ټاکني

د ولسواکۍ قېمت: افغانان تیار دي چې د سرونو په قربانۍ هم رایه ورکړي

ای اېف پي

افغانان، چې پلان لري د تلې په ۲۸مه په پارلماني انتخاباتو کې رایه ورکړي، وایي، هغوی حاضر دي چې د ولسواکۍ لپاره خپل سرونه قربان کړي. دلته یو شمېر کسان دا روښانوي چې ولې د هغوی رایې اهمیت لري. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د پوهنتون له محصلې څخه نیولې د منځني حد د عمر تر یوې کورنۍ ښځې پورې، افغانان پلان لري چې د تلې د ۲۸مې په پارلماني انتخاباتو کې رایه ورکړي او وایي چېهغوی حاضر دي چې د ولسواکۍ لپاره خپل ژوند په خطر کې واچوي.

نژدې نهه میلیونه خلکو د رایې اچونې لپاره نوم لیکنه کړې، خو د طالبانو او نورو ډلو له خوا د تاوتریخوالي د ګواښونو له امله داسې تمه کیږي چې لږ خلک به رایې اچونې ته لاړ شي.‌

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه شپږ کسان دا روښانوي چې ولې د هغوی رایې مهمې دي.

امېد،‌ هنرمند

امېد هیله لري چې د انتخاباتو له لارې به پخواني کسان لیرې شي او نوي کسان به وټاکل شي.

په هرات ولایت کې یو دولتي کارمند،‌ غلام فاروق عادل، د تلې په ۲۳ مه په داسې حال کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی چې تذکره یې په لاس کې ده او ښیي چې هغه په راتلونکیو پارلماني انتخاباتو کې د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

شیرین اغا، چې ۴۵ کاله عمر لري او د کولالۍ کار کوي، د اکتوبر په ۱۰مه د جلال اباد په لمنه کې په خپل کارځای کې په داسې حال کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی چې تذکره یې په لاس کې ده او ښیي چې هغه په راتلونکیو پارلماني انتخاباتو کې د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د آرټ لارډز ادارې د مؤسسینو له جملې څخه افغان مؤسس او رییس، امید شریفي، چې ۳۲ کاله عمر لري، د اکتوبر په ۸ مه په کابل کې په داسې حال کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی چې تذکره یې په لاس کې ده او ښیي چې هغه په راتلونکیو پارلماني انتخاباتو کې د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کور یوه میرمن فاطمه، چې ۵۵ کاله عمر لري، د اکتوبر په ۱۱مه په مزارشریف کې په داسې حال کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړه ده چې تذکره یې په لاس کې ده او ښیي چې هغې په راتلونکیو پارلماني انتخاباتو کې د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده. [فرشاد عوسیان/ای اېف پي]

متقاعد عبدالکریم، چې ۸۵ کاله عمر لري، د اکتوبر په ۱۱مه په کابل کې په داسې حال کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی چې تذکره یې په لاس کې ده او ښیي چې هغه په راتلونکیو پارلماني انتخاباتو کې د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل پوهنتون محصله زهرا فرامرز، چې ۲۱ کاله عمر لري، د اکتوبر په ۱۱مه په کابل کې په داسې حال کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړه ده چې تذکره یې په لاس کې ده او ښیي چې هغې په راتلونکیو پارلماني انتخاباتو کې د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د اکتوبر په ۱۴مه په کابل کې انتخاباتي اعلانونه لیدل کیږي. افغانستان به د تلې په ۲۸مه تر سخت امنیت لاندې انتخابات ترسره کړي. [نجیب الله]

د اکتوبر په ۱۴مه په کابل کې انتخاباتي اعلانونه لیدل کیږي. افغانستان به د تلې په ۲۸مه تر سخت امنیت لاندې انتخابات ترسره کړي. [نجیب الله]

دغه ۳۲ کلن هنرمند، چې په لومړي ځل رایه اچوي، غواړي چې د سیاستوالو یو نوی نسل په راتلونکي پارلمان کې خپلې چوکۍ ترلاسه کړي.

شریفي، چې په کابل کې د لارې د سر د هنرونو د موسسې، آرټ لارډز، شریک مؤسس دی، ته له ۲۵۰۰ څخه د ډېرو کسانو، چې د انتخاباتو لپاره سیالي کوي، تر منځ د ځوانو،‌ تعلیم یافته کاندیدانو ودرېدا الهام ورکړی دی.

هغه وویل،‌«زه د امنیت په هکله اندېښمن یم خو زه فکر کوم چې ولسواکي په دې قېمت ارزي چې مونږ یې ورکړو،»

فاطمه، د کور مېرمن

فاطمه صدیقي، چې په لومړي ځل رایه ورکوي، غواړي چې راتلونکي پارلمان ته د جنایتکارانو، غلو او فاسدو کسانو د ورتګ مخه ونیسي.‌

دغه ۵۵ کلنه د کور مېرمن او د هغې د کورنۍ ۸ غړي پلان لري چې په مزارشریف کې د عین کاندید ملاتړ وکړي.‌

هغې وویل،‌«مونږ له فقر او ناامنۍ څخه ستړي یو. زه هیله لرم چې نوی پارلمان به یو بهتر ځای وي چې ښه خلک به په کې وي.»

شیرین، کولال

شیرین اغا غواړي چې د هغه ۱۰ ماشومان په یوه سوله ییز افغانستان کې لوی شي -- او هغه دې ته حاضر دی چې مړ شي او د دغه کار کېدل شوني کړي.

په جلال اباد کې دغه ۴۵ کلن کولال په لومړي ځل رایه ورکوي او پلان لري چې «د یوه ښه مسلمان او ریښتني کسملاتړ وکړي.»

شیرین اغا وویل، «زه غواړم چې نوی پارلمان په اقتصاد، تعلیم او امنیت کې اساسي تغیرات راولي چې زمونږ ماشومان وکولی شي چې په سوله کې ژوند وکړي،»

«که زما رایه کولی شي، چې دا تغیرات راولي، زه به هر خطر ته غاړه ورکړم. یا به مړ شم یا به رایه ورکړم.»

زهرا، د پوهنتون محصله

د «وجیبې او مسؤلیت» احساس د انګلیسي ادبیاتو محصله زهرا فرامرز دې ته هڅولې چې رایه ورکړي -- خو هغه اعتراف کوي چې د امنیت په هکله «عصباني» ده.

د فرامرز د رایې اچولو مرکز د کابل په داسې ساحه کې واقع دی چې شیعه اوسېدونکي په کې اکثریت جوړوي،‌ اوداعش په کې په وروستیو میاشتو کې ویجاړوونکي بریدونه ترسره کړي دي.

خو دغې ۲۱ کلنې نجلۍ وویل چې رایه ورکول مهم دي څو دا ډاډمنه کړي چې د هغې ټولنه په ولسي جرګه کې خپل غږ ولري.

هغې وویل، «که مونږ رایه ورنه کړو، یو بل څوک به کاندیدان انتخاب کړي ... چې زمونږ لپاره به ښه نه وي،»

غلام،‌ حکومتي کارمند

په تېرو دوه ځلې انتخاباتو کې له خفه کوونکیو نتایجو څخه وروسته، غلام فاروق عادل هیله لري چې په درېیم ځل د تلې په ۲۸ مه به ښه نتایج راشي.

د هرات ولایت اوسېدونکی دغه ۲۹ کلن حکومتي مامور پلان لري چې یوه داسې «ریښتني» کاندید ته رایه ورکړي چې کولی شي افغانستان ته سوله راولي.

عادل وویل، «زه غواړم چې نوی پارلمان به داسې یو کلک پلان جوړ کړي چې جنګ پرې پای ته ورسیږي،»

«زه غواړم چې لږ تر لږه زما د زوی د راتلونکي لپاره تغیرات ووینم.»

عبدل، متقاعد

عبدالکریم په دې باور دی چې رایه ورکول د مسلمانو سړیو او ښځو لپاره یوه دیني وجیبه ده.

په کابل کې مېشت دغه ۸۵ کلن متقاعد سړي، چې په خپل ژوند کې یوازې په دویم ځل رایه ورکوي، وویل، «هغوی باید رایه ورکړي،»

خو په بدل کې هغه وویل، راتلونکی پارلمان باید «زمونږ د ملت خدمت وکړي، زمونږ د خاورې خدمت وکړي او بې وزلو خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي».‌

«مونږ د افغانستان لپاره رایه ورکوو او مونږ تمه لرو چې زمونږ د پارلمان راتلونکي غړي به زمونږ د ملت د هوساینې لپاره کلک تصمیمونه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500