امنیت

د لوی اختر په مناسبت د اوربند له امله د سولې بین الافغاني خبرې وخوځېدلې

سلام ټایمز

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۲۷مه اخیستل شوی، طالب اورپکي او ځایي اوسېدونکي په داسې حال کې چې د اختر په درېیمه ورځ اوربند لمانځي، د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو په یوه زغره وال هاموي ټانک باندې دپاسه ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۲۷مه اخیستل شوی، طالب اورپکي او ځایي اوسېدونکي په داسې حال کې چې د اختر په درېیمه ورځ اوربند لمانځي، د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو په یوه زغره وال هاموي ټانک باندې دپاسه ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د زمري ۷مه/ وویل، که د را روان لوی اختر په ترڅ کې یو هر اړخیز اوربند وشي، «له طالبانو سره مستقیم مذاکرات» به په یوه اونۍ کې دننه پیل شي.

غني په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې جګپوړو چارواکو ته وویل، «سولې ته د حکومت د ژمنتیا د ښودلو لپاره به اسلامي جمهوریت ژر د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خلاصون بشپړ کړي.»

هغه چې په انګلیسي یې خبرې کولې، وویل، «په دې کار سره، موږ تمه لرو چې په یوه اونۍ کې دننه له طالبانو سره مستقیم مذاکرات پیل کړو.»

د ارګ په رسمي ټوېټر حساب د خپرو شویو معلوماتو په اساس، غني وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې له موږ سره د مذاکراتو مېز ته کېني او په سملاسي توګه یو تلپاتې او هر اړخیز اوربند اعلان کړي. د را روان لوی اختر په ترڅ کې اوربند ته ژمنتیا به را روانې چارې په ګوته کړي.»

په عین ورځ، طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې هغوی خپلو جنګیالیو ته حکم کړی چې د لوی اختر په ترڅ کې چې د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۱۰مه/ پیل کیږي د درې ورځو په مخه اوربند مراعت کړي.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وویل، «ټولو مجاهدینو [طالب جنګیاليو]... ته حکم شوی چې د لوی اختر د درې ورځو او شپو په ترڅ کې دې د دښمن پر ضد هېڅ عملیات نه ترسره کوي.»

په اعلامیه کې راغلي، «البته، که بل لوری په تاسو باندې کوم برید وکړي،‌ سخت ځواب یې ورکړئ.»

طالبانو د خپلې ډلې غړي د افغانستان د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته له ننوتلو او پر عکس کار څخه منع کړي دي، او دا کار یې احتمالا د دې لپاره کړی چې د طالب جنګیالیو، ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ په ګډه د لمانځلو، لکه چې د ۱۳۹۷ په غبرګولي کې د کوچني اختر په ترڅ کې وشول، مخه ونیسي.

له هغه اوربند څخه وروسته، ډېرو جنګیالیو د عادي ژوند د خوند په کتلو سره د جګړې میدان ته له ستنېدلو څخه ډډه وکړهاو اورپکو د افغانانو تر منځ اعتبار له لاسه ورکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هیله ده چې له لوی اختر څخه وروسته په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک یو دایمي اوربند غواړي،‌ او غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مستقیمې خبرې پيل شي، خو مونږ د طالبانو له خوا د لوی اختر په ترڅ کې د اوربند د اعلانولو ستاینه کوو.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د لوی اختر اوربند ډېر یو ښه فرصت ده چې دواړه خواوې د یو دایمي اوربند اعلانولو ته ځان چمتو ګړي او وروسته له دایمي اربند څخه بین الافغانی افغاني مذاکرات پیل کړي. طالبانو ته نور د جنګ بهانه نه ده پاتې ځکه د دوی ټول پنځه زره بندیان خوشې شول او د دوی او امریکایانو هوکړه په کامیابی سره تر سره شوه نو اوس د دې وخت رارسیدلی چې لا افغان سیاسونو سره کښیني او یو تفاهم ته ورسیږي.

ځواب ورکړئ

زه هیله لرم چې دا د لوی اختر اوربند به په هېواد کې یوه تلپاتې اوربند او سولې ته لاره هواره کړي. قسم په خدای، خلک له جنګ او ناامنۍ څخه ډېر زیات ستړي دي. افغانان د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره په بې صبرۍ انتظار کوي. که سوله او خبرې ناکام شي، باور وکړئ چې په میلیونونو خلک به نورو هېوادونو ته کډې وکړي ځکه چې هغوی به په دې هېواد کې سولې ته هیله له لاسه ورکړي. هغه خلک چې پیسې لري هغوی ښایي هېواد پرېږدي، خو هغه چې بې وزلي او غریب دي هغوی مجبور دي چې په هېواد کې پاتې شي او یو ناوړه ژوند وکړي. زه له خپلو ټولو درنو خلکو څخه غواړم چې د اختر په لمونځونو کې په هېواد کې د سولې لپاره دعا وکړي.

ځواب ورکړئ

د اختر درې ورځنی اوربند باید دایمي اوربند ته اوږد شي چې د سولې د بین الافغاني خبرو دروازه پرانستل شي. که نه، دا درې ورځنی اوربند ګټه نه لري، ځکه چې په تېرو اخترونو کې مونږ ولیدل چې طالبانو د اختر په څلورمه ورځ اوربند مات کړ، او د اردو او پولیسو په مرکزونو باندې یې بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د هغوی په لسګونو کسان شهیدان کړل.‌

ځواب ورکړئ

اوس نو طالبانو ته د جنګ لپاره هېڅ بهانه نه ده پاتې، ځکه چې افغان حکومت د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کول بشپړوي. نور باید طالبان خلک اندېښمن نه کړي.‌ دغه ډله باید دې ته چمتو شي چې یو دایمي اوربند اعلان کړي او بین الافغاني خبرې ترسره کړي څو زمونږ په ګران هېواد کې یوه تلپاتې سوله راشي.‌

ځواب ورکړئ