوونکیو دا هڅې چې بې ارتباطه کلیو ته ورسېږي، له ځنډ سره مخامخ کوي، او دا ویره زیاتوي چې کیدای شي د مړو شمېر زیات شي.

لږ تر لږه ۱۳۷ مړه دي، د ډېریدلو ویره شته

له نورستان او بدخشان څخه تازه را رسیدلو راپورونو د دوشنبې په ورځ د هیواد په بېلابیلو برخو کې د مړو شمېر ۱۳۷ کسان ښودلی دی، په داسې حال کې چې په پام کې وه چې مقامات به دغه شمیرې وروسته تازه کړي.

چارواکو وویل، لږ تر لږه ۵۴ تنه د افغانستان په شمالي او مرکزي برخو کې ووژل شول، چیرې چې لویو راشو یا د واورې ګټونو ۱۶۸ کورونه ړنګ کړل او سلګونه مالونه یې ووژل.

د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني وویل، راشو د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې ۵ کسان ووژل.

هغه وویل، «بلخاب ته تللې لارې لا تر اوسه هم بندې دي.»

کنګل شوې هوا په بادغیس ولایت کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل.

د پروان د والي ویاند عبدالوحید صدیقي وویل، په دغه ولایت کې چې د کابل په شمال کې پروت دی، ۱۶ کسان مړه شول.

حکومت یکشنبه رسمي رخصتي اعلان کړه چې د غیر ضروري سفر مخه ونیسي او ښوونځي بند پاتې شي.

مرګوني ژمني واورین ګټونه په افغانستان کې عام دي، په داسې حال کې چې د نجات وسایل په کې نشته.

په جنوري کې، سختو واورو او کنګل هوا د افغانستان په شمالي جوزجان ولایت کې ۲۷ تنه ماشومان چې ټول یې له ۵ کالو څخه کم ول ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500