اقتصاد

د ولسي تړون پروژې د هرات اوسېدونکیو ته پرمختګ او نېکمرغي ور په برخه کړل

د عمر راپور

د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات ولایت اوسېدونکي د افغانستان د ولسي تړون د پروژې له برکته په خپل ورځني ژوند کې پرمختګ ویني. دا د بېخبنا یوه څو پړاویزه انکشافي پروژه ده چې د افغان حکومت او نړۍ والو شریکانو له خوا په ګډه تطبیق کیږي. [عمر]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات ولایت اوسېدونکي د افغانستان د ولسي تړون د پروژې له برکته په خپل ورځني ژوند کې پرمختګ ویني. دا د بېخبنا یوه څو پړاویزه انکشافي پروژه ده چې د ملي وحدت حکومت او نړۍ والو شریکانو له خوا په ګډه تطبیق کیږي.

د متحده ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) په خپل وېب سایټ‌ خپره شوې یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسي تړون هدف دا دی «چې د پیاوړو شویو ولسي انکشافي شوراګانو ... له لارې د مهمو بېخبنایي او ټولنیزو خدمتونو ترسره کولو ته وده ورکړي.»

د ولسي تړون خدمتونه پروژه چې د ۱۳۹۵ د تلې په میاشت کې پیل شوي او د ۱۴۰۰ د تلې تر میاشتې پورې تمویل کیږي د دې لپاره ترسره کیږي چې فقر کم کړي او د کلیو د اوسېدونکیو او افغان حکومت تر منځ ارتباط پیاوړی کړي.‌

په هرات ولایت کې د ولسي تړون د پروګرام سیمه ییز رییس محمد علم فیضي وویل، «مونږ ۲۰۰ ولسي انکشافي شوراګانې لرو چې هغوی په خپل وار سره مسؤلیت لري چې پرمختیایي پروژې تطبیق کړي.»

یو بولدوزر د غبرګولي په ۲۵مه د افغانستان د ولسي تړون د برخې په توګه په هرات ښار کې یو محلي سرک جوړوي. [په هرات کې د افغانستان د ولسي تړون پروژه]

یو بولدوزر د غبرګولي په ۲۵مه د افغانستان د ولسي تړون د برخې په توګه په هرات ښار کې یو محلي سرک جوړوي. [په هرات کې د افغانستان د ولسي تړون پروژه]

کارکوونکي د چنګاښ په ۴مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د افغانستان د ولسي تړون د پروژې د برخې په توګه د برېښنا لینونه سره نښلوي. [په هرات کې د افغانستان د ولسي تړون پروژه]

کارکوونکي د چنګاښ په ۴مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د افغانستان د ولسي تړون د پروژې د برخې په توګه د برېښنا لینونه سره نښلوي. [په هرات کې د افغانستان د ولسي تړون پروژه]

د افغانستان د ولسي تړون د پروژې کارکوونکي د غوایي په ۲۷مه د هرات ښار په ۳ مه ناحیه کې یوه کوڅه سمنټوي. [په هرات کې د افغانستان د ولسي تړون پروژه]

د افغانستان د ولسي تړون د پروژې کارکوونکي د غوایي په ۲۷مه د هرات ښار په ۳ مه ناحیه کې یوه کوڅه سمنټوي. [په هرات کې د افغانستان د ولسي تړون پروژه]

هغه د چنګاښ په ۱۶مه وویل، «مونږ پلان لرو چې ۲۰۰ پروژې ترسره کړو. تر ننه پورې، مونږ ۲۱ پروژې بشپړې کړي چې خلک ترې استفاده کوي، او نورې پروژې چې کار پرې روان دی، به ژر ترسره شي.»

فیضي وویل، «د خلکو د غوښتنې په اساس، مونږ ۳۰ د څښلو د اوبو د پایپونو پروژې، ۱۶ د برېښنا د شبکې د بیا نوي کولو پروژې او ۱۵۹ د سرکونو د جوړولو پروژې لرو چې د هغوی له منځه ۹ د قیر کېدونکیو سرکونو پروژې او ۱۵۰ د کانکرېټ کېدونکیو سرکونو پروژې دي.»

د دغه پروګرام د تمویل ۷۵٪ پیسې د یو اېس ای آی ډي او نړۍ والو شریکانو له خوا ورکول کیږي، په داسې حال کې چې ۲۵٪ یې د محلي خلکو له خوا مرسته کیږي. افغان حکومت د ټولو پروژو تطبیق ته لاره هواروي.

«تر ننه پورې، مونږ په دې پروژو باندې ۸۲۳ میلیونه افغانۍ (۱۰.۵ میلیونه ډالر) لګولي دي.»

د افغانستان د ولسي تړون پروژه یو لس کلن پروګرام دی چې درې پړاوونه لري. لومړۍ پړاو څلورکاله دی، او دویم او درېیم پړاوونه هر یو درې درې کاله دي. دویم پړاو به په ۱۳۹۹ کال کې پیل شي.‌

فیضي وویل، په هرات کې د افغانستان د ولسي تړون د پروژې لومړی پړاو کوهسان، زنده جان، کروخ، پشتون زرغون، اوبه او فارسي ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي. پاتې ۱۲ ولسوالۍ به په دویم او درېیم پړاو کې تر پوښښ لاندې ونیول شي.

هغه زیاته کړه، «دا ټولې پروژې د خلکو د اړتیاوو په اساس تطبیق کیږي.»

د کلیوالو سیمو د پرمختګ لپاره حکومتي هڅې

ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۵ د وږي په میاشت کې په کابل کې د افغانستان ولسي تړون پروژه پرانستله.‌

له هغه وخت راهیسې، هغه د ملي وحدت د حکومت له خوا د فقر د راکمولو، په کلیو او ښارونو کې د اقتصاد او ټولنیزې ودې د پیاوړي کولو او له هېواد څخه د وتونکیو ځوانانو، او د کورنیو بې ځایه شویو خلکو او راستنېدونکیو د بحران د قابو کولو لپاره یو له مهمو پروګرامونو څخه بلل کیږي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په یوه مرکه کې وویل، «مونږ هڅه کوو چې د کلیو او ښارونو تر منځ خلا کمه کړو ځکه چې حکومتولي په کلیو کې پیل کیږي او حکومت دې ته اړتیا لري چې د کلیو له اوسېدونکیو څخه لا نور ملاتړ ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «کلی داسې ځای دی چې هلته اقتصادي تولید رامنځته کیږي، او سم چې کلي وده کوي دغسې به زمونږ ښارونه هم پرمختګ وکړي. د افغانستان د ولسي تړون پروژه یوه له هغو لویو حکومتي پروژو څخه ده چې تر هغه وخته پورې به دوام ومومي څو چې ټول کلي پرمختګ وکړي.»

هغه وویل، «زمونږ کلي باید په خپلو پښو ودرېږي، سرکونه جوړول کیږي، پلونه... جوړول کیږي،‌ او ځایي خلک به په خپل ژوند کې ډېرې عامه اسانتیاوې وویني. د بېخبنایي پروژو په تطبیق سربېره، مونږ له کلیوالو سره مرسته کوو چې د خپلو پټیو حاصلاتو ته وده ورکړي.»

د هرات ښاروالۍ ویاند غلام رسول عظیمي په یوه مرکه کې وویل، «د هرات ښاروالۍ محلي او اجتماعي شوراګانې د ولسي تړون د پروژو په تطبیق کې یو اساسي رول لري،‌ او مونږ له دغو ټولو شوراګانو سره اړیکې ساتو چې هغوی دا پروژې له منل شویو معیارونو سره سمې تطبیق کړي.»

هغه وویل، «د هرات ښاروالۍ دې ته تعهد لري چې د هرات ښار په ټولو سکټورونو کې د ولسي تړون پروژې وڅاري او په دې هکله ډاډ ترلاسه کړي چې دا ټولې پروژې د معیارونو مطابق تطبیق کیږي.»

هغه زیاته کړه، «دغو پرمختیایي پروژو زمونږ جنګ ځپلیو هېوادوالو ته هیله ورکړې ده، او هغوی د دغه پروګرام ملاتړ کوي.»

مثبت تغیر

د هرات د انجیل ولسوالۍ یوه ۷۰ کلن اوسېدونکي عبدالظاهر حافظي وویل، «مونږ په تیاره، سختۍ کې او تر فشار لاندې ژوند کاوه، خو مونږ خوښ یو چې انجنیرانو او دې پروژې مونږ ته برېښنا راوړل. دې پروژې له مونږ سره ډېره مرسته وکړه او زمونږ ژوند یې نېکمرغه کړ.»

هغه وویل، «زمونږ د کلي ټول اوسېدونکي د ولسي تړون د پروګرام ملاتړ کوي. مونږ نور د برېښنا له کمي سره مخامخ نه یو، او تر دې وروسته به مونږ یو ارام ژوند ولرو.»

د هرات ښار یوې اوسېدونکې لطیفې غلامي چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، «مونږ په یوه غریبه سیمه کې ژوند کوو او دې پروژې مونږ ته ډېرې اسانتیاوې راوړې.»

«پخوا زمونږ سرکونه خام وو او دوړې یې کولې... خو دې پروژې مونږ ته سرکونه پاخه او کوڅې کانکرېټ کړې. مونږ ... خو له دې پروژې (ولسي تړون) سره خوښ یو.»

هغې وویل، اوسېدونکی واقعاً په دې خوښېږي چې د هغوی سیمه پرمختګ کوي او زیاته یې کړه چې دا پروژې کاري فرصتونه رامنځته کوي او ورځني ژوند ته وده ورکوي.

د هرات ښار یوه ۶۸ کلن اوسېدونکي حاجي عباس وویل،‌ «د باران په ورځو کې به زمونږ سرکونه له اوبو ډک وو چې مونږ به نشوای کولی چې له خپلو کورونو څخه بهر راوځو، خو اوس زمونږ سرکونه جوړ شوي او زمونږ ډېرې ستونزې حل شوي دي.»

«مونږ پوهېږو چې زمونږ حکومت ډېرې ستونزې لري، خو کله چې حکومت زمونږ په سیمه کې پرمختیایي پروژې تطبیقوي، مونږ ورته ډېر ښه راغلاست وایو. مونږ د خپل حکومت تر څنګ ولاړ یو او د تطبیق کېدونکیو پروژو ساتنه کوو. مونږ ډېر خوښ یو.»

د هرات ښار یو اوسېدونکی حفیظ الله رضایي چې ۳۸ کاله عمر لري، وایي، د بېخبنا انکشافي پروژې د ژوند په کیفیت کې یو توپیر رامنځته کوي.‌

هغه وویل، تر دې پروژو مخکې، «زمونږ سیمه محرومه پاتې وه او مونږ هېڅ بیارغونه نه لیدله. زمونږ سرکونه او کوڅې خام ول او مونږ ورسره له ستونزو سره مخامخ وو. په ژمي کې، اوبه له سرک څخه کورونو ته راننوتلې او زمونږ ژوند یې ستونزمن کړی وو، خو د سرکونو له دې رغونې څخه وروسته مونږ له هغو ستونزو څخه خلاص شو.»

هغه زیاته کړه، «د ولسي تړون پروګرام مونږ ته ډېرې اسانتیاوې په لاس راکړې. مونږ له حکومت څخه غواړو چې دغو پروژو ته دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500