اقتصاد

حرفوي روزنې د کندوز ښځو ته د اقتصادي خپلواکۍ فرصت برابر کړی دی

د محمد قاسم راپور

ښځې د غوایي په ۱۵مه د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېتې (اېس سي ای) په مرسته جوړ شوي د خیاطۍ کورس کې برخه اخلي. [د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه]

ښځې د غوایي په ۱۵مه د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېتې (اېس سي ای) په مرسته جوړ شوي د خیاطۍ کورس کې برخه اخلي. [د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه]

کندوز -- په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو له محدودیتونو سره سره، د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټې (اېس سي ای) په کندوز ولایت کې د یو شمېر بې وزلو او کونډو ښځو د پیاوړتیا او اقتصادي ملاتړ لپاره د حرفوي روزنې پروګرامونه پیل کړي دي.

دا پروګرامونه د ابادۍ، چې د سوېډن کمېټې او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) ګډه پروژه ده، یوه برخه ده.

په کندوز کې د ابادي ویاند جان محمد نبي زاده وویل، په کندوز ولایت کې ګڼ شمېر کونډې او اړمنې ښځې د سوېډن کمیټې د حرفوي روزنې پروګرامونو کې د ګډون له لارې پر ځانونو بسیا شوي دي.

نبي زاده د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۱۶مه/ وويل، سوېډن کمېټې د خان اباد، امام صاحب او علي اباد ولسواليو په لسګونو نورې ښځې د لاسي صنايعو په بېلابېلو مسلکونو کې روزلې دي.

هغه زیاته کړه، هغوی پانګونې کړي دي او د لاسي صنایعو په برخه کې نورې ښځې پیاوړې کوي.

هغه وویل، «له نېکه مرغه، له ۲۰۴۱ څخه ډېرو ښځو له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د مسلکونو لکه مالدارۍ، زراعت، خیاطۍ، ګلدوزۍ، د مریو کار، لاسي صنایعو، د کوچنیو تجارتونو د مدیریت او نورو په برخه کې لنډمهاله روزنه ترلاسه کړې ده.»

نبي زاده زياته کړه، «دغه راز، د سويډن کمېټې له ٢٠ ښځو سره د ٤٤٠٠٠ افغانيو [٥١٠ ډالرو] نغدي مرسته هم کړې چې وسایل لکه د خیاطۍ ماشينونه، اوتوګان، مېزونه، د خياطۍ سامانونه، د پخلي وسايل او د کرنې وسايل واخلي.»

هغه وويل، «دا ښځې اوس د خپلو مسلکونو له لارې هره ورځ له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانيو [۵.۸۰ څخه تر ۱۱.۶۰ ډالر] پورې عواید لري او دا وړتيا لري چې د خپلو کورنيو مالي ملاتړ وکړي.»

د ابادي لومړی پړاو د ۱۴۰۱ کال له چنګاښ څخه د ۱۴۰۱ تر غبرګولي پورې په ټول هېواد کې ترسره شو.

نبي زاده وويل، په دويم پړاو کې، چې دوه مياشتې وړاندې پيل شوى، پروګرام به د کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولايتونو درې يا څلور ولسوالۍ هم تر پوښښ لاندې راولي، چې له بې وزلو ښځو سره به مرسته وکړي.

د ژوند کیفیت ښه کول

د علي اباد ولسوالۍ اوسېدونکې حمیده چې ۴۷ کاله عمر لري، د پنځو لوڼو او څلورو زامنو مور ده.

هغې وویل، «د سوېډن کمیټې د روزونکو له لارې د خیاطۍ له زده کړې وروسته، زه توانیدلې یم چې په خپل کور کې د ګنډلو یو مرکز جوړ کړم او په لسګونو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړم.»

هغې زیاته کړه، «د اړمنو ښځو د موندلو د یوې سروې په لړ کې، له نېکه مرغه زه انتخاب شوم. ما روزنه ترلاسه کړه او په نتیجه کې مې د خپل کاروبار د پیلولو لپاره له ابادۍ پروژې څخه ۴۴۱۰۰ افغانۍ [۵۱۱ ډالر] ترلاسه کړې.»

حمیدې وويل، «د سوېډن کمېټې د ابادي پروژې د مالي ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته، زما سوداګرۍ د پام وړ وده وکړه. اوس زما ورځنی عايد له ۵۰۰ افغانيو [۵.۸۰ ډالر] څخه زيات شوی دی.»

حميدې وويل، چې له دېرشو زياتې ښځې يې د خياطۍ په برخه کې روزلې دي او له هغوى سره يې د اقتصادي پرځان بسیاینې په برخه کې مرسته کړې ده.

د علي اباد ولسوالۍ یوې بلې اوسېدونکې ۳۵ کلنې نازیه مهجور د سوېډن کمېټې له خوا وړاندې شوی د حرفوي روزنې یو پروګرام بشپړ کړ.

هغې وويل، «ما د سوېډن کمېټې څخه مالي مرسته ترلاسه کړې او د وسايلو په اخيستلو کې مې ترې کار اخيستی دی. اوس زه په کور کې ګنډل کوم او نورو ته درس ورکوم چې له خپلو کورنيو سره مالي مرسته وکړي.»

هغه د خپل کلي ۲۰ نجونو او ښځو ته د درېیو میاشتو په مخه خیاطۍ او ګلدوزۍ ور زده کوي، چې وروسته بیا هغوې له خپلو کورونو څخه کار کوي.

مهجور وويل، هغه د خياطۍ او ګنډلو د مهارت د زده کولو له امله خوشحاله ده.

هغې وويل، «زه اوس کار کوم او حلال عايد ګټم، او زه ډېره خوشحاله يم.»

له فقر څخه د کورنیو ژغورل

دکندوز ښار اوسيدونکي سيد عمر توحيدي چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې د محدوديتونو په ترڅ کې دغه ډول مرستندوي پروګرامونه اړمنو کورنيو ته حياتي مالي مرستې برابروي.

توحيدي وويل،«له بده مرغه موږ وينو چې په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدوديتونه ورځ په ورځ زياتېږي. هغه ښځې چې پخوا به يې په دولتي او خصوصي سکټور کې کار کاوه، اوس وزګارې دي.»

هغه وويل، «زه داسې کورنۍ پېژنم چې د اړتيا له مخې يې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خپل ماشومان او يا د بدن ځينې غړي پلورلي دي. له بده مرغه ښځې په اوسنيو شرايطو کې له جدي فقر او بېکارۍ سره مخامخ دي او نړۍ واله ټولنه بايد د افغانستان د ښځو تر څنګ ودرېږي.»

هغه وویل، «نن ورځ افغانې نجونې او ښځې تر بل هر وخت زیاتې ازادۍ او اخلاقي ملاتړ ته اړتیا لري. دا پروګرامونه کولی شي نجونو ته هیله ورکړي چې په ټولنه کې یو ځای شي او له خپلو حقونو څخه کار واخلي.»

د کندوز ښار اوسېدونکي فرید احمد همت چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، له افغان ولس سره د نړۍ والې ټولنې او خیریه موسسو پرله پسې مرستو یو شمېر کورنیو ته له لوږې څخه د خلاصون فرصت برابر کړی دی.

هغه وویل، «له نېکه مرغه، مرستندوی بنسټونه له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو کچو مرستې کوي، خو د دې مرستو په وېش کې ستونزې مخ په زیاتېدو دي. کورنۍ په ځانګړې توګه هغه مېرمنې چې د خپلو کورنیو لپاره یوازي ډوډۍ ګټي، لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.»

همت وويل، «افغان نجونې او ښځې د لګول شويو محدوديتونو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. له همدې امله دا پروګرامونه له هغوى سره مرسته کوي چې خپل محصولات وپلوري او خپلې اقتصادي ستونزې پرې حل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو په سوېډن کمېټه باندې هم د کار کولو بندیز ولګاوه او تر دې وروسته یاده اداره نه شي کولی په افغانستان کې خپل فعالیتونه مخته یوسي. سویړن کمېټې چې د تعلیم او صحت بخش کې خدمات وړاندې کول زرګونو کسانو ته د کار فرصت برابر کړی و او سلګونه زره نور یې له خدماتو مستفید و. خو د افغانستان واکمنو د دې لپاره د هغوی فعالیت بند کړ چې پاکستان ته لاړ شي او هلته کارونه وکړي. ځکه پاکستان د شیطان جاله ده او طالب غواړي دغې جالې ته ګټه ورسوي. دلیل یې هم په سویډن کې د قران کریم سوزول ښودل شوي دي. خود قطر حکومت بیا اعلان کړی چې سویډن کې د شوي دغه غیر انساني عمل په بدله کې به په سویډنۍ ژبې ترجمې سره سل زره قران شریفونه سویډنیانو ته ډالۍ کړي. چې دا یې ښه درس دی. مګر طالبانو پر ځای د دې چې یو ښه منطقي کار کړی وی زرګونه تنه یې بې روزګاره کړل. له دې وروسته به د سوېډن کمېټه د افغان غریب ولس مرسته هم نشي کولی.

ځواب ورکړئ

په عمومي توګه، حرفوي زده کړې د هغو هیوادونو لپاره چې فقر کموي خورا مثبت اغیز لري. دا مهال افغانستان له همداسې یوه حالت سره مخ دی، د بې وزلۍ تر څنګ د هرې ورځې په تېرېدو د ښځو پر لاسرسي بېلابېل محدودیتونه کمېږي، چې پر ښځو یې ډېر منفي اغېز کړی، خو د مسلکي زده کړو دغه لړۍ تر یوه حده د ښځو اقتصادي ژوند بدلوي او د ځان د بسیاینې مخه نیسي.

ځواب ورکړئ

دا حرفوي زده کړه کولی شي له ښځو سره مرسته وکړي چې یو مسلک زده کړي او پخپله ښوونکي شي، چې بیا به سوال کولو یا د خلکو په کورونو کې کار کولو ته اړتیا نه لري. حرفوي زده کړې افغان میرمنو ته د کار زمینه برابروي او هغه ښځې چې خپلې کورنۍ پالي، هغوی کولی شي د حرفوي زده کړو له لارې کار وکړي. هغوی کولی شي چې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي پیدا کړي او خپلې اړتیاوې پوره کړي. په دې ورځو کې افغانې ښځې او نجونې ډیرې مرستې ته اړتیا لري او د سویډن کمیټې څخه مننه کوم چې د کندوز ولایت او افغانستان له میرمنو سره یې مرسته وکړه، څو هغوی د خپګان احساس ونه کړي او غریبې نشي، او د کار چاپیریال ورته چمتو کړي څو اقتصادي خپلواکي ولري.

ځواب ورکړئ

بدبختانه چې نن طالبانو په سوېډن کمېټه باندې هم بندیز ولګاوه. یعنې له دې وروسته به د سوېډن خیریه موسسې هم په افغانستان فعالیت نه کوي. د دغه بندیز دلیل په سویډن کې د افراطي ځناورانو له خوا د قران کریم سوزول ښودل شوي دي. د دې معنی دا شوه چې له دې وروسته به د سوېډن کمېټه د داسې غریبو او بې وزلو خلکو مرسته هم نشي کولی. طالبان استدلال کوي چې دا کار سوېډن د مسلمانانو د ځورولو لپاره کړی دی خو سوېډن وایي چې دا په سویډن کې د بیان ازادۍ په اساس شوی دی. آیا د بیان ازادي داسې وي چې ته باید بل کس ته پرې ضرر ورسوې؟ که دا د بیان ازادي وي، بیا نو په انساني ټولنه کې یو د بل فکر ته درناوی څه شو؟ بیا یو د بل د عقیدې درناوی څه شو؟ بیا د الهی ادیانو درناوی څه شو؟ البته دا ټولو انسانانو ته معلومه ده چې اسلام واقعي او سپیڅلی دین دی چې د هر انسان او هر ژوندي موجود عزت په کې خوندي دی.

ځواب ورکړئ