امنیت

افغان ځواکونو القاعدې ته په وروستۍ ضربه کې د یادې ډلې مشر وواژه

ای اېف پي

د افغان ملي اردو کومانډو ځواک د لړم په ۱۹مه په هرات ولایت کې د یوه روزنیز تمرین پر مهال لیدل کیږي. [عمر]

د افغان ملي اردو کومانډو ځواک د لړم په ۱۹مه په هرات ولایت کې د یوه روزنیز تمرین پر مهال لیدل کیږي. [عمر]

کابل -- افغان ځواکونو د القاعدې مشر محمد حنیف په فراه ولایت کې وژلی دی چې دا د یادې ترهګرې ډلې پر ضد د دوی وروستۍ بریا څرګندوي.

د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ /د لړم په ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، حنیف د عاصم عمر یو نږدې مرستیال وو. عمر د هند د نیمې لویې وچې لپاره د القاعدې مشر وو او په ۱۳۹۸ کې د امریکایي - افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.‌

د ملي امنیت ریاست وویل، حنیف چې اصلا د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکی وو، له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او له اورپکو سره یې د موټربمونو او په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو په جوړولو کې مرسته کوله.

یادې ادارې وویل، هغه اصلا د طالبانو د ډلې غړی وو خو په ۱۳۸۹ کې له القاعدې سره ملګری شو.‌

چارواکي له ډېر وخت راهیسې په سخت دریځو طالبانو باندې تور لګوي چې له القاعدې سره، چې په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې په مرګوني بریدونو باندې تورن دي، نږدې اړیکې لري.

د ملي امنیت ریاست د نور تفصیل له ورکولو څخه پرته وویل، د حنیف د وژلو په عملیاتو کې دوه پاکستانۍ ښځې ونیول شوې.

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

القاعدې او د هغې مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکول د دې اصلي توجیه وه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ هڅو په نتیجه کې په ۱۳۸۰ کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم نسکور شو.

د افغان ځواکونو بریالیتوب

د حنیف وژنه وروسته له هغه پېښه شوه چې امنیتي منسوبینو د القاعدې یو جګپوړی اورپکی ابومحسن المصري چې متحده ایالاتو له ډېر وخت راهیسې لټاوه، وواژه.

د ملي امنیت ریاست د لړم په ۴مه په یوه اعلامیه کې وویل، باور کېده چې المصري چې مصري تابعیت یې درلود او د هند د نیمې لویې وچې لپاره د القاعدې شبکې دویم لوی مشر وو، د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې په نښه شو او ووژل شو.‌

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي متقاعد جنرال عزیز احمد وردک هغه مهال وویل، «افغان امنیتي ځواکونه، په ځانګړې توګه ځانګړي ځواکونه مسلکي دي او اوس په لوړه سویه جنګي تجربه لري.»

هغه زیاته کړه، «د هغوی مهارتونه او تجهیزات د نړۍ والو ائتلافي ځواکونو په سویه دي او له همدې امله دغه ځواکونه توانېدلي دي چې د القاعدې او داعش په څېر ترهګرو ډلو مهم مشران او قوماندانان له منځه وېسي.»

وردک وویل، «اوس یو څه وخت کېږي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ټول ځمکني او هوایي عملیات په مستقل ډول ترسره کوي، او د هغوی د عملیاتو بریالۍ پلان جوړونه او اجرأت چې په نتیجه کې یې [په نیمه لویه وچه کې]‌ د القاعدې دویمه درجه قوماندان ووژل شو، د ستاینې وړ دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالبانو ډله باید خلکو او نړۍ ته ځواب ووایي چې د القاعدې غړي زمونږ په هېواد کې څه کوي، او ولې دغې ډلې له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړي. په تېرو څو میاشتو کې، افغان امنیتي ځواکونو د القاعدې ګڼ شمېر مهم غړي وژلي او نیولي دي، او مونږ له ټولو رسنیو، په ځانګړې توګه ستاسو له رسنۍ څخه غواړو چې په خپلو راپورونو کې د طالبانو نظریات هم راواخلئ چې د القاعدې د مشر د مړینې په هکله د طالبانوغبرګونونه څه دي. رسنۍ باید بې طرفه وي او کله چې هغوی د جنګ او سولې په هکله راپور خپروي، په کار دی چې د دواړو جنګیالیو لوریو نظریات وغواړي او د هغوی نظرونه په خپل راپور کې ځای کړي.

ځواب ورکړئ