ديپلوماسي

عبدالله وایي، د بندیانو په تبادله کې خوشې شوي طالب جنګیالي د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي

ای اېف پي

طالب بندیان د غبرګولي په ۶مه په پروان ولایت کې له بګرام محبس څخه د خلاصون په ترڅ کې په کتار روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب بندیان د غبرګولي په ۶مه په پروان ولایت کې له بګرام محبس څخه د خلاصون په ترڅ کې په کتار روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

واشنګټن -- د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱/ وویل، یو شمېر طالب بندیانو چې افغان حکومت د سولې د خبرو د یوه شرط په توګه خوشې کړي وو، وسلې را اخیستي دي.‌

عبدالله وویل، تر اوسه پورې په قطر کې له طالبانو سره روانې خبرې مثبتې دي.

خو هغه وویل چې د هغو ۵۰۰۰ طالب بندیانو چې حکومت د خبرو لپاره د یوه شرط په توګه خوشې کړي وو، ځینو -- البته اکثریت نه -- بیا د کابل پر ضد جنګ پیل کړی دی.‌

عبدالله د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو شورا سره د یوه آنلاین کانفرانس په ترڅ کې وویل،‌ «زه خبر یم چې ځینې یې د جګړې ډګر ته بېرته ستانه شوي دي، چې دا له هغې هوکړې څخه سرغړونه ده چې هغوی کړې وه.»

عبدالله وویل، په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ خبرې په هیله مندۍ سره پیل شوي دي، او هیئتونه یو له بل سره ځانونه اشنا کوي.

خو په افغانستان کې دننه د تاوتریخوالي سطحه نه ده ټیټه شوې، او هغه له متحده ایالاتو، چې له طالبانو سره یې د سولې پروسه د یوې بیلې هوکړې له لارې پیل کړه، او پاکستان څخه وغوښتل چې په اوربند باندې د هوکړې کولو لپاره په هغوی باندې فشار راولي.

عبدالله وویل، «له بده مرغه چې تر اوسه پورې د تاوتریخوالي سطحه ډېره لوړه ده او په داسې یوه کچه ده چې د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.»

نوموړي وویل، «زه پخپله له طالبانو او د هغوی له نورو ټولو شریکانو څخه چې په طالبانو باندې اغېز لري دا غوښتنه تکراروم چې په دې ټکي باندې زور واچوي.»

عبدالله وویل، هغه پلان لري چې له ۱۳۸۷ راهیسې په لومړي ځل په راتلونکیو ورځو کې له پاکستان څخه لیدنه وکړي.

د تاوتریخوالي سطحې ډېرې لوړې دي

امریکایي چارواکو د تلې په ۱په کانګرس کې د ویناوو په ترڅ کې، دوامدار تاوتریخوالی او له داعش او القاعدې ترهګرو ډلو سره د اړیکو په پرې کولو کې د طالبانو ناکامي د بریالیتوب پر وړاندې ستر خنډونه په ګوته کړل.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل، د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې په اساس د امریکایي ځواکونو کمیدل به د لیندۍ تر میاشتې پورې په افغانستان کې د شاوخوا ۴۵۰۰ عسکرو په پاتې کیدو سره ودرېږي ترڅو واشنګټن دا وارزوي چې آیا یاغیان په خپلو ژمنو باندې درېږي که نه.

خلیلزاد د استازو د جرګې د نظارت کمېټې ته په یوه استماعیه غونډه کې وویل، «د نورو عسکرو وتل به په افغانستان کې د شرایطو او په دې اساس ترسره کیږي چې آیا طالبان په خپلو ژمنو باندې درېږي که نه.»

متحده ایالاتو په افغانستان کې د عسکرو شمېر له ۱۲۰۰۰ څخه ډېرو نه نیمایي ته راکم کړی دی.‌

واشنګټن ژمنه کړې چې که طالبان او حکومت وکولی شي چې د سولې یو کلک تړون وکړي، هغوی به د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي تر میاشتې پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

خلیلزاد وویل، «هر مقیاس ته په کتلو سره، د تاوتریخوالي موجودې سطحې بېخي ډېرې لوړې دي. موږ پوهېږو چې کموالی یې ممکن دی،» او یادونه یې وکړه چې طالبانو پخوا لنډمهالي اوربندونه کړي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په وحشي او جاني طالبانو. هغوی په هېواد کې د زرونو خلکو قاتلان دي. طالبان له جنګ سره اشنا دي او هېڅکله به جنګ او تاوتریخوالی ونه دروي. هغوی په افغانستان کې مطلقه واکمني غواړي او نورو ګروپونو ته حقونه نه ورکوي.‌

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې خوشې شوي طالب بندیان د جنګ میدان ته ستانه شوي دي. دا له اول نه معلومه وه چې طالبانو غوښتل چې دا ۵۰۰۰ بندیان خوشې شي څو د حکومت پر ضد د هغوی لیکې مضبوطې شي.‌ طالبانو له حکومت سره خواوشا ۱۴۰۰۰ بندیان درلودل، خو یادې ډلې د ۵۰۰۰ بندیانو په خلاصون باندې تاکید کاوه. د دې دلیل دا وو چې دا ۵۰۰۰ بندیان ډېر تجربه کار وو او د ګروپ د نورو بندیانو په نسبت مهم کسان ول. هغوی پوهېدل چې د هغوی هر یو کولی شي چې د جګړې په ډګرونو کې د لسګونو نورو کسانو مشري وکړي.‌ اوس په دې شل کلن جنګ کې طالبان بریالي دي. د تېرو شلو کالو په ترڅ کې،‌ افغان امنیتي ځواکونو په جنګ کې د طالبانو په نسبت ډېر تلفات ورکړل. د افغان امنیتي ځواکونو په تمویل، تجهیز او تربیه باندې په میلیاردونو ډالر لګېدلي، خو دغو ځواکونو د دښمن پر ضد څه لاسته راوړنې نه دي لرلي. که څه هم چې طالب ځواکونه هېڅ تنخا نه ترلاسه کوي او نه پیسې ورباندې لګول کیږي،‌ خو دغه ځواکونه ډېر قوي او ډېر تجربه کار دي.‌ ټول هغه کسان چې د طالبانو په لیکو کې جنګ کوي هغوی رضاکاران دي او په جنګ کې خپلې پیسې لګوي، خو د افغان حکومت ډېر ځواکونه داسې دي چې د پیسو لپاره له دغو ځواکونو سره یوځای شوي دي. که یوه ورځ هم دغه تنخاګانې پرې بندې شي، ټول افغان امنیتي ځواکونه به سره تیت شي.‌

ځواب ورکړئ

تر هغه وخته چې اوربند نه وي شوی، ناممکنه ده چې جنګ ته د جنګیالیو د تګ مخه ونیول شي. په کار دی چې امریکا د پاکستان په منافق پوځ او استخباراتو باندې فشار راوړي چې طالبان د اوربند منلو ته چمتو کړي. ټول فساد د پاکستان په کونه کې دی. د نړۍ والو ځواکونو قاتلان د پاکستان پوځیان او استخبارات دي، د افغان ملکیانو قاتلان همدغه خنځیران دي، د افغان عسکرو قاتلان همدغه خنځیران (پاکستانیان) دي. دوی نړۍ والې ټولنې ته فریب ورکړ چې په میلیاردونو ډالر یې ترې وخوړل او په مقابل کې یې بیا همغه پیسې واخیستلې، ترهګر یې پرې تربیه کړل او بیا یې راولېږل چې په افغانستان کې پرې افغانان او نړۍ وال ایتلافي عسکر ووژني. د آی ایس آی مردار شوي رییس حمیدګل ویلي وو چې پاکستان به امریکا ته په امریکا ماتې ورکړي چې هدف یې همدا وو چې په هغو پیسو باندې به بیرته امریکا ته ماتې ورکړي چې له امریکا نه یې ترلاسه کوي. مرګ په ترهګر پاکستان

ځواب ورکړئ