امنیت

د سولې د مذاکراتو د درېدلو په ترڅ کې طالبانو د خپل حیثیت د پیاوړتیا لپاره تبلیغات پیل کړل

ای اېف پي

دا سکرین شاټ عکس د حقاني شبکې د مؤسس جلال الدین حقاني په ژوند د جوړ شوي یوه نوي مستند له ویډیو څخه اخیستل شوی دی. دغه ډله د یو لړ بریدونو له امله چې بې شمېره افغانان په کې ووژل شول د یوه ترهګر سازمان په توګه پیېژندل کیږي. په فلم کې ښودل شوي طالبان هڅه کي چې هغه د یوه 'ستر اصلاح غوښتونکي' په توګه وښیي. [آرشیف]‌

دا سکرین شاټ عکس د حقاني شبکې د مؤسس جلال الدین حقاني په ژوند د جوړ شوي یوه نوي مستند له ویډیو څخه اخیستل شوی دی. دغه ډله د یو لړ بریدونو له امله چې بې شمېره افغانان په کې ووژل شول د یوه ترهګر سازمان په توګه پیېژندل کیږي. په فلم کې ښودل شوي طالبان هڅه کي چې هغه د یوه 'ستر اصلاح غوښتونکي' په توګه وښیي. [آرشیف]‌

کابل -- په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې خبرې پرمخ روانې دي، طالبان هڅه کوي چې خپل ځانون د یوه بریالي منتظر حکومت په توګه وښیي او هغوی د دې کار لپاره د حقاني شبکې په نامه د یوه ډېر تاوتریخجن سازمان د بیارغونې په ګډون د ځان مثبت انځور وړاندې کوي.‌

د افغانستان په ۱۹ کلن جنګ کې د دواړو لوریو مرکچیان د وږي له وروستیو راهیسې په قطر کې سره ګوري او هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې د امریکایي او بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته د هېواد لپاره یوه جامع طرحه جوړه کړي.

په دوحه کې په یوه مجلل هوټل کې د سولې ورو خبرې په افغانستان کې ګډوډي نه شي توجیه کوي.‌

په داسې حال کې چې اورپکي تېره میاشت په هلمند ولایت کې د یوه ستر برید په ګډون، د جنګ په میدان کې د تسلط د پراخولو هڅې کوي، د طالبانو تبلیغاتي څانګه په ټولنیزو رسنیو باندې په پراخه پیمانه داسې تبلیغاتي پیغامونه او ویډیوګانې، او په یوه منظم وېب پاڼه باندې داسې راپورونه خپروي چې ځانونه په کې د ښو حاکمانو په توګه څرګندوي.‌

په عکس کې چې د تلې په ۱۴مه په افغانستان کې په یوه کمپ کې د جنګي روزنې په ترڅ کې خپور شوی دی، د طالبانو د ډلې غړي لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې چې د تلې په ۱۴مه په افغانستان کې په یوه کمپ کې د جنګي روزنې په ترڅ کې خپور شوی دی، د طالبانو د ډلې غړي لیدل کیږي. [آرشیف]

په یوه وروستۍ تبلیغاتي لیکنه کې راغلي، د طالبانو مؤظف ځواکونه په کابل کې توظیف شوي ترڅو خلک د «بې قانونۍ او اداري فساد» پر وړاندې خوندي کړي.

د دغې ډلې له خوا سږ کال په فیسبوک خپرې شوې یوې ویډیو د ډلې غړي افغانستان ته د کروناوایرس له رارسېدلو څخه وروسته په داسې حال کې ښودل چې د جراحۍ ماسکونه یې لګولي وو او د لاسونو د وینځلو مواد یې توزیع کول.

که څه هم چې اورپکي ډېری وختونه د مخابراتي خدمتونو ستنې او حکومتي ودانۍ الوزوي، لاکن دغه ډله د وټس آپ له لارې د سړکونو او د اوبه لګولو د کانالونو په څېر د بېخبنایي پروژو په هکله ادعاوې خپروي.‌

د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند صدیق صدیقي دغه ښکاره تناقض په ګوته کړ.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «یوه لوري ته، هغوی د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ، شفقت، خدمت، تواضع، او یووالي او عاطفې په هکله خبرې کوي،»

«او بل لوري ته، هغوی د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ملکي خلک وژني او ټپي کوي.»

طالبانو په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې د خپلې واکمنۍ پر مهال داسې یو اسلامي نظام چلاوه چې ښځو ته یې له کوره په وتلو سزا ورکوله، تفریحي پروګرامونه یې منع کړې وه او په مکرر او علني ډول یې خلک وهل او اعدامول.

حقاني 'غټ اصلاح غوښتونکی'

د عامه اړیکو تر ټولو ډېره ډراماتیکه برخه د حقاني شبکې په هکله ده. دا د طالبانو داسې یوه متشنجه څانګه ده چې د افغانستان په جنګ کې په یو شمېر ډیرو بدو وحشتونو تورنه ده.

د حقاني شبکې د مؤسس جلال الدین حقاني چې د شبکې نوم د هغه له نامه څخه اخیستل شوی دی د ژوند په هکله یو نوی مستند نوموړی د یوه «ستر اصلاح غوښتونکي» په توګه انځوروي چې لومړی یې د شورویانو او بیا یې د امریکایانو پر ضد جنګ وکړ.

حقاني شبکه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ۱۳۹۱ کې د یوه بهرني ترهګر ګروپ په نامه نومولې ده او د پاکستان امنیتي ادارو سره د اړیکو لرلو شک پرې کېږي، په ۱۳۹۶ کې په کابل کې د جرمني سفارت سره نږدې د یوه لارۍ بمي برید په ګډو چې له ۱۵۰ څخه ډېر کسان په کې ووژل شول، د بهرنیو ځواکونو او افغان ملکیانو پر ضد په یو لړ بریدونو کې لاس لري.

دغه فلم د حقاني، چې په ۱۳۹۷ کې مړ شو، د عکسونو آرشیف ښیي، او ادعا کوي چې نوموړی په خوست ولایت کې چې د هغه پخوانی مرکز وو یو مؤثر مدیر وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د دغه فلم هدف دا وو چې حقاني د یوه «ستر شخصیت» په توګه «معرفي» کړي.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «موږ غوښتل چې خپلو راتلونکیو مشرانو او ځوانو مجاهدینو ته د هغه د ژوند طرز، او د هغه ویناوې ور وښیو.»

طالبان او حقانیان یو شی دي

د بحران ګروپ څېړنیزې ادارې لپاره د افغانستان د چارو شنونکي انډریو واتکینس ای اېف پي ته وویل، په فلم کې هڅه شوې چې وژونکې او یو وخت نیمه خودمختاره حقاني شبکې ته یوه نوې بڼه ورکړل شي او د طالبانو له پراخ حرکت سره متحده وښودل شي.

طالبان «یوه ښکاره اجندا لري» او هغه دا ده چې ملاتړو او بهرنیو څارونکو ته وښیي چې دغه دواړه ګروپونه «یو شی دي».

واتکینس وویل، «ښایي چې پخوا هغوی داسې نه وو، لاکن اوس دي، او دا چې طالبان د حقاني شبکې مؤسس لمانځي دا د هغوی تر منځ د اړیکو د ټینګولو یوه لاره ده.»

د کب په میاشت کې د حقاني یوه زوی سراج الدین حقاني چې اوس د حقاني شبکې مشري پر غاړه لري او د طالبانو د ډلې مرستیال هم دی نیویارک ټایمز ته یوه سرمقاله ولیکله.

سراج الدین ولیکل، طالبان چمتو دي چې په «یوه نوي ټولشموله سیاسي نظام» باندې توافق وکړي.‌

د طالبانو دا هڅه چې ځانونه او حقانیان مؤثر واکمنان په ګوته کړي، د عامه اړیکو له پخوانیو هڅو څخه چې یاغیانو داسې ویډیوګانې خپرولې چې ځانمرګي بمي بریدګر یې ښودل او په غربي سرتېرو باندې بریدونو ته یې د بریا په توګه تبلیغ کاوه، ډېر توپیر لري.

واتکینس وویل، د انځور د اصلاح کولو دغه هڅې نېغ په نېغه د سولې خبرو پورې تړلې دي.

هغه وویل، «هغوی خپله وړتیا زیاته کړې او اوس په حیرانوونکې کچه خپرونې کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چېرې امريکايان له افغانستان ووځي، حالت به ډېر کړکېچن شي

ځواب ورکړئ

ماشاالله دیر شایسته نشرات کوی تاسی الله ج مو بریالی او کامیابه لره او حقانی ته دمړ پر ځاي مردار کاروی نو مو نشرات بیخی سم دی

ځواب ورکړئ