امنیت

د طالبانو له خوا د برېښنا او مخابراتي خدمتونو د بندولو له امله د بادغیس اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ شول

د عمر راپور

افغان طالبانو د برېښنا هغه لینونه پرې کړي چې له ترکمنستان څخه د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته راغزېدلي، او غوښتنه یې کړې چې په دغه ولایت کې موجود مخابراتي شرکتونه دې خپل خدمتونه ودروي. [عمر/شمیل مشال]

بادغیس -- طالبانو په بادغیس ولایت کې عامه خدمتونه مختل کړي او محلي خلک د هغوی دا کار د عامو خلکو پر ضد «تاوتریخوالی او دښمني» بولي.‌

اورپکو د غبرګولي په ۳۰ مه د برېښنا هغه لینونه چې له ترکمنستان څخه د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته راځي پرې کړي دي. په ورته وخت کې، هغوی مخابراتي کمپنۍ ګواښلي او غوښتنه یې ترې کړې چې خپل اتصالات دې پرې کړي.

د قلعه نو یوه اوسېدونکي جاوېد پیکان وویل، «دا وضعیت زمونږ لپاره اندېښمنونکی دی. بادغیس یو لیرې پروت ولایت دی چې اوسېدونکي یې برېښنا او مخابراتو ته اړتیا لري.»

هغه وویل، «زمونږ ټولې اړیکې پرې شوي دي، مونږ نشو کولی چې له بادغیس څخه بهر له هیچا سره هم خبرې وکړو. دا واقعاً شرموونکې ده چې طالبان په ملکي خلکو باندې برېښنا پرې کوي. مونږ په ګرمه هوا کې له ستونزو سره مخامخ یو.»

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۲مه د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو سره نژدې اخیستل شوی دی د برېښنا هغه ستنې ښودل کیږي چې له ترکمنستان څځه افغانستان ته برېښنا را واردوي. [شمیل مشال]

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۲مه د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو سره نژدې اخیستل شوی دی د برېښنا هغه ستنې ښودل کیږي چې له ترکمنستان څځه افغانستان ته برېښنا را واردوي. [شمیل مشال]

د بادغیس ولایت په لسګونو هغه ځوانان چې په هرات ښار کې اوسېږي د چنګاښ په ۲مه لارو او سرکونو ته راووتل چې په دغه ولایت کې د برېښنا او مخابراتي خدمتونو د ټکني کولو له امله د طالب اورپکو پر ضد احتجاج وکړي.‌ [عمر]

د بادغیس ولایت په لسګونو هغه ځوانان چې په هرات ښار کې اوسېږي د چنګاښ په ۲مه لارو او سرکونو ته راووتل چې په دغه ولایت کې د برېښنا او مخابراتي خدمتونو د ټکني کولو له امله د طالب اورپکو پر ضد احتجاج وکړي.‌ [عمر]

پیکان زیاته کړه، «د طالبانو دا کار د بخښلو وړ نه دی.»

د قلعه نو یوه بل اوسېدونکي فریدون حبیبي وویل، د برېښنا نشتوالي او د مخابراتي خدمتونو پرې کېدلو په بادغیس کې ځایي خلکو ته جدي ستونزې جوړې کړي دي.

هغه وویل، «د برېښنا پرې کول او د مخابراتي شبکو غیرفعالول حکومت ته هېڅ ستونزې نه جوړوي. ټولې حکومتي ادارې په تېلو چلېدونکي جنرېټرونه لري چې کولی شي په داسې حالاتو کې یې وکاروي.»

یوه بل اوسېدونکي محمد رفیق تایید کړه چې، «دا یوازې عادي ملکي خلک له ستونزو سره مخامخ کوي. د برېښنا پرې کول یو غیرانساني عمل دی چې طالبان یې ترسره کوي.»

هغه زیاته کړه، «هغوی [طالبان] نه یوازې د حکومت بلکې همدارنګه د عامو خلکو دښمنان دي.»

بې رحمي

د بادغیس په لسګونو هغه اوسېدونکي چې اوس په هرات ښار کې ژوند کوي د چنګاښ په ۲مه لارو او کوڅو ته راووتل او د طالبانو پر ضد یې احتجاج وکړ.

د بادغیس یوه اوسېدونکي عبدالرازق صدیقي وویل، «طالبانو په مونږ باندې ډېر فشار اچولی دی. هغوی په هیچا باندې هم رحم نه کوي، او د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره په بې ګناه خلکو باندې ظلمونه کوي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ له حکومت او امنیتي ادارو څخه وغوښتل چې د طالبانو د ظلمونو مخه ونیسي. طالبانو ته باید د بادغیس په هره برخه کې ماتې ورکړل شي چې نور هغوی محلي خلکو ته زیان ونه رسوي.»

دیني عالمان د طالبانو کارونه غیر اسلامي بولي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي دین محمد مولوي زاده وویل، طالبان دا حق نه لري چې برېښنا پرې کړي.

هغه وویل، «د برېښنا د پرې کولو او د ټیلیفوني خدمتونو د مختلولو لپاره هېڅ توجیه نشته. که طالبان ادعا کوي چې هغوی جهاد کوي، هغوی دې ماته ووایي چې په کوم ځای کې یې ویلي چې په جهاد کې د دې اجازه شته چې برېښنا دې پرې کړي او خلکو ته دې ستونزې جوړې کړي.»

مولوي زاده وویل، «زه طالبانو ته مشوره ورکوم چې نور دې له اسلام څخه د خپلې شخصي ګټې لپاره ناوړه استفاده نه کوي. هر څوک پوهېږي چې ستاسو جنګ د اسلام او خدای لپاره نه دی. تاسو هر هغه څه کوئ چې خارجیان یې درته وایي چې ویې کړئ

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه کارپوه محمد رفیق شهیر وویل، طالبان د داسې کارونو په ترسره کولو سره خپل ځانونه نور هم سپکوي.

هغه وویل، «هغه هېوادونه او نړۍ والې موسسې چې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي باید پوه شي چې طالبان د عامو خلکو دښمنان هم دي.»

خدمتونه بیا پرځای کول

په بادغیس ولایت کې ځایي مقاماتو وویل چې هغوی په دې کار کوي چې طالبانو ته ماتې ورکړي او برېښنا او مخابراتي خدمتونه بیا فعال کړي.‌

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي وویل،«مونږ به طالبانو ته اجازه ور نه کړو چې زمونږ خلکو ته زیان ور ورسوي . مونږ په غورماچ ولسوالۍ کې د هغوی پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.»

هغه وویل، هغه اورپکي چې د مخامخ جګړې کولو وړتیا یې له لاسه ورکړې ده هغوی ځایي خلکو ته د زیان رسولو ته مخه کوي او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د برېښنا لینونه پرې کوي.

په بادغیس ولایت کې د افغان ملي اردو د ۳م غونډ سرپرست قوماندان ډګرمن حسیب الله اخوندزاده وویل، «مونږ دې ته چمتو یو چې د عامو خلکو له ملکیت څخه دفاع وکړو، او خپلې تیارۍ مو نیولې دي.»

هغه وویل، «د بادغیس اوسېدونکیو له مونږ څخه وغوښتل چې صبر وکړو ځکه هغوی غوښتل چې د قومي مشرانو په منځګړتوب برېښنا او مخابراتي خدمتونه بیا وصل کړي.»

«د افغان ملي اردو ځواکونه دې ته تیار دي چې د طالبانو پر ضد برید وکړي ځکه مونږ نشو کولی دغې ډلې ته اجازه ورکړو چې برېښنا پرې کړي. دا ستونزه به مونږ ژر حل کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500