امنیت

افغانان په هرات کې د برېښنا د نورو ستنو په ویجاړېدلو سره پوښتنه کوي،‌ 'آیا جهاد داسې وي؟'

د عمر راپور

طالبانو د ۱۳۹۸ د وږي په ۵ مه د افغانستان د هرات ولایت د غوریان او زنده جان ولسوالیو تر منځ د برېښنا دوه ستنې والوزولې، چې په نتیجه کې یې په دغه ښار د برېښنا جریان پرې کړ. [عمر]

هرات -- د طالبانو له خوا هرات ښار ته د برېښنا را رسوونکو ستنو ویجاړول د افغانستان د عامه ګټو د پروژو په وړاندې د اورپکو د دښمنۍ تر ټولو تازه بېلګه وړاندې کوي.

د وږي په ۵ مه، طالبانو د هرات ولایت د غوریان او زنده جان ولسوالیو تر منځ د برېښنا دوه ستنې والوزولې چې په نتیجه کې یې هرات ښار ته د برېښنا جریان پرې کړ.‌

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس محمد طاهر عارف وویل، «زمونږ کاري ډله سیمې ته لاړه او په دوه ورځو کې دننه یې دواړه ستنې بېرته ورغولې، خو یوه ورځ وروسته طالبانو په زنده جان ولسوالۍ کې یوه بله ستنه والوزوله چې په هرات ښار یې بیا برېښنا پرې کړه.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو یوه قوماندان د ټیلیفون له لارې مونږ ته وویل چې هغوی یوه ستنه ویجاړه کړه او پلان لري چې نورې هم ویجاړې کړي، خو مونږ خپل ټول ماشینونه سیمې ته استولي دي او زمونږ کاري ډله شپه ورځ کار کوي چې ویجاړې شوې ستنې بېرته ورغوي.»

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي د وږي په ۷مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالب اورپکو له خوا د برېښنا الوزول شوې ستنه بیارغوي. [د افغانستان د برېښنا شرکت، هرات]

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي د وږي په ۷مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالب اورپکو له خوا د برېښنا الوزول شوې ستنه بیارغوي. [د افغانستان د برېښنا شرکت، هرات]

عارف د طالبانو له خوا صادرو شویو د برېښنا بېلونو ته په اشارې چې هغوی یې په جوړولو کې هېڅ نه دي کړي، وویل، «طالبانو په غوریان ولسوالۍ کې په یو شمېر کلیو کې د برېښنا بیلونه توزیع کړي وو او له خلکو نه یې غوښتي وو چې د برېښنا بیلونه هغوی ته تحویل کړي. برنا اباد په غوریان ولسوالۍ کې یو کلی دی چې هغوی ورته مراجعه کړې وه، خو د برنا اباد کلي خلکو د طالبانو خبره نه وه منلې...‌او ورته یې ویلي چې هغوی د افغانستان د برېښنا شرکت ته پیسې ورکوي.»

هغه وویل، طالبانو په غبرګون کې په غوریان کې د برېښنا ستنې والوزولې.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «طالبانو د برېښنا ستنې د خپلو شخصي ګټو لپاره والوزولې. امنیتي ځواکونو کاري ډلې ته امنیت برابر کړی چې ویجاړې شوې ستنې بیا ورغوي.»

فرهاد وویل، یو ځل چې ستنې ورغول شي، بیا به امنیتي ځواکونه د جنایتکارانو لټون وکړي.‌

هغه زیاته کړه، «دا ناشونې ده چې د هرې ستنې د ساتنې لپاره یو عسکر توظیف شي، خو مونږ له قومي مشرانو سره په ګډه جدي هڅې کوو چې د نورو ستنو د ویجاړتیا مخه ونیسو.»

آیا جهاد داسې وي؟‌

په داسې حال کې چې کارکوونکي د ستنو په بیارغونه کار کوي، د هرات ښار خواوشا ۷۰٪ اوسېدونکي د برېښنا له پرې کېدلو څخه متاثر شوي دي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي احمد ارشاد نظامي پوښتنه وکړه، «که وسله وال حکومت ضد عناصر له حکومت سره مخالفتونه لري، بیا هغوی ولې داسې کارونه کوي چې ملکي خلک او افغان ټولنې ته زیان ور ورسوي؟»

نظامي وویل، «تاسو له حکومت سره ستونزې لرئ، نو بیا ولې تاسو د برېښنا ستنې الوزوئ؟ د ستنو الوزول نه طالبانو ته زیان ور رسوي او نه حکومت ته -- تاوان یوازې عادي افغانانو ته ور رسیږي. طالبان ادعا کوي چې هغوی جهاد کوي:‌ آیا جهاد داسې وي؟»

هغه وویل، «مونږ په حکومت غږ کوو چې د برېښنا په ستنو د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي. اوسېدونکي د برېښنا د بندېدا له امله له تېرو څو ورځو راهیسې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد اشرف رحیمي وویل، «طالبان د حکومت دښمنان دي، او مونږ داسې بې طرفه خلک یو چې هیچا ته ضرر نه ور رسوو،‌ خو طالبانو زمونږ برېښنا قطع کړې او مونږ له څو شپو راهیسې په تیاره کې یو. زمونږ د ژوند چارې په ریښتیا سره مختلې شوي دي،‌ او مونږ کار نشو کولی.»

هغه زیاته کړه،‌ «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د برېښنا او اوبو په څېر عام المنفعه خدمتونه مختل نه کړي، او هره ستونزه چې هغوی له حکومت سره لري هغه باید مخامخ ورسره حل کړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي غلام حضرت هوتکي وویل، «برېښنا د ژوند له اساسي اړتیاوو څخه یوه اړتیا ده. طالبان ...‌ باید برېښنا په خپلو سیاسي او نظامي مسایلو کې شامله نه کړي.»

هغه وویل، «طالبانو ګڼ ځلې د برېښنا ستنې الوزولې او برېښنا یې پرې کړې ده. مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د برېښنا د انتقال په لاره کې د ستونزو له راولاړولو څخه ځانونه وساتي او افغانانو ته اجازه ورکړي چې اسانه ژوند وکړي.»

په ټپه ولاړې فابریکې

د طالبانو برید همدارنګه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولیدات ودرولي دي .

د هرات د سوداګرۍ او کانونو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، په دغه ښار له ۱۰ ورځو راهیسې چې طالبانو د برېښنا ستنې ویجاړې کړي دي برېښنا پرې شوې ده.‌

هغه زیاته کړه، د هرات صنعتي ښارګوټی په بشپړ ډول په برېښنا متکي ده او د فابریکو مالکان هره ورځ‌ د برېښنا د نشتوالي له امله په میلیونونو افغانۍ تاوان کوي.‌

خادم وویل، «د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ۲۵۰۰۰ څخه ډېر کارمندان کار کوي، خو د برېښنا د بندښت له امله هغوی ټول بې کاره پاتې دي. د تولید مرکزونو په میلیونونو افغانۍ تاوان کړی دی. خام مواد د فابریکو په ماشینونو کې بند پاتې دي. هغه ګنده شوي دي، او ماشینونو تخنیکي ستونزې پیدا کړي دي.»

هغه زیاته کړه،‌ «د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ۳۰۰ څخه ډېرې فابریکې دي،‌ او د برېښنا له بندېدا څخه وروسته دغه فابریکې ټولې غیرفعالې شوي دي.»

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي نوراحمد حیدري وویل، «دا د خفګان خبره ده چې طالبان عامه تاسیسات په نښه کوي.‌ ملکي خلک په هغې برېښنا متکي دي چې طالبانو اوس پرې کړې ده.»

حیدري وویل، د هرات اوسېدونکي «د برېښنا د بندښت له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي،» او زیاته یې کړه چې ان په روغتونونو هم برېښنا بنده شوې ده.

هغه زیاته کړه، «د طالبانو دا کار د دیني احکامو خلاف دی. مونږ د حکومت له وسله والو مخالفینو څخه غواړو چې که هغوی له حکومت او نړۍ والو ځواکونو سره جنګ کوي هغوی دې د عامه تاسیساتو له ویجاړولو څخه ځانونه وژغوري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې هغه توضیح چې ستاسو په ویب سایټ لیکل شوې ده صحیح نه ده، خو مونږ له طالبانو څخه غوښتنه کوو چې داسې کار دې نه تکراروي چې هغه خلک په خطر کې اچوي. په ورته وخت کې، د پلونو الوزول به دواړو خواوو ته هېڅ ګټه ونه رسوي خو عام خلک به ترې اغېزمن شي.

ځواب ورکړئ

طالبان د خلکو پروا نه کوي. ولې تاسو فکر کوئ چې خلک باید برق یا ټیلیفونونه یا سوله ونه لري؟ له دې امله چې هغوی نه غواړي چې مونږ ازاد ژوند وکړو.

ځواب ورکړئ

د السلوادور کمونستو یاغیانو د السلوادور د کورنۍ جګړې په ترڅ کې له عین تکتیکونو څخه کار واخیست. هغوی هغه وخت بېرته په شا وتمبول شول چې حکومت خلکو ته وریاده کړه چې هغوی هغه یاغیان دي چې د خلکو ژوند ناراموي، نه د هغوی. بریان ګیلیوټي.

ځواب ورکړئ

له دی نه داسی ښکاري چی د ایران او پاکستان د منفورو رژیمونو له خوا د افغانسنتان د اوبو او بریښنا د بندونو د مخنیوي کار ښه پرمختګ ونه کړ نو د ایران او پنجاب سپیو طالبانو دا ځل د نړۍ والو د ټکسونو په خیراتونو جوړې شوی د برق ستنی ویجاړی کړي. الله تعالی دی په افغانستان او افغانو رحم وکړي او دغو بدبختانو ته دی خدای هدایت وکړي او پاکستان او ایران دې الله تعالی په دوریان توپان باندی چی په بهاماس ورغلی وه او په سونامي توپان چی په اندونیزیان ورغلی وو هلاک کړي.

ځواب ورکړئ