کډوالان

را اېستل شوي افغانان وایي، د ایران رژیم د بشریت پر ضد جنایتونه ترسره کوي

د عمران راپور

له ایران څخه را اېستل شوي افغانان وایي چې د ایران خلکو او رژیم د هغوی پر وړاندې غیرعادلانه چلند کړی او د بشریت پر ضد جنایتونه ترسره کوي. هغوی د ایران د جنایتکارانه عملونو د څېړنې غوښتنه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات – ذبیح الله شفاهي له خپلې کورنۍ سره یوځای په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی، او د ایراني ځواکونو په لاس د لیدلې شکنجې او شوي ناوړه چلند ترخې کیسې یادوي.

شفاهي چې په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وویل چې ایراني پولیسو په زرګونو افغان کډوال د اوږدو مودو په مخه په هنګرونو (ګودامونو) کې ساتل، او خواړه او اوبه یې نه ورکول.

د وري په ۲۱مه د خبرو کولو پر وخت، دغه د څلورو ماشومانو پلار چې ۴۵ کاله عمر لري او د پنجشېر اوسېدونکی دی، وویل چې ایراني مقاماتو کډوالو ته حتی دومره اجازه نه ورکوله چې له تشناب څخه استفاده وکړي.

هغه وویل، «لس تنو کډوالو په هنګرونو کې د اکسېجن د نشتوالي له امله ضعف وکړ. ایراني پولیسو موږ ته اجازه را نه کړه چې هغوی له هنګر څخه وباسو او ویې ویل، 'پرېږدئ چې مړه شي. ' سربېره پر دې، ایراني پولیسو بې هوشه شوي کسان د برقي ډندې په وسیله وهل.»

ذبیح الله شفاهي چې ۴۵ کاله عمر لري (له چپ لوري ۱)، د وري په ۲۱مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې له خپلې مېرمنې، څلورو ماشومانو او د کورنۍ له یوه بل غړي سره لیدل کیږي.

ذبیح الله شفاهي چې ۴۵ کاله عمر لري (له چپ لوري ۱)، د وري په ۲۱مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې له خپلې مېرمنې، څلورو ماشومانو او د کورنۍ له یوه بل غړي سره لیدل کیږي.

ذبیح الله زیاته کړه، دوه تنه کډوال په هنګر کې د تندې او د اوکسېجن د کموالي له امله مړه شول.

هغه وویل، «ایراني پولیس له کډوالو سره د حیواناتو په څېر چلند کوي، او د سلګونو خلکو په مخکې یې سخت وهي.»

هغه زیاته کړه، «زه منم چې کډوال په توقیف کې دي، لاکن توقیف شوي کسان د خوراک، څښاک او تشناب ته د تګ حق لري، خو په ایران کې توقیف شوي کډوال حتی له اساسي حقونو څخه هم محروم دي.»"

شفاهي وویل، تر دې چې ايراني پولیسو تر۲۴ ساعتونو پورې چې هغوی په لاره وو هغه ته اجازه نه ورکوله چې د خپل تي خور ماشوم لپاره اوبه او شیدې واخلي، او هغه یې له سختې لوږې سره مخامخ کړی وو.

هغه زیاته کړه، «د ایران اسلامي جمهوریت اسلامي نه دی. یواځې نوم یې اسلامي جمهوریت دی، عمل یې نه. اسلامي جمهوریت؟ ایران متحدو ایالاتو او اسراییلو ته خونخوار وایي، لاکن اصلا پخپله ایران خونخوار دی.»

هغه وویل، «متحده ایالات افغانان د هوا له لارې له دې ځای څخه ۱۸ ساعته لیرې بیایي، اوبه او خواړه ورکوي او د هغوی ماشومان په متحدو ایالاتو کې په ښوونځیو کې شاملوي، په داسې حال کې چې په ایران کې افغان ماشومان نشي کولی چې ښوونځیو ته لاړ شي او د هغوی میندې او پلرونه کار ته له تګ څخه وېرېږي.»

د بشریت پر ضد جنایتونه

په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د زیاتېدونکي ناوړه چلند او شکنجو په غبرګون کې، د بشري حقونو ځینې فعالان ,د افغانانو پر ضد د ایراني عسکرو چلند له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي.

په وروستیو کې، په ټولنیزو رسنیو په ایران کې د افغان کډوالو وحشتناک انځورونه خپرېږي. انځورونه په وینو لړلي ځوان افغانان چې د چاقوګانو او نورو مرګونو وسیلو ګوزارونه پرې شوي دي، ښیي.

په هرات ښار کې د بشري حقونو یوه فعال صادق مصدق وویل, په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد روان ناوړه چلند ساری نه لري او په زیاتېدونکي ډول په فاجعه باندې اوړي.

هغه زیاته کړه، «له کډوالو سره د نړۍ په هېڅ برخه کې هم هغسې چلند نه کیږي لکه په ایران کې چې کیږي. , په ایران کې د کډوالو پر ضد چلند چې یواځینی هدف یې د کار او نفقې پیدا کول دي، د بشريت پر ضد یو جنایت دی.»

هغه وویل، «په ایران کې د افغانانو له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونې باید سمدلاسه ودرول شي. که څه هم چې افغانان تل په ایران کې له خپلو بشري حقونو څخه محروم شوي، په وروستیو کې د افغانانو پر ضد د بشریت ضد جنایتونه ترسره کیږي.»

مصدق خبرداری ورکړ چې، که په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد سرغړونې سمدلاسه ونه درول شي، دا حتمي ده چې ژر به یو بشري ناورین رامنځته شي.

د کاپیسا ولایت یوه اوسېدونکي موسی ساپي چې ۲۲ کاله عمر لري او په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی دی، وویل، ځینې ایرانیان او د هغوی عسکر افغان کډوالو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري.

هغه د وري په ۲۱مه په هرات کې د ملګرو ملتونو په یوه کمپ کې د استوګنې پر وخت وویل، «پولیسو زه په تهران کې زما له اطاق څخه پورته کړم.»

هغه وویل، «هغوی ماته دومره اجازه هم را نه کړه چې خپل موبایل فون او جامې له ځان سره راواخلم. زما لاسونه له دې امله چې هغوی ډېر کلک تړلي وو بې حسه شوي ول.‌ هغوی له ۱۰۰ څخه ډېر خلک په یوه موټر کې چې د ۳۰ کسانو لپاره وو، واچول.»

هغه زیاته کړه، «پولیسو د کډوالو د توقیف په کمپ کې ټول کسان ووهل. هغوی ډېر ظالمان دي.»

د پلټنې غوښتنې

د بشري حقونو ځینې فعالان او افغان وګړي د بشري حقونو په موسساتو باندې غږ کوي چې د بشریت پر ضد د شويو هغو جنایتونو چې په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد ترسره کیږي، پلټنه وکړي.

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د بشري حقونو یوه فعال محمد جاوېد سېلاب وویل، کډوال ځانګړي نړۍ وال حقونه لري چې کوربه هېوادونه یې باید درناوی وکړي.

هغه وویل، په ایران کې د افغان کډوالو له حقونو څخه سرغړونې مستندې شوي او زیاته یې کړه چې نړۍ وال بشري سازمانونه باید دغه ستونزې حل کړي.

هغه وویل، «کالونه کیږي چې په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد په پټه وحشیانه جنایتونه ترسره کیږي، خو ځینې هغه ناوړه چلندونه او ظلم چې ایرانیان یې ترسره کوي او په وروستیو کې رسنیو ته راوتلي دي د پلټنې فرصت برابروي.»

هغه زیاته کړه، «په ایران کې په وروستیو کې ډېر افغان کډوال وژل شوي، خو له بده مرغه چې هېڅ سازمان هم تر اوسه پورې هغه قضیې نه دي پلټلي. دا جنایتونه دوام نشي کولی.»

سېلاب وویل، دا د بشري حقونو او د کډوالو د مصؤنیت د سازمانونو وظیفه ده چې په ایران کې د افغان کډوالو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونیسي.

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، په ایران کې افغانانو ته پرته له دې چې کوم جرم یې کړی وي سزا ورکول کیږي.

هغه وویل، «موږ په ډېرو مواردو کې لیدلي چې بې ګناه کډوال له کالونو راهیسې بندیان یا حتی په مرګ محکوم شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «افغان کډوال په ایران کې عدالت ته لاسرسی نه لري، او د ایران حکومت د هغوی په هکله په خپله خوښه فیصلې کوي.»

سادات غوښتنه وکړه چې، د دې جرمونو باید پلټنه وشي او په کې ککړ کسان باید عدالت ته راکش کړای شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران خارجه وزیر: (ترکیه غواړي موږ سره په پوله اوبو ته بندونه واچوي. وایي، په صراحت ورته اعلان کوم چې د اوبو مخه مه رانه اړوئ، موږ مو د دې اقدام مخالف یوو.) که امریکا یا بل یا بل هیواد غواړي چې ایران په تنګ کړي، ضروري نه ده چې د افغانانو او ایرانیانو تر منځ دښمني رامنځته کړي، په دې ۲۱مه پېړۍ کې باید انسان له خپل مغز او اقتصاد نه کار واخلي. نو امریکا کولی شي چې په افغانستان کې یو ۵ زره میلیونه ډالر ولګوي چې د ترهګرۍ په دواړو ملاتړو هیوادونو پاکستان او ایران دواړو باندې د افغانستان اوبه بنندې شي.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې ایران له افغانانو سره ظلم کړی او اوس یې هم کوي لاکن د حیرانتیا خبره دا ده چې تاسو ولې د پاکستان په هکله څه نه لیکئ؟ پاکستان خو له ۱۹۷۴ کال راهیسې یاغیان تربیه کوي، وسلې او پیسې ورکوي او د افغانستان د مرکزي حکومت پر ضد یې جنګوي. زمونږ په وطن کې څو حکومتونه د پاکستان له خوا تربیه شویو یاغیانو چپه کړل، اردو مو ړنګه شوله، پولیس مو ویجاړ شول، په لسګونو زره خلک مو ووژل شول، آیا تاسو ړانده یئ چې نه یې وینئ؟ که کاڼه یئ چې نه یې اورئ؟ څومره ضرر چې افغانانو او افغانستان ته پاکستان رسولی دی، د هغه لسمه برخه هم ایران نه دی ور رسولی. پاکستان زمونږ څو نسلونه هلاک کړل. که تاسو په ریښتیا د افغانستان او افغانانو په حال خفه یئ، لطفا له افغانستان سره د پاکستان د ظلمونو په هکله لیکل وکړئ.

ځواب ورکړئ

کیدی شي چې دا د پاکستان د پوځ ویب سایټ وي. دوی هیڅکله هم په افغانستان کې د پاکستان د ترهګریزو پالیسیو او د ترهګرو د ملاتړ په هکله څه نه لیکي. همدا دوه اونۍ مخکې د پاکستان ترهګر پوځ په خوست کې تر پنځوسو پورې بې ګناه خلک چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو ووژل خو دې ویب سایټ پرې درې کلیمې راپور هم خپور نه کړ. د یونیسف په وینا، د خوست په وژل شویو کسانو کې شل تنه یوازې ماشومان وو. ایا دا ویب سایټ والا ړانده دي چې ویې ویني؟ په هماغې شپه د پاکستان حرامي او مرتد پوځ په کونړ باندې هم بمبار وکړ لاکن دوی پرې هیڅ ونه لیکل.

ځواب ورکړئ