امنیت

طالبانو په غور کې غریبو او مستحقو خلکو ته د حکومت د خوراکي مرستو د رسېدلو مخه نیولې ده

د عمر راپور

په غور ولایت کې چارواکي وایي، طالب اورپکي په ځانګړیو ولسوالیو کې د ملي دسترخوان پروګرام د تطبیق مخه نیسي. افغان حکومت د تېر چنګاښ په میاشت کې د کووېډ-۱۹ د مرستو د برخې په توګه د ۲۲.۲ میلیاردو افغانیو (۲۸۸ میلیونو ډالرو) په ارزښت د ملي دسترخوان مرستندوی نوښت پیل کړ. [نجیب الله نظري]

هرات -- ځایي چارواکو وویل، طالبان د غور ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ۲۲.۲ میلیاردو افغانیو (۲۸۸ میلیونو ډالرو) په ارزښت د ملي دسترخوان د مرستندوی نوښت د پلي کېدلو مخه نیسي.

له دغه نوښت څخه چې افغان حکومت د تېر چنګاښ په میاشت کې د نوي کروناوایرس (کووېډ-۱۹) د مرستندویو هڅو د برخې په توګه پیل کړ، په ۳۴ ولایتونو کې له څلورو ملیونو څخه ډېرې کورنۍ استفاده کوي.‌

د ملي دسترخوان له خوا په وېشل شویو کڅوړو کې چې هره یوه ۴۰۰۰ افغانۍ (۵۲ ډالر) ارزښت لري، کورنیو ته اوړه، وریژې، لوبیا، غوړي او صابون ورکول کیږي.‌

خو په غور کې د پروګرام مسؤل حمیدالله عظیمي وویل چې په تولک او شهرک کې دغه مرسته یواځې د ولسوالیو په مرکزونو کې وېشل شوې ده ځکه چې طالبانو یې په کلیو کې توزیع بنده کړې ده.‌

د ملي دسترخوان د پروګرام په لړ کې، کارګران د سلواغې په ۱۶مه د غور ولایت په لال او سرجنګل ولسوالۍ کې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ور وېشي. [نجیب الله نظري]

د ملي دسترخوان د پروګرام په لړ کې، کارګران د سلواغې په ۱۶مه د غور ولایت په لال او سرجنګل ولسوالۍ کې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ور وېشي. [نجیب الله نظري]

د غور د ولایتي شورا غړي محمد مهدوي وویل، «په دې شرایطو کې د ملي دسترخوان پروګرام له خوا مرسته ډېره ګټوره ده ځکه چې ملکي خلک له ډېر سخت فقر او لوږې سره مخامخ دي.»

هغه وویل، خو «خلک د طالبانو د تګلارې له امله کړېږي»، او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د بشري مرستو د وېش مخه ونه نیسي.

مهدوي وویل، «د خوراکي توکو دا مرسته کولی شي چې د ډېرو خلکو ژوند وژغوري. طالبان باید داسې مرسته سیاسي او نظامي نه کړي او غریبو او اړو خلکو ته یې د رسېدلو مخه ونه نیسي.»

هغه زیاته کړه، که طالبان د مرستو د وېش مخنیوي ته دوام ورکړي، ملکي خلک به له سختې لوږې سره مخامخ شي.‌

د مرستو مخنیوی د منلو نه دی

د غور ولایت اوسېدونکي سلطان محمد علي زاده وویل، د طالبانو له خوا د ملي دسترخوان نوښت لاندې مرستو ته د اجازې نه ورکول د افغانانو پر وړاندې د دغې ډلې دښمني په ګوته کوي‌.‌

هغه یادونه وکړه چې د هېواد ۷۰٪ وګړي په فقر کې ژوند تېروي.‌

هغه وویل، «طالبان باید دغو خلکو ته د مرستو د وېش مخه ونه نیسي،» او په یاده ډله باندې یې غږ وکړ چې هغه په زرګونو غریب او اړمن خلک په پام کې ونیسي چې مرستو ته سخته اړتیا لري.‌

د غور یوه اوسېدونکي محمد ګل پویا وویل، د طالبانو له خوا د ملي دسترخوان د مرستو مخنیوی د منلو وړ نه دی.

هغه وویل، «زموږ خلک غریب او بې وزله دي چې په فقر کې ژوند کوي او کارونه نه لري. طالبان باید په خلکو باندې نور فشار وانه چوي.‌ طالبان حق نه لري چې د داسې عامه پروژو مخه ونیسي چې هغه عامو خلکو ته ګټه رسوي.»

هغه وویل، حکومتي مرسته او د پرمختیایي پروژو تطبیق د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د فقر په کمولو کې ډېر مؤثر دي او کولی شي چې د غریبو خلکو ژوند بدل کړي.

د غور د ولایتي شورا غړي حمیدالله متحد وویل، د حکومتي مرستې په مخنیوي سربېره، طالبان د عشر او زکات ټولولو په نوم له ملکي خلکو نه پیسې اخلي.‌

هغه وویل، «د طالبانو تر واک لاندې سیمو اوسېدونکي په تاوتریخوالي او شکنجه کې ژوند تېروي. طالبان هغوی مجبوروي چې په بېلابېلو نومونو هغوی ته پیسې ورکړي. هغه کسان چې نشي کولی طالبانو ته پیسې ورکړي هغوی سخت شکنجه کیږي.»

د عامه پیسو په زور اخیستل

په غور کې ځایي چارواکي وایي، طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د پرمختیایي پروژو لپاره ځانګړې شوې بودجې څخه ۳۰٪ اخلي.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي وویل، هغوی د دغو پیسو یوه برخه په زور اخلي او که هغوی خپله برخه ترلاسه نه کړي بیا د پروژو د پلیتابه مخه نیسي.

هغه وویل، «په هغو پروژو کې چې حکومت یې په کلیو کې تطبیقوي د ښوونځیو،‌ روغتونونو، سړکونو او پلونو رغول شامل دي، خو طالبان له دغو ټولو پروژو څخه پیسې په زور اخلي او که هغوی ته پیسې ورنه کړل شي بیا رغوونکیو شرکتونو ته د کار د پيلولو اجازه نه ورکوي.»

کریمي وویل، د تېر کال په اوږدو کې طالبانو د غور ولایت په بېلابېلو برخو کې یو شمېر سړکونه او پلونه والوزول ځکه چې هغوی هغه پیسې چې غوښتنه یې کوله نه وې ترلاسه کړې.

دغه راز، هغوی د غور - هرات د لویې لارې څه برخې، په کمنج سیمه کې یو لوی پول او په فیروزکوه کې ۱۰ کیلومتره اوږد سړک ویجاړ کړل.

په غور ولایت کې یوه فعال حسن حکیمي وویل، د طالبانو د ګواښونو یوه مستقیمه نتیجه دا شوه چې یو شمېر پرمختیایي او بېخبنایي پروژې چې کېدی شي کاري فرصتونه یې رامنځته کړي او ژوند ته یې وده ورکړې وای، پلي نشي.

هغه وویل، طالبان په کلیو کې د پرمختیایي پروژو ترسره کېدلو ته یواځې په دې شرط اجازه ورکوي چې د پروژې د بودجې یوه غټه برخه هغوی ته ورکړل شي.

حکیمي وویل، «په کلیو کې د طالبانو له خوا په پرمختیایي پروژو کې د پيسو خوړلو له امله، لږ رغوونکي شرکتونه دې ته زړه ښه کوي چې دغه پروژې پلې کړي. د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستنې له امله د دغو پروژو کیفیت ډېر ټیټ دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان باید د هغو خوراکي توکو مخه ونه نیسي چې حکومت غواړي غریبو کورنیو ته یې ور ووېشي، ځکه چې د غور خلک په وروستیو کلونو کې له وچکالۍ او نورو ستونزو سره مخامخ شوي دي، او دا خوراکي توکي د غریبو خلکو لپاره ډېر حیاتي دي. دا توکي کولی شي چې هغوی ته لږ تر لږه د یوې یا دوو میاشتو په مخه خواړه برابر کړي.

ځواب ورکړئ

زمونږ د خلکو په حال دې خدای ورحمیږي. نړۍ والې ادارې له بهرنیو هیوادونو نه خیراتي پیسې راټولې کړي افغانستان ته یې راوړي هغه نیمې په افغانستان کې د مجاهدینو په نوم د پخوانۍ شمال ټلوالې غله او داړه ماران ولوټي چې ښه مثال یې د احمدضیا مسعود په لاس د تښتول کېدونکیو ۵۲ میلیونو ډالرو دی چې د دوبۍ په میدان کې ونیول شول، د عطامحمد نور، ظاهر قدیر، ګل اغا شیرزي، جنرال بسم الله خان پشقل فروش، بې سواد مارشال فهیم، ... په څېر غله او داړه ماران دي چې نیم وطن یې چور کړ. بیا چې څه پاتې شي هغه د حکومت دننه د فاسدانو حلقې سمې نیمې کړي. د هغو نیمې په داخل کې د خارجي او داخلي موسسو په نامه غله او داړه ماران وخوري چې وایي پروژې تطبیقوي. د هغو نیمایي چې څو ولسی خلکو ته رسیږي نیمې ترې طالبان وخوری بیا نو تقریبا ۱۶مه برخه ایله خلکو ته ورسیږي. د حل یوه غټه لاره دا ده چې نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې د کونړ، کابل، لغمان، هلمند، هریرود... په سیندونو باندې د کمال خان بند په څېر د اوبه خور او برق د بندونو جوړول تمویل کړي او داسې چټک کارونه پرې وکړي چې په ۵ کالونو کې دننه دننه یې تکمیل کړي. زمونږ خلک د زراعت مینه وال دي، د زراعتي ځمکو کرونکي به د زراعت له لارې خپلو اولادونو ته پیسې ګټي او د فابریکو مینه وال به د برق د رامنځته کېدلو په صورت کې له برق څخه استفاده کوي او تولیدات به کوي.

ځواب ورکړئ