د ښځو حقوق

د افغانستان د پوهنې وزارت په عامو غونډو کې د نجونو په ترانو ویلو لګولی بندیز بېرته واخیست

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغانستان د زهره آرکستر غړې چې ټولې نجونې دي د ۱۳۹۸ د چنګاښ په ۲۲مه د سلواکیا په ترینچین ښار کې د پوهودا فیسټوال په ترڅ‌ کې د اجرأ لپاره ځانونه چمتو کوي. د موزیک د دغه ګروپ ځینې غړې په خپلو کورنیو او په ټول هېواد کې لومړنۍ ښځې دي چې په تېرو ۳۰ کالونو کې یې موزیک لوستلی، او ډېری له ګواښونو سره مخاخ کیږي. [ولادیمیر سیمڅیک/ای اېف پي]

د افغانستان د زهره آرکستر غړې چې ټولې نجونې دي د ۱۳۹۸ د چنګاښ په ۲۲مه د سلواکیا په ترینچین ښار کې د پوهودا فیسټوال په ترڅ‌ کې د اجرأ لپاره ځانونه چمتو کوي. د موزیک د دغه ګروپ ځینې غړې په خپلو کورنیو او په ټول هېواد کې لومړنۍ ښځې دي چې په تېرو ۳۰ کالونو کې یې موزیک لوستلی، او ډېری له ګواښونو سره مخاخ کیږي. [ولادیمیر سیمڅیک/ای اېف پي]

کابل -- په کابل کې په عام محضر کې د نجونو له خوا په ترانو ویلو باندې د پوهنې د چارواکو له خوا لګېدلی بندیز د یکشنبې په ورځ /د کب ۲۴مه/ د خلکو له غوسې څخه وروسته چې په ټولنیزو رسنیو یې یو کمپاین راوپاراوه، بېرته لیرې کړای شو.‌

د دغه بندیز هدف دا وو چې په هغو مراسمو کې چې سړي هم برخه لري، باید د ښوونځیو هغه نجونې چې له ۱۲ کالونو څخه یې عمر لوړ دی، ترانې ونه وایي.

د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دغه بندیز لیرې کړ او ویې ویل، هغه «د وزارت موقفونه یا تګلارې نه ښیي.»

د افغانستان په رسمي پروګرامونو کې معمولا د ښوونځیو د نجونو له خوا ترانې ویل کیږي، او د پوهنې د چارواکو له خوا لګېدلي بندیز له اعلان څخه سملاسي وروسته سخت غبرګون راوپاراوه.

دغه بندیز داسې اندېښنې راپورته کړې چې د پوهنې چارواکي هېواد «طالباني» کوي، او هغه وخت ته د ورستنېدلو خبرداری یې ورکړ چې یاد مستبد ګروپ له کورونو څخه بهر په هر ډول فعالیتونو کې د ښځو په ګډون باندې بندیز لګولی وو.

د خیریه ادارو کارکوونکو د روانې میاشتې په نیمایي کې وویل، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د یادې ډلې له خوا ځپنو افغانانې له مهمو مرستو څخه بې برخې کړې.

طالبانو د داسې پروژو د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه چې له ښځو سره ځانبساینې ته رسیدلو کې مرسته کوي او په ځینو سیمو کې یې تر خپل واک لاندې ځایونو ته د مرستندویو کارونکو د ورننوتلو مخه نیولې وه.

د طالبانو چلند د اندیښنې وړ دی

ډېر خلک وېره لري چې د یادې ډلې مخ په ډیرودونکی نفوذ به ښځې یو ځل بیا زیانمنې کړي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت هڅې کوي چې د ښخو پر ضد د تاوتریخوالي مخه ونیسي او د کاري او نورو فرصتونو په رامنځته کولو سره د هغوی د پرمختګ لپاره لاره هواره کړې ده، د ښځو په هکله د طالبانو ګونګ نظریات د انډیښنې سبب ګرځېدلي.

د ټولنیزو رسنیو د کاروونکیو له خوا د #IAmMySong هشټاګ په کارولو سره له سخت غبرګون څخه وروسته د بندیز د لیرې کولو اعلان وشو.‌

ځینو نجونو د خپلو ځانونو داسې ویډیوګانې پورته کړې چې خپلې په زړه پورې ترانې یې په کې ویلې وې.‌

د ښځو د فوټبال د ملي ټیم پخوانۍ کپتانې شمیلا کوهستاني په ټوېټر ولیکل، «په افغانستان کې نن د پوهنې وزارت د کوچنیو نجونو له خوا په ترانو ویلو باندې د بندیز له لارې د هغوی غږونه چوپ کړل.»

صفا طیب په فیسبوک کې خپله اندېښنه داسې ښودلې ده، «زه داسې احساس کوم چې طالبان په راستنېدلو دي.»

د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په وروستیو میاشتو کې ځنډېدلي دي، په داسې حال کې چې د لوړې کچې افغانو ښځو د وژنې په ګډون د هدفي وژنو کمپاین هېواد لا نور پرېشان کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د وزارت لومړۍ فیصله صحیح وه. په افغانستان غوندې ټولنه کې چې جنسي فقر په کې تر هر څه ډېر دی دې ته څه ضرورت دی چې ځوانې نجونې دې د ترانې ویلو لپاره سټیج ته پورته شي؟ هیڅ. د ښځو او سړیو په ګډو مجلسونو کې کافي ده چې له ۱۲ کلنۍ څخه د کم عمر نجونې ترانه ووایي ځکه معصوم مخلوق دی، هیڅوک ورته په بده سترګه نه ګوري، لاکن داسې غټې نجونې چې غولانځې شړپوي او راځي د سړیو په مخه کې ترانې وایي دا د ښځو توهین دی، دا د ښځه توب د عالي مقام توهین دی. ښځه مور ده، خور ده، مېرمن ده، د هر چا لاس پاک نه دی چې داسې استفاده ترې وشي. زما نظر د طالبانو له چټل فکر نه هم سرچینه نه اخلي چې ښځې یوازې کور پورې محدودوي او له تعلیم نه یې منع کوي، لاکن زمونږ ټولنه خپل ارزښتونه او حدود لري. دا د نړۍ والې ټولنې مسؤلیت دی چې زمونږ ارزښتونو ته درناوی وکړي.

ځواب ورکړئ

آیا همدا خلک چې د پوهنې وزارت د فیصلې پر ضد یې عکس العمل وښود، دې ته چمتو دي چې خپلې ځوانې لوڼې د سړیو مخې ته ودروي او سندرې پرې ووایي؟ ولې تاسو د نورو خلکو د ښځو لپاره ازادي غواړئ خو دې ته تیار نه یئ چې خپلو ښځو ته ازادي ورکړئ؟‌ پخواني ولسمشر حامد کرزي د خلکو د ښځو لپاره ازادي غوښتله، خو هیچا هم ونه لیدل چې د هغه ښځه څه رقم ده.‌ اکثر هغه کسان چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او ازادۍ دفاع کوي، هسې شهوت پرستان دي.‌ د فوټبال کوونکیو نجونو لومړۍ جنسي زورونه د فوټبال فدراسیون رییس وکړه په داسې حال چې هغه به تل د ښځو د ازادۍ په هکله خبرې کولې او نجونې به یې هڅولې چې د فوټبال ټیم سره ملګرې شي، خو خپلې لور ته یې د فوټبال کولو اجازه نه ورکوله، نو د ښځو د ازادۍ دا ټولې دعوې سوچه دروغ دي او هغوی له ښځو څخه د جنسي لوبتکو په توګه کار اخلي.‌

ځواب ورکړئ

د پوهنې وزارت له خپلو بادارانو (انګرېزانو) څخه وډار شو، او په عام محضر کې د ځوانو نجونو په ترانو ویلو باندې د بندیز حکم یې بېرته واخیست، ځکه انګرېزانو هغوی ته وویل چې که تاسو نجونې له ترانو ویلو څخه منع کړئ مونږ به درسره نور مرسته ونه کړو. یو شی چې زه یې باید په څرګنده ووایم دا دی چې ۹۵٪ خلکو د پوهنې وزارت د دې حکم چې ځوانې نجونې یې له ترانو ویلو څخه منع کولې، ملاتړ کاوه، او یوازې له ۵٪ څخه کمو خلکو چې په غرب کې لوی شوي دي د پوهنې وزارت د پرېکړې پر ضد غبرګون وښود. هیله ده چې د اکثریت خلکو غوښتنې په پام کې ونیسئ، هغه څه په پام کې ونیسئ چې اکثریت خلک یې غواړي. هغوی څه ډول نظام غواړي او څه ډول تعلیمي نظام غواړي؟ په دې وطن کې په خلکو باندې غربي قوانین مه تپئ. همدا دلیل دی چې په دې وطن کې امنیت نشته.‌ د دې وطن د مطلق اکثریت خلکو غوښتنه یو اسلامي نظام دی، او هر کله چې په دې هېواد کې داسې یو نظام حاکم شي، بیا به په دې هېواد کې امنیت ټینګ شي.‌ دا حتی متحده ایالاتو منلې ده او هڅه کوي چې هغه حکومت چې هغوی شل کاله مخکې جوړ کړ بدل شي، او پر ځایې یې داسې یو نظام راشي چې ټول ملت یې غواړي.‌

ځواب ورکړئ