دین

افغانانو د حکومت له خوا د نویو جوماتونو جوړولو د کمپاین هرکلی وکړ

د عمر راپور

افغانانو د حکومت له خوا د نویو جوماتونو جوړولو د کمپاین هرکلی وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې ویجاړول یې ودروي. د جومات اونۍ په پیل کې، ولسمشر اشرف غني د غوایي په ۲۱مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د حکومت په مالي مرسته د جوړو شویو ۳۶ جوماتونو پرانسته وکړه. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- دیني عالمان وایي، د افغانستان له خوا د نویو جوماتونو د جوړولو هڅې او د هغو د ملاتړ لپاره «د جومات اونۍ» ټاکل هغو اسلامي ارزښتونو ته چې دا هېواد پرې جوړ شوی دی، د هغه ژمنتیا په ګوته کوی.

هغوی وویل، د حکومت له خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جوماتونو ملاتړ د طالبانو له عملونو سره څرګند توپیر لري، او یادونه یې وکړه چې دغه یاغي ګروپ په جوماتونو او مسلمانانو باندې حتی په روژه کې هم بریدونه کړي دي.

د جومات اونۍ په پیل کې، ولسمشر اشرف غني په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د غوایي د ۲۱مې د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د حکومت په مالي ملاتړ د ۳۶ جوړو شویو جوماتونو پرانسته وکړه.

غني وویل، کارکوونکیو دغه جوماتونه -- چې د جمهوري ریاست د عملیاتو د ډیپارټمنټ یوه پروژه ده -- د خلکو په غوښتنه او د ۳.۱۱۸ میلیاردو افغانیو (۳۹.۸ میلیونو ډالرو) په لګښت جوړ کړل.

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۱مه اخیستل شوی، د نو اباد جامع جومات په نامه یو نوی جوړ شوی جومات لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۱مه اخیستل شوی، د نو اباد جامع جومات په نامه یو نوی جوړ شوی جومات لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ټولو ښارونو او ولسوالیو کې به ډېر نور جامع جوماتونه هم جوړ شي،» او زیاته یې کړه چې د نویو جوماتونو جوړول د افغانستان دښمنانو ته یو ښکاره پیغام ورکوي چې هغه به هېڅکله هم تهدید ته تسلیم نشي.

غني وویل، حکومت ژمن دی چې جوماتونه جوړ او ترمیم کړي، او زیاته یې کړه چې هیڅوک هم نشي کولی چې حکومت د هېواد له پرمختګ څخه منحرف کړي.‌

د جمهوري ریاست د عملیاتو د څانګې مرستیال صداقت الله صادق د پرانستې په مراسمو کې وویل، هر نوی جومات په دوه منزلونو کې جوړ شوی او کولی شي چې ۲۰۰۰ عبادت کوونکی ځای کړي.‌

په هر یوه جومات کې روانې اوبه، چمن او د فاتحو یو سالون موجود دی چې په اعظمي توګه ۱۰۰۰ کسان په کې ځایېږي.

صادق وویل، حکومت ۵.۵ میلیارده افغانۍ (۷۰.۲ میلیونه ډالر) تخصیص کړي چې په هېواد کې ۳۷۷ نور معیاري او جامع جوماتونه هم جوړ کړي، چې له دې جملې څخه په ۲۶۶ وار له مخه د رغونې کار پیل شوی دی.

طالبان جوماتونه په نښه کوي

افغان چارواکي وایي، په ورته وخت کې، طالبانو په مکرر ډول په جوماتونو باندې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کړي دي، چې ملکي خلکو ته یې تلفات ور اړولي او جوماتونه یې ویجاړ کړي دي.

د هرات اوسېدونکي محمد آصف محمدي وویل، په جنګونو کې جوماتونه ویجاړېږي، خو حکومت هڅه کوي چې د نویو جوماتونو په جوړولو سره نړۍ ته د افغانستان یو نوی مخ ور وښيي.‌

محمدي وویل، «زه ډېر خوښ یم چې ګورم چې حکومت زموږ په سیمه کې داسې یو ښکلی جومات جوړ کړی دی،» او زیاته یې کړه چې افغانان د جوماتونو د رغولو له امله په خپل حکومت باندې ویاړي او د طالبانو کارونه غندي.

په هرات کې ځایي چارواکو وویل، د غوایي په ۵مه په پشتون زرغون ولسوالۍ کې په یوه جومات کې د طالبانو له خوا د ځانمرګو د واسکټونو او ماینونو په راټولولو سره یوه چاودنه وشوه چې د جومات وداني په کې ویجاړه شوه.

د هرات ښار دیني عالم مولو ي شیخ احمد مولوي زاده د هغو خلکو کارونه وغندل چې جوماتونه ویجاړوي یا ترې د داسې هدفونو لپاره کار اخلي چې هغه له اسلامي اصولو سره ټکر کې دي.

د نیمروز د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي یاسین عمران وویل، طالبان جوماتونه او نور مذهبي ځایونه ویجاړوي او بیا دا ادعا هم کوي چې مسلمانان دي.

هغه وویل، دا ثابتوي چې هغوی صحیح مسلمانان نه دي.

د حکومت د هڅو ملاتړ

افغان دیني عالمان وایي، د جوماتونو د رغونې لپاره د سترې بودجې تخصیص ثابتوي چې حکومت د اسلامي ارزښتونو ساتنې ته ژمن دی.

په زرنج کې یوه دیني عالم مولوي محمد رحمتي وویل، «ټول دیني عالمان د حکومت د پرېکړې هرکلی کوي،» او زیاته یې کړه چې د سلګونو نویو جوماتونو رغونه به خلک او حکومت سره نږدې کړي.

رحمتي وویل، طالبان باید له حکومت څخه، چې اسلامي اساساتو ته ژمنتیا یې عملي کړې ده، زده کړه وکړي، او د جوماتونو د ویجاړولو پرځای، په کار دی چې هغوی د نورو جوماتونو د جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړي او هېواد ښېرازه کړي.

د هرات د حج او اوقافو ریاست رییس عبدالخالق حقاني وویل، د عصري جوماتونو جوړېدلو افغانستان د هغه له ګاونډیانو سره سیال کړی دی.

هغه وویل، «زما هغه ورځې یادېږي چې نورو هېوادونو ته لاړم، او هلته هغوی عصري جوماتونه جوړ کړي وو، او زه ډېر زیات خفه شوم ځکه چې موږ دغه ډول اسانتیاوې نه لرلې.»

حقاني وویل، د دیني عالمانو په استازیتوب هغه د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د جوماتونو لپاره د مناسبو ودانیو د جوړونې په برخه کې د حکومت هڅې ستایي.

د زرنج اوسېدونکي عبدالکریم وفا وویل، که طالبانو د اسلامي ارزښتونو د ترویج په برخه کې د هغه څه چې حکومت کړي دي ۱٪ هم کړي وای، په افغانستان کې به ورانی او جنګ نه وای.‌

هغه زیاته کړه، «زموږ حکومتي نظام په اسلامي اساساتو باندې ولاړ دی، او د حکومت مشرتابه او کارمندان ټول مسلمانان دي. هیڅوک هم په دې هکله پوښتنه یا ترې انکار نشي کولی.»

وفا په طالبانو باندې غږ وکړ چې هغوی د خپل تش په نامه جهاد په بهانه د هېواد د بېخبناوو ویجاړول ودروي، او زیاته یې کړه چې هغوی «باید په دې پوه شي چې هغوی د خپلو مسلمانو ورونو پر ضد جنګ کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان ولسمشر عالیقدر ډاکتر اشرف غني نه مننه.

ځواب ورکړئ

ماشاءالله، څومره ښکلی جومات دی. دغه ډول جوماتونه خلک تشویقوي چې لمونځ په کې وکړي. کله چې خلک د لمانځه کولو ته تشویق شي او خپل پنځه وختونه لمونځونه په جماعت سره ادا کړي، هغوی به نور غلط کارونه ونه کړي، ځکه چې لمونځ کول خلک د غلطو کارونو له کولو څخه منع کوي.

ځواب ورکړئ

جوماتونه جوړول ښه کار دی، خو حکومت باید هڅه وکړي چې د جوماتونو جوړولو تر څنګ په ټولو ولایتونو کې تولیدي فابریکې جوړې کړي.‌ خلک د جوماتونو په نسبت تولیدي فابریکو ته ډېره اړتیا لري، ځکه چې د هرې سیمې خلک هم کولی شي چې خپلو ځانونو ته جوماتونه جوړ کړي.‌ که خلک نشي کولی چې هغسې ښکلي جوماتونه چې حکومت جوړ کړي دي، جوړ کړي، هغوی کولی شي چې د ځانونو لپاره لږ تر لږه ساده جوماتونه جوړ کړي.‌ په هېواد کې د ښکلیو او قېمتي جوماتونو د جوړولو په نسبت د فابریکو جوړول ډېر مهم دي، ځکه چې د فابریکو په جوړولو سره به خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي او لوږه او فقر به له منځه لاړ شي. په هېواد کې یو شمېر ستونزې او ناامني د خلکو بې کارۍ او فقر پورې تړاو لري. که د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر شي او د کورنیو اقتصاد بهتر شي،‌ ځوانان به مجبور نه وي چې د کار لپاره ایران ته لاړ شي او په ایران کې د ظالم رژیم له خوا شکنجه او ووژل شي. کله چې ځوانان په کار ګومارل شوي وي، هغوی به نور وسلې وانه خلي او خپل خلک به ونه وژني. تاسو پوهېږئ چې یو زیات شمېر ځوانان د بې کارۍ له امله د حکومت د مخالفینو له لیکو سره یوځای شول او د حکومت پر ضد جنګ کوي، او یو شمېر نور اربکیان شول او جنګسالارانو پسې روان دي. په داسې حالت کې چې ځوانان بې کاره وي، هر څوک به له هغوی څخه ناوړه استفاده کوي او هغوی به د خپلو شخصي هدفونو لپاره استعمالوي. زه یو ځل بیا ټینګار کوم چې زه د ښکلیو او ښایسته جوماتونو د جوړولو مخالف نه یم، بلکې زما خوښيږي چې زمونږ خلک په ښایسته جوماتونو کې عبادت وکړي او زمونږ خلک د نورو هېوادونو د خلکو په څېر پاک او عصري جوماتونه ولري، خو حکومت باید د فابریکو جوړول هېر نه کړي، ځکه چې فابریکې د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي ارز

ځواب ورکړئ

ډیره مننه چې په داسې ښه موضوع باندې مو داسې ښکلی راپور لیکلی دی. حکومت او د حکومت نړۍ والو متحدینو باید دا کار کالونه مخکې کړی وای او چې اوس یې هم وکړ هم ښه یې وکړل. جوماتونه واقعا ډېر ضروري دي. د خواوشا درې سوه جوماتونو د جوړولو دا لړۍ باید همداسې پسې وغزیږي اود دوی له بشپړیدلو څخه وروسته باید په هر ولایت او ولسوالۍ کې باید داسې مدرسې جوړې شي چې نصاب یې نه یوازې دیني وي بلکې عصري مضامین هم په کې تدریس شي چې زمونږ خلک د پاکستان او ایران له مدرسو نه چې تر ډېره په کې د هغو هیوادونو د استخباراتي ادارو په لمسه ترورستي تربیه ورکول کیږي، را وګرځي او په خپل وطن کې دیني زده کړې وکړي. بله خبره دا ده چې دا جوماتونه باید یوه مدیریت کوونکې اداره ولري او د هر جومات تر څنګ باید لږ تر لږه لس دوکانونه جوړ شي، دا چې هر جومات او به مجموع کې هره وداني حفظ او مراقبت ته اړتیا لري، جوماتونه باید د دغو دوکانونو د کرایې له لارې ترمیم او وساتل شي. داسې چې د هر دوکان کرایه میاشت په میاشت په هیواد کې یوه ځانګړي بانکي حساب ته ټولیږي او بیا چې کله هر جومات ترمیم ته ضرورت لري له هماغې بودجې نه بېرته پرې ولګول شي. د جوماتونو او مدرسو د لړۍ له بشپړیدلو څخه وروسته باید د مکتبونو د جوړولو لړۍ هم پر مخ لاړه شي او په هر کلي کې مکتب جوړ شي.

ځواب ورکړئ