امنیت

د افغان محلي پولیسو لپاره په امنیتي ادارو او خصوصي سکتور کې کاري فرصتونه موجود دي

د عمر راپور

افغان حکومت د افغان محلي پولیسو غړو ته د داسې فرصتونو وړاندیز کوي چې د روان کال له نیمایي څخه لږ وروسته د افغان محلي پولیسو د تر پلان لاندې منحل کېدلو څخه وروسته له نورو افغان امنیتي ادارو سره یوځای شي. د افغان محلي پولیسو اداره په ۱۳۸۹ کې جوړه شوه چې د کلیو په کچه د طالبانو پر ضد دفاع وکړي. [عمر]

هرات -- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د افغان محلي پولیسو غړو ته د داسې کاري فرصتونو وړاندیز کوي چې د روان کال له نیمایي څخه لږ وروسته د افغان محلي پولیسو د تر پلان لاندې منحل کېدا څخه وروسته له نورو حکومتي او امنیتي ادارو سره یوځای شي.‌

د افغان محلي پولیسو اداره په ۱۳۸۹ کې جوړه شوه چې د کلیو په سطحه د طالبانو پر ضد دفاع وکړي.

ناټو د روان کال په لومړیو کې تایید کړه چې له ۱۸۰۰۰ کسیزافغان محلي پولیس نظام څخه به د متحده ایالاتو ملاتړ د تلې په ۹مه به پای ته ورسیږي.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، دا هڅه چې د افغان محلي پولیسو څه برخې له افغان ملي پولیسو او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای شي به په راتلونکو پنځو میاشتو کې تطبیق شي.‌

په عکس کې، د افغان محلي پولیسو غړي د زمري په ۲۰مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]

په عکس کې، د افغان محلي پولیسو غړي د زمري په ۲۰مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۶مه اخیستل شوی،‌ د افغان محلي پولیسو افسران په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش اورپکو په سنګرونو باندې له یوه هوایي برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۶مه اخیستل شوی،‌ د افغان محلي پولیسو افسران په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش اورپکو په سنګرونو باندې له یوه هوایي برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه وویل، «له ملي پولیسو سره د محلي پولیسو د یوځای کېدلو په لړ کې اداري پروسیجرونه او اړتیا وړ مالي ترتیبات پيل شوي دي.»

آرین وویل، دغه بدلون به په امنیتي وضعه باندې هېڅ منفي اغېز ونه لري او نه به امنیتي تشه رامنځته کړي.‌

هغه وویل، «په خپلو سیمو کې د امنیت د ډاډمنولو او د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې د محلي پولیسو اجرأت ډېر مؤثر ول. موږ باوري یو چې له ملي پولیسو سره د دغو ځواکونو له یوځای کېدلو څخه وروسته به دوی د امنیت په ساتلو کې لا ډېر مؤثر وي.»

د هرات امنیه قوماندان سمونوال عبیدالله نورزي وویل، د افغان محلي پولیسو له منحل کېدلو څخه وروسته به د کورنیو چارو وزارت په ملي اردو او ملي پولیسو کې د دغو ځواکونو د یوې لویې برخې یوځای کول پیل کړي،‌ او دې ته اړتیا نشته چې دغه ځواکونه عریضې وسپاري.‌

هغه وویل، «موږ هیله لرو چې د محلي پولیسو ټول عسکر د امنیتي ادارو له خوا استخدام شي او که له دغو عسکرو څخه څوک په دې پروسه کې استخدام نشي، موږ به هغوی خصوصي سکتور ته ورمعرفي کړو ترڅو دوی دندې ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه، «په خصوصي سکټور کې د دغو عسکرو استخدام به په داسې طریقه همغږی شي چې له کومې ستونزې څخه پرته دوې وتوانیږې خپلې نوې دندې پیل کړي.»

د خصوصي سکتور فرصتونه

په هرات کې خصوصي تجارتي شرکتونه وایي چې هغوی به یو شمېر محلي پولیس د امنیتي ساتونکیو او په فابریکو کې د کارکونکو په توګه استخدام کړي.‌

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، «که ځینې کسان د محلي پولیسو د څانګو د منحل کېدلو له امله خپل کارونه له لاسه ورکوي، خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه صنعتکاران، چمتو دي چې هغوی د امنیتي ساتونکيو او د فابریکو د کارکوونکیو په توګه استخدام کړي.»

هغه وویل، امنیتي ادارې کولی شي چې هغه محلي پولیس چې خپلې ندې له لاسه ورکوي مستخدمینو ته ورمعرفي کړي،‌ یا دا چې هغوی کولی شي چې پخپله د کانونو او صنایعو خونې ته راشي څو هغه مستخدمین چې کارکوونکیو ته اړتیا لري هغوی مقرر کړي.‌

هغه زیاته کړه، «کله چې محلي پولیس خپلې وظیفې له لاسه ورکړي، هغوی به زموږ د فابریکو د اړتیاوو او د هغوی د وړتیاوو په اساس زموږ د فابریکو په بېلابېلو برخو کې استخدام شي. موږ چمتو یو چې یو زیات شمېر عسکرو ته چې زموږ د خلکو او هېواد لپاره د امنیت برابرولو کې یې قربانۍ ورکړي دي، وظیفې برابرې کړو.‌»

خادم زیاته کړه، «د هرات د کانونو او صنایعو خونه کې یوه د استخدام کمېټه ده. موږ د کارکوونکیو لپاره ټول تش ځایونه د همدغې کمېټې له لارې اعلانوو، او مراجعین کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه همدغې کمېټې ته وسپاري.»

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس یونس قاضي زاده وویل، محلي پولیس په امنیتي مسایلو کې ښه تجربه لري، او شرکتونه به هغوی د امنیتي ساتونکیو په توګه مقرر کړي.‌

هغه وویل، «محلي پولیسو تل په لومړۍ کرښه کې خدمت کړی او نظامي روزنه یې اخیستې ده. موږ باوري یو چې هغوی به د تجارتي شرکتونو،‌ سوداګرو او پانګوونکیو لپاره د امنیتي ساتونکیو په توګه ډېر ګټور وي.»

هغه زیاته کړه، «کله چې موږ کارکوونکیو ته اړتیا ولرو، موږ تیار یو چې هغو عسکرو ته مثبت ځواب ووایو چې زموږ د خلکو او هیواد په ساتنه کې یې قربانۍ ورکړي دي، او موږ به هغوی بې کاره پرې نه ږدو.»

د محلي پولیسو لېوالتیا

د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې د افغان محلي پولیسو یوه غړي محمد جواد وویل، «محلي پولیس ... د طالبانو او نورو ترهګرو پر وړاندې په جنګ کولو کې تجربه لري، نو هغوی به وکولی شي چې په نورو امنیتي ادارو کې د خدمت کولو پر مهال د امنیت په راوستلو کې یو مهم رول ولوبوي.»

هغه زیاته کړه، «زموږ اصلي هدف دا دی چې د خپلو سیمو،‌ خلکو او حکومت خدمت وکړو. که موږ د محلي پولیسو په توګه کار نه کوو، موږ کولی شو چې د ملي پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت ریاست د ځواکونو په توګه -- هر یو یې چې وړاندیز وکړي، کار وکړو.»

هغه وویل، «موږ چمتو یو چې د امنیتي ځواکونو په صف کې په هره ناامنه سیمه کې خدمت وکړو، او موږ به هیچاته هم اجازه ورنه کړو چې د خلکو ژوند ته زیان ورسوي او زموږ هیواد وران کړي.»

په ګزره ولسوالۍ کې د افغان محلي پولیسو یوه بل غړي محبوب وویل،‌ کله چې د افغان محلي پولیسو غړي له نورو امنیتي ادارو سره یوځای کیږي، هغوی به سوله ډاډمنه کړي او د طالبانو د بریدونو مخه به ونیسي.

هغه وویل، «موږ چې د امنیتي ځواکونو په هره برخه کې عملیات کوو، زموږ هدف د خپل هېواد او خلکو خدمت دی، او موږ به ترهګرو او د حکومت مخالفو وسله والو عناصرو ته اجازه ورنه کړو چې عامه امنیت خراب کړي. فرق نه کوي چې موږ په کومه امنیتي اداره کې کار کوو، زموږ هدف دا دی چې هر چېرې یو خو چې د خپل هېواد او خلکو دفاع وکړو.»

هغه زیاته کړه، «که چېرې محلي پولیس منحل شي، موږ به د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې خدمت وکړو. موږ د محلي پولیسو په صف کې د خدمت کولو پر وخت ښه نظامي مهارتونه زده کړي، او موږ له طالبانو سره په جبهه کې جنګ کوو. زه باوري یم چې موږ به له نورو امنیتي ځواکونو سره له یوځای کېدلو څخه وروسته د افغانستان په دفاع کې یو مهم رول ولوبوو.»

هغه وویل، محلي پولیس لېوال دي چې له نورو امنیتي ادارو سره یوځای شي او د خلکو او هېواد خدمت وکړي.‌

د افغانستان د لاسته راوړنو ساتل

په ورته وخت کې، د افغانستان نورې امنیتي ادارې د افغان محلي پولیسو غړي دې ته هڅوي چې د هغوی له لیکو سره یوځای شي.‌

په بادغیس ولایت کې د افغان ملي پولیسو یوه غړي بریدمن محمد حسین خادم وویل، «هر څه چې افغانستان په تېرو ۲۰ کالونو کې کړي دي د امنیتي ځواکونو او حکومت د هڅو له برکته یې کړي دي.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو ډېرې قربانۍ ورکړي څو افغانان دغه فرصتونه او لاسته راوړنې وګټي.»

هغه زیاته کړه، «زه په محلي پولیسو باندې غږ کوم چې له ملي پولیسو سره له نږدې څخه کار وکړي او د بشري لاسته راوړنو په ساتلو کې رول ولوبوي څو افغانستان وکولی شي چې یو روښانه او ښېرازه راتلونکی ولري.»

په نیمروز ولایت کې د ملي اردو یوه خورد ضابط حلیم جان وویل، «موږ په محلي پولیسو باندې غږ کوو چې د بې کاره پاتې کېدلو یا د هېواد د پرېښودلو پر ځای دې راشي او له ملي اردو،‌ ملي پولیسو او د ملي امنیت ریاست ځواکونو سره دې یوځای شي او د وطن خدمت دې وکړي.»

هغه وویل، «موږ شپه او ورځ کار کوو چې خپلو خلکو ته فرصتونه برابر کړو ترڅو د هغوی ماشومان وکولی شي ښوونځيو ته لاړ شي او په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب ورکړئ

دا ښه نظر دی چې افغان محلي پولیس په نورو امنیتي ځواکونو کې ځای شي او د هغوی له تجاربو څخه د یوه امن او نېکمرغه افغانستان لپاره استفاده وشي.

ځواب ورکړئ

دا ډېره ښه چاره ده چې دا کسان بیا مقرریږي. که خدای مه کړه دوی وظایف له لاسه ورکړي وای، ډېرو کورنیو به خپل عواید له لاسه ورکړي وای. بدبختانه چې د اشرف غني دوره د کرزي له دورې نه هم بدتره شوه چې عایداتي فرصتونه په کې له منځه لاړل.

ځواب ورکړئ

محلي پولیس باید ډېر کلونه مخکې منحل شوي وای، ځکه چې دغه ځواکونه نه یوازې د امنیت په برابرولو کې مؤثر نه وو، بلکې د هېواد لیرې پرتې سیمې یې هم بې ثباته کړې. د محلي پولیسو جوړول داسې وو لکه لېوه ته چې ووایې چې مېږې وساتي. د محلي پولیسو په کارونو کې غلا کول، د وسله والو له خوا لوټل، له ماشومانو څخه ناوړه استفاده کول، تښتول، په ښځو باندې جنسي تېری کول، او داسې نور شامل وو، او د محلي پولیسو د دغه ظلم او بې انصافۍ له امله ډېر خلک د طالبانو له لیکو سره یوځای شول، وسلې یې راواخیستلې او د محلي پولیسو پر ضد یې جنګ پیل کړ. اوس حکومت ښه پرېکړه کړې چې دغه ځواکونه په امنیتي ځواکونو کې ځای کړي. که چېرې دا ځواکونه د امنیتي ځواکونو په واحدونو کې جذب شي، وبه نشي کولی چې فساد وکړي.

ځواب ورکړئ

ستاسو خبره صحیح ده.‌ محلي پولیس اوس ډېر قوي دي چې له خپلو غیرقانوني فعالیتونو څخه دفاع وکړي. زه هیله لرم چې عام خلک د محلي پولیسو ملاتړ ونه کړي. ان شاءالله چې مونږ به تر مرګه پورې ورسره وجنګېږو.‌

ځواب ورکړئ

د محلي پولیسو جوړول یوه غټه غلطي وه چې افغان حکومت وکړه ځکه چې دغو ځواکونو له بشري حقونو څخه سرغړونې وکړې، بې ګناه خلک یې ووژل او په داسې سیمو کې یې چې د حکومت له سترګو نه پناه وې په ښځو باندې ډله ییز جنسي تېري وکړل.‌ په تخار ولایت کې د طالبانو له لیکو سره د خلکو د یوځای کېدلو او په دغه ولایت کې د امنیتي وضعې د خرابېدلو یو علت دا وو چې محلي پولیسو په خلکو باندې ظلمونه کول او محلي پولیسو د هغوی کورونه لوټل او په ښځو باندې یې ډله ییز تېري کول. له دې امله، خلک مجبور شول چې طالبانو ته پناه وېسي او د محلي پولیسو پر ضد وسلې راپورته کړي.‌ دا یو مهم او د ستاینې وړ تصمیم دی چې حکومت نیولی دی چې محلي پولیس منحل کړي.‌ حکومت باید دا کار ډېر پخوا کړی وای.‌

ځواب ورکړئ