جرم او انصاف

افغان حکومت په زرګونو جریبه په ناقانونه ډول غصب شوې ځمکه بېرته ترلاسه کړه

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۳مه اخیستل شوی، بزګران د هرات په لمنو کې د غنمو د کرلو لپارپه غوایو کولبه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۳مه اخیستل شوی، بزګران د هرات په لمنو کې د غنمو د کرلو لپارپه غوایو کولبه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هرات -- د افغانستان په لویدیځ کې په زرګونو جریبه دولتي او شخصي ځمکه چې په ناقانونه توګه غصب شوې وه بېرته د حکومتي مقاماتو لاس ته ورغلې ده.‌

په هرات ولایت کې د افغانستان د اراضي ادارې چارواکو وویل، د روان لمریز کال په ترڅ کې، مقاماتو ۲۰۰۰۰ جریبه (۴۰۰۰ هکتاره) ځمکه په هغو سیمو کې چې تر ډېره د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، له زورواکو څخه بېرته ترلاسه کړه.‌

د هرات د اراضۍ ریاست د املاکو د څانګې رییسې رویا شریفي وویل، د ۱۳۹۸ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په بهیر کې، د هرات د اراضۍ ریاست په هرات ښار او د هرات ولایت په ولسوالیو کې نږدې ۵۰ زره جریبه دولتي او شخصي ځمکه له ناقانونه غصب څخه خوندي کړه.

هغې وویل، د هرات د اراضۍ ریاست په لسګونو د ځمکو غاصبان او زورواکي د هغوی د کارونو له امله قانون نافذوونکیو ادارو ته معرفي کړل.‌

یو ټرېکټر د تلې په ۱۶مه د حکومت تر ملکیت لاندې ځمکه باندې ولاړ دېوالونه غورځوي چې ځایي زورواکو په هرات ښار کې دغه ملکیت په ناقانونه توګه نیولی وو. [عمر]

یو ټرېکټر د تلې په ۱۶مه د حکومت تر ملکیت لاندې ځمکه باندې ولاړ دېوالونه غورځوي چې ځایي زورواکو په هرات ښار کې دغه ملکیت په ناقانونه توګه نیولی وو. [عمر]

شریفي وویل، «د هرات د اراضۍ ریاست جدي هڅې پیل کړي چې په هرات ولایت کې نیول شوې ځمکه بېرته ترلاسه کړي. هغه کسان چې د ځمکو په غلا کې ښکېل دي هغوی به په ګوته شي، وبه نیول شي او زندان ته به واچول شي.»

هغې زیاته کړه، د دغو هڅو له برکته د تېر کال په ترڅ کې د ځمکو د غصب سطحه را ټیټه شوې ده.

هغې وویل، «د هرات د اراضۍ ریاست یوه غټه ننګونه دا ده چې اکثره غلا شوې ځمکې په داسې ځایونو کې دي چې هغه ناامنه او د طالبانو تر واک لاندې دي. د هرات د اراضۍ ریاست نه دی توانېدلی چې د امنیتي ګواښونو له امله دغه ځمکې له غصبوونکیو او زورواکو څخه خلاصې کړي.»

هغې یاده کړه چې، «په هرات ولایت کې اکثره دولتي او شخصي ځمکه د هرات ښار په لمنو او ګزره، زنده جان، کروخ او پشتون زرغون ولسوالیو کې ده. د دغو ځمکو بېرته اخیستل وخت ته اړتیا لري ځکه چې هلته امنیتي او حقوقي ستونزې موجودې دي، خو موږ په جدي توګه ژمن یو.»

د بادغیس ولایت مرستیال فیض محمد مرزازاده وویل، مقاماتو له ۲۵۰ جریبو څخه ډېره هغه ځمکه چې زورواکو نیولې وه بېرته راوګرځوله.

هغه زیاته کړه، «په بادغیس ولایت او په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې د پیستې ځنګلونه موجود دي، ډېره ځمکه غلا شوې ده، او د ولایت د ځمکو د ادارې او قضایي او قانون نافذوونکیو ادارو په ګډون بېلابېلې حکومتي ادارې هڅې کوي چې دغه ځمکې بېرته راوګرځوي.»

مرزازاده زیاته کړه، «هغه کسان چې په غصب کې ښکېل دي هغوی له جدي عواقبو سره مخامخ کیږي. د ځمکو د دغو غاصبینو یو شمېر ... نیول شوي او سزا ورکول شوې ده. د حکومت له خوا د ځمکو د غصب پر ضد مبارزه به په راتلونکي کې هم روانه وي.»

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، د غور ولایت حکومتي اداره په تېر کال کې وتوانېدله چې د ځمکو له غاصبینو څخه ۳۰۰ جریبه ځمکه بېرته راوګرځوي.

مقاماتو د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې پنځه جریبه ځمکه د هغې اصلي شخصي مالکانو ته بېرته ور وګرځوله.

هغه زیاته کړه، «له ۵۰ جریبو څخه د ډېرې ځمکې اسناد تر طی مراحل لاندې دي. دا ځمکه به د محکمې له پرېکړې څخه وروسته له زورواکو او غاصبانو څخه بېرته واخیستل شي. زورواکو حتی په غور ولایت کې د امنیتي ځواکونو د کورنیو لپاره د ځانګړې شوې مېنې ځمکه په زور نیولې وه. حکومت دغه ځمکې بېرته ترلاسه کړي او د کورنیو تر منځ یې توزیع کړي دي.»

د ځمکو غاصبانو ته سزا ورکول

د هرات مقاماتو وویل، قضایي او قانون نافذوونکیو مقاماتو په هرات کې د ځمکې د غاصبانو نومونه ترلاسه کړي، او هغوی ته به سزا ورکول شي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، ولایتي ادارې د وړو او غټو په ګډون د دغسې ټولو متجاوزینو یو لست له ولسمشر اشرف غني، لوی څارنوال او په کابل کې له اړوندو حکومتي ادارو سره شریک کړی دی.

رحیمي وویل، «د ځمکو له غاصبانو څخه د ځمکو د بېرته اخیستلو هڅې پیل شوي. په لومړۍ مرحله کې د تلې په ۲۴مه، موږ د هرات ښار په شمال کې هغه ځمکه چې د ملي امنیت ریاست اړوند وه د ځمکو له غاصبانو څخه بېرته ونیوله، او دا کمپاین به نورو سیمو ته هم وغځول شي.‌»

هغه وویل، تر اوسه هم په هرات ولایت کې د غلا شوې ځمکې په هکله صحیح ارقام نشته، او زیاته یې کړه چې کابل د لیندۍ په ۲۱مه یوه کمېټه توظیف کړه چې د داسې ځمکې اندازه او موقعیت معلوم کړي.

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه کتونکي عبدالقادر کامل وویل، د ځمکې د غصب او متجاوزینو ته د سزا ورکولو لپاره د کابل هڅې به په حکومت باندې د خلکو اعتماد پیاوړی کړي.

هغه زیاته کړه، «په هرات کې د شخصي او دولتي ځمکو د غصبولو تر شا اصلي دلیل د مافیایي شبکو او اداري فساد موجودیت دی. دا ډلې هڅه کوي چې د ځمکو له غصب څخه پراخې پیسې ترلاسه کړي. د حکومت له خوا د ځمکو د راګرځولو هڅې مؤثرې وې، خو موږ باید د هغوی پر ضد لا جدي مبارزه وکړو.»

کامل زیاته کړه، «دا چې حکومت په افغانستان کې دولتي او شخصي ملکیتونه ثبتوي، دا یوه له منطقي حل لارو څخه ده چې د ځمکو د غصب مخه به ونیسي. کله چې ټوله ځمکه د افغانستان د اراضۍ ادارې سره ثبت شي، هیڅوک به هم ونشي کولی چې ځمکه غصب کړي.»

عدالت ټینګول

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، د ځمکو غلا یوه ټولنیزه ننګونه ده او په هرات ښار او د هرات ولایت په ولسوالیو کې یې د پرمختګ او ودې مخه نیولې ده.‌

هغه وویل، «دولتي ځمکه د هر چا ده، او هیڅوک هم دا حق نه لري چې غلا یې کړي. دولتي ځمکه د ټولو افغانانو ملي ملکیت دی. کله چې زورواکي او د ځمکو غاصبان ځمکې نیسي، ډېر هېوادوال له خپلو حقونو څخه محرومیږي.»

سادات وویل، «کله چې غلا شوې ځمکه له زورواکو څخه بېرته واخیستل شي، هغه د دولتي ملکیت په توګه په ځای کیږي.»

«موږ لیدلي چې حکومت [په کابل کې] څنګه داخلي بې ځایه شویو خلکو، د امنیتي منسوبینو د شهیدانو کورنیو، ښوونکیو، کارګرانو او د ژوند د بېلابېلو اقشارو اړوندو افغانانو ته نومرې توزیع کړي دي.»

هغه وویل، «غلا شوې ځمکه باید بېرته راوګرځول شي او اړو خلکو ته توزیع شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دي حکومت دغه اقدام واکعن دی ستاینې وړ ده. حکومت باید په جلال آباد کی دی ننګرهار غصب شوی ځمکه هم بیرته دغه پوهنتون ته ورکړی. تر څو پوهنتون انګړ لوی شی.

ځواب ورکړئ