امنیت

وروستیو نیونو په افپاک سیمه کې د القاعدې د بېرته ټولېدلو هڅې له خاورو سره خاورې کړې

د ضیاءالرحمان راپور

یو افغان عسکر د ۱۳۹۸ د تلې په میاشت کې په ګزره کې د یوې سیمې د ګزمې پرمهال په یوه موټر باندې لګېدلې ماشینګنې ته ولاړ دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو افغان عسکر د ۱۳۹۸ د تلې په میاشت کې په ګزره کې د یوې سیمې د ګزمې پرمهال په یوه موټر باندې لګېدلې ماشینګنې ته ولاړ دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کراچۍ -- په داسې حال کې چې په افغانستان او پاکستان کې چارواکي د ترهګرو د بیایوځای کېدلو د هڅو د مخنیوي لپاره عملیاتو ته دوام ورکوي، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د القاعدې د ځایي څانګې د څلورو مشکوکو غړو نیونه یوه لویه بریا بلل کیږي.

د ځانګړې پلټنې واحد (اېس آی یو) آمر عرفان بهادر وویل، د کراچۍ پولیسو د ځانګړۍ پلټنې واحد او د فدرالي استخباراتو ادارو د وري په ۳۱مه د ګلستان جوهر په سیمه کې ګډ عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې په هندي نیمه وچه کې د القاعدې څلور تنه اورپکي ونیول.

هغه وویل، «نیول شوي اورپکي د محمد عمر، محمد بلال (مشهور په فدا)، محمد وسیم او محمد امیر په نومونو یاد شوي دي،» او زیاته یې کړه چې څلور واړه په افغانستان کې روزل شوي دي.

هغه وویل، نیول شویو اورپکو د راتلونکيو بریدونو لپاره د پاکستان د اسعارو مارکېټ (پاکستان سټاک اېکسچینج)، ښاري محاکمو، او د پولیسو د روزنې مرکز په ګډون د ځانګړیو حساسو موقعیتونو په هکله معلومات ترلاسه کړي ول.

د کراچۍ پولیس د غوایي په ۳مه خپلې امنیتي وظیفې ترسره کوي. پولیسو د وري په ۳۱مه په ګلستان جوهر سیمه کې د هند په نیمه قاره کې د القاعدې د څانګې (اقیس/AQIS) څلور مشکوک اورپکي ونیول.‌ [ضیاءالرحمان]

د کراچۍ پولیس د غوایي په ۳مه خپلې امنیتي وظیفې ترسره کوي. پولیسو د وري په ۳۱مه په ګلستان جوهر سیمه کې د هند په نیمه قاره کې د القاعدې د څانګې (اقیس/AQIS) څلور مشکوک اورپکي ونیول.‌ [ضیاءالرحمان]

هغه وویل، «پولیسو د وسلو هغه زېرمه چې هغوی په ښار کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره جوړه کړې وه ونیوله.»

د القاعدې د هندي نیمه وچې څانګه په متواتر ډول مخ پر زوال روانه ده

د پاکستان له خوا په اورپکو او ترهګرو باندې بریدونو په دغه هېواد کې د هندي نیمه وچې لپاره د القاعدې څانګه سخته کمزورې کړې ده.

د تېرې تلې میاشتې په ۱، په افغانستان کې د هندي نیمه وچې لپاره د القاعدې د مشر عاصم عمر وژنه په سیمه کې د ترهګرې ډلې لپاره یو ستر زیان بلل کیږي.‌

عمر په ۱۳۹۳ کې د هندي نیمه قارې لپاره د القاعدې د څانګې له جوړېدلو راهیسې د هغې مشر وو.

د ملي امنیت ریاست د تېرې تلې په ۱۶مه په ټوېټر باندې د عمر مړینه تایید کړه، او زیاته یې کړه چې په برید کې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعدې د څانګې په شپږو غړو کې یو سړی چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري لیک رسوونکی وو هم شامل وو.‌

بهادر وویل،‌ «محمد حنیف چې د ضرار په نامه مشهور دی د عمر له وژل کېدلو څخه وروسته د هند د نیمه وچې لپاره د القاعدې د څانګې د نوي مشر په توګه نومول شوی دی.»

هغه وویل، حنیف چې اوس په افغانستان کې ژوند کوي اصلا د کراچۍ دی او هغه وخت چې نوموړی په ښار کې وو د هند د نیمه وچې لپاره د القاعدې د مؤسسینو له ډلې څخه یو وو.

د هند د نیمه وچې لپاره د القاعدې څانګې په جوړېدلو پسې سمدلاسه، دغې ډلې په پاکستان کې فعالیت پیل کړ، او ګڼو ځایي اورپکو ډلو چې له القاعدې سره یې فکري تړون درلود هم د هند نیمه وچې لپاره د القاعدې شبکې سره بیعت وکړ.

د هند د نیمه وچې لپاره د القاعدې څانګې له جوړېدلو څخه څو میاشتې وروسته، دغې شبکې د ۱۳۹۳ د تلې په میاشت کې هڅه وکړه چې په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواک یوه بېړۍ وتښتوي. په دغه برید کې ۱۰ نیمه پوځي منسوبین ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول، په داسې حال کې چې په تعقیبي جګړه کې دوه بریدګر ووژل شول او درېیم یې ځان ته چاودنه ورکړه.

د تېرو دو کلونو په ترڅ کې، قانون نافذوونکیو ادارو د هند د نیمه وچې لپاره د القاعدې څانګې پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړ او شبکه یې ور ویجاړه کړه.

د ۱۳۹۷ د لړم په میاشت کې، د کراچۍ پولیسو د هندي نیمه وچې لپاره د القاعدې مشکوک مشر او د الظواهري نږدې مرستیال عمر جلال چانديو چې د ختیو په نامه مشهور وو په ګلستان اقبال سیمه کې ونیو. نوموړی اوس هم په توقیف کې دی.

د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېره لړم میاشت کې په ګوجرانواله کې د اقیس د رسنیو شبکه ماته کړه، او پنځه سړي یې چې د ترهګرې ډلې مهم مشکوک غړي ول، ونیول.

سي ټي ډي غټه اندازه د رسنیو وسایل، پیسې، د خانمرګو جاکټونه، چاودېدونکي مواد، او وسلې چې د ترهګرو په ولکه کې وو ونیول.

القاعده په افغانستان کې

په ۱۳۹۳ کې په پاکستان کې د ضرب عضب د ترهګرۍ ضد عملیاتو له پيلېدلو څخه وروسته، د اقیس ډېر اورپکي افغانستان ته، چې د القاعدې مشرانو په کې ډېر وخت تېر کړی وو، وتښتېدل.

طالبانو او متحده ایالاتو د کب په میاشت کې په قطر کې د سولې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې د هغې په اساس طالبانو ته په کار دی چې د القاعدې په ګډون نړۍ والو ترهګرو ګروپونو سره اړیکې پرې کړي، او د دې مخه ونیسي چې کومه ډله یا فرد د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

طالبانو تر اوسه پورې القاعده په څرګنده غندلې نه ده.

د ۱۳۹۸ د وري په میاشت کې، د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یوه پوځي عملیات د اقیس له ۱۰ څخه ډېر اورپکي ووژل چې یو شمېر یې دځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره راغلي ول.

په تېره د لړم میاشت کې د متحده ایالاتو او طلبانو تر منځ له هوکړې څخه مخکې، د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخواني مشر متقاعد جنرال ډیویډ پیترایس خبرداری ورکړ چې د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې اوس هم ټینګې او پرځای دي.

پیترایس او وانس سیرچوک، په واشنګټن کې د نیو امریکن سیکیوریټي سنټر یو جګپوړی متخصص، په یوه لیکنه کې چې د تېر لړم میاشت کې په واشنګټن پوسټ کې خپره شوه، ولیکل، «څو چې دغه ډله د ترهګرۍ د هغو حقیقتونو په هکله سترګې پټوي چې د هغوی تر ملاتړ لاندې ترسره شول، دا ناشونې ده چې د دغسې راتلونکیو پېښو د مخنیوي په هکله په اطمینانونو باندې یې باور وکړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ان شاءالله، که د الله رضا وي، القاعده او داعش په سیمه کې له منځه وړل کیږي. که له طالبانو سره سوله وشي او هغوی د داعش پر ضد جنګ پیل کړي، په سیمه کې به القاعده ټوله له منځه وېوړل شي او هیڅوک به هم بیا د القاعدې نوم په خوله وانه خلي. نړۍ واله ټولنه، په ځانګړې توګه متحده ایالات باید هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته راولي.‌ له طالبانو سره سوله نه یوازې د افغانستان د امنیت لپاره مهمه ده، بلکې همدارنګه د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره هم مهمه ده.‌ له طالبانو سره له سولې کولو څخه پرته، د افغانستان او سیمې د خوندي کولو لپاره هېڅ‌ لاره نشته، له دې امله، ټول لوري باید دوامدارې هڅې وکړي چې افغانستان ته سوله راولي څو مونږ راتلونکي نسل ته یو سوله ییز افغانستان وړاندې کړو.

ځواب ورکړئ