چاپیریال

له زلزلې څخه د ژوندیو پاتې کسانو د موندلو د هیلې په له لاسه ورکولو سره افغانانو ډله ییزه جنازه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغان ماتم کوونکي د تلې په ۱۷مه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې د یو شمېر قربانیانو د جنازې لمونځ ادا کوي. [محسن کریمي/ ای اېف پي]

افغان ماتم کوونکي د تلې په ۱۷مه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې د یو شمېر قربانیانو د جنازې لمونځ ادا کوي. [محسن کریمي/ ای اېف پي]

سیاه آب -- د ژغورنې کارکونکيو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۸مه/ د هغو کلیوالو د موندلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ چې د یو لړ زلزلو له امله په خپلو کورونو کې له خاورو لاندې شوي ول. په دغو زلزلو کې چې د افغانستان په لوېدیځه برخه کې وشوې، له ۲۰۰۰ څخه ډېر خلک ووژل شول.‌

خو د ژوندیو پاتې کسانو د موندلو هیلې په چټکۍ سره له منځه ځي.

داوطلبانو په هرات ولایت کې د شنبې د ورځې له مرګونې زلزلې راهیسې چې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې وژونکې زلزله وه، او ورپسې یو لړ نورې زلزلې وشوې، د بېلچو او کولنګونو په وسیله له وقفې پرته لټون وکړ. وروسته یو شمېر کسانو د قبرونو کیندلو ته مخه کړله.

په افغانستان کې ډېر وختونه مرګونې زلزلې کېږي، لاکن د اونۍ د پیل پېښ شوی افت له تېرو ۲۵ کالونو څخه ډېر وخت راهیسې ساری نه لري.

افغانان د تلې په ۱۶مه د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په سربلند کلي کې د زلزلې د قربانیانو لپاره قبرونه کني. د تلې په ۱۵مه د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د یوې زلزلې له امله چې د افغانستان د شمال لوېدیځ په کلیوالو سیمو کې وشوه، له ۲۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو او کابو ۱۰۰۰۰ د ټپي کیدو پخلی شوی دی. [محسن کریمي/ای اېف پي]

افغانان د تلې په ۱۶مه د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په سربلند کلي کې د زلزلې د قربانیانو لپاره قبرونه کني. د تلې په ۱۵مه د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د یوې زلزلې له امله چې د افغانستان د شمال لوېدیځ په کلیوالو سیمو کې وشوه، له ۲۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو او کابو ۱۰۰۰۰ د ټپي کیدو پخلی شوی دی. [محسن کریمي/ای اېف پي]

افغانان د تلې په ۱۶مه د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په سیاه اب کلي کې له زلزلې څخه وروسته په ویجاړو کې د قربانیانو جسدونه لټوي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

افغانان د تلې په ۱۶مه د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په سیاه اب کلي کې له زلزلې څخه وروسته په ویجاړو کې د قربانیانو جسدونه لټوي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

سختو ټکانونو د دوشنبې په ورځ هم سیمه ښوروله.

هیڅوک هم پاتې نه دي

په نایب رفیع کلي کې د علي محمد په نامه یوه ۵۰ کلن سړي وویل، «داسې کورنۍ هم شته چې هیڅوک یې ژوندی نه دی پاتې». یو وخت په دغه کلي کې تر ۲۰۰۰ پورې خلک اوسېدل.‌

هغه وویل، «هیڅوک هم ژوندی نه دی پاتې، نه ښځه ژوندۍ پاتې نه ماشوم او نه بل څوک.»

هغه وويل، «د يوې کورنۍ شل غړي په خاورو خځلو کې خښ شوي ول،» او زياته یې کړه چې د کورنۍ يواځې دوه غړي ژوندي پاتې شول -- ځکه چې هغوی له کور څخه وتلي ول.

په نایب رفیع کې -- چې یو وخت شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ اوسېدلې -- هیڅ ودانۍ روغې پاتې نه وې، چتونه او دېوالونه رالوېدلې او په خاورو او د خښتو توکړو باندې بدل شوي وو.

د ژوندیو پاتې شویو کسانو د را اېستلو لپاره د هیلو په مړاوي کېدلو سره دوه اکسکواټرونو کار پیل کړ چې شیان او جسدونه راوباسي. په بل ځای کې، هغه کسان چې لا هم هیله من دي، د بېلونو او کولنګونو په وسیله کیندنو ته دوام ورکوي.

په نږدې سیمه سیاه آب کې چې د زلزلې له مرکز سره نږدې پروت دی، د دوشنبې په ورځ له ۳۰۰ څخه د ډېرو قربانیانو لپاره، چې جسدونه یې له نږدې کلیو څخه راټول شوي ول، یوه ډله ییزه جنازه ترسره شوه.

له یو لړ موټرونو څخه په سپینو کفنونو کې پېچل شوي جسدونه راښکته کړای شول او په لیکو کېښودل شول او یوې ډلې سړیو یې د جنازې لمونځ وکړ.

۳۰ کلن اسماعیل وویل،‌ «ما فکر کاوه چې زه خوب وینم؛ ټول ځایونه خاره او هوار شوي وو.»

هیڅوک هم پاتې نه دی

ملګري ملتونه وایي، د زندجان په ۱۱ کلیو کې ۱۰۰٪ کورونه ویجاړ شوي دي. زنده جان ولسوالۍ چې د ولایت له مرکز هرات څخه یواځې ۳۰ کیلومتره شمال لوېدیځ ته پرته ده، یوه صعب العبوره ولسوالۍ ده.

په افغانستان کې اکثر کليوالي کورونه له خټو څخه جوړ شوي، د لرګي په ستنو ټینګ کړای شوي او په ‍ډېرو لږو کې عصري فلزي استحکامونه لګېدلي دي.

په عمومي توګه د څو نسلونو لویې کورنۍ تر یو چت لاندې ژوند کوي، چې د شنبې ورځې د زلزلې په څېر افتونه کولی شي چې محلي ټولنې ویجاړې کړي.

یو ډېر بد حالت

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق دوشنبه ناوخته وویل چې نهیلي کليوال لا هم لټه کوي چې «خپله کورنۍ له ویجاړیو څخه راوباسي.»

هغه په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، لاکن راپورونه د «یوه ډېر بد حالت» کیسه کوي.‌

محلي او مرکزي چارواکو د مړو او ټپیانو د شمېرو په هکله ضد او نقیضې شمېرې ورکړې، خو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې ۲۰۵۳ کسان مړه شوي دي.

سایق وویل، «موږ نشو کولی چې د مړو او ټپيانو دقیق ارقام وړاندې کړو، ځکه چې شمیرې په ډېرېدلو دي.»

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ۱۶۵۵ کورنیو له ۱۱۰۰۰ څخه ډېر غړي اغېزمن شوي دي.

سیمې ته د خوراکي توکو او کمپلو ډکې لارۍ رسیدلي، د کلیو د کنډوالو په منځ کې د نیلي رنګ خېمې لکې شوي دي.

په داسې حال کې چې ژمی په رارسېدلو دی، د سیمې د اوسیدونکو لپاره د سرپناه چمتو کول به د افغانستان د مشرانو لپاره، چې له نړۍ والو مرستندویو موسسو سره خرابې اړیکې لري، یوه لویه ننګونه وي.

چارواکو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو لپاره د ښځو پر کار کولو باندې بندیز لګولی، چې د هېواد په ډېرو محافظه کارو سیمو کې یې د کورنیو د اړتیاوو ارزونه سخته کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان (امنېسټي انټرنېشنل) ویلي چې د ژغورنې او مرستې هڅې باید «له تبعیض پرته» ترسره شي.

د امنېسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا سیمه ایز څېړونکي زمان سلطاني وویل، «دا مهمه ده چې ټولې مرستې د ښځو په ګډون له ډېر خطر سره مخامخ وګړیو، چې ډېری وختونه د کړکیچ په شرایطو کې له پېچلو ننګونو سره مخامخ کیږي، اړتیاوې پوره کړي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ په اېکس پاڼه وویل، «متحده ایالات د افغانستان په شمال لویدیځ کې د شنبې ورځې د زلزلې اغېزې په دقت سره تعقیبوي. زموږ بشردوست ملګري د افغانستان خلکو سره په بیړنۍ مرسته ځواب ورکوي.»

د بحران دپاسه بل بحران

افغانستان د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې د بهرنیو مرستو له پراخې انخلا او داعش، القاعدې او نورو په څېر ترهګرو ډلو په حضور سره، له یوه سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.

سیف دي چلډرن موسسې دا حالت د بحران دپاسه بحران بللی دی.

د افغانستان لپاره د یادې موسسې رئیس ارشد ملک وویل، «د ویجاړۍ کچه وېرونکې ده. د هغو کسانو شمېر واقعا د وارخطایۍ وړ دی چې په دې پېښه کې اغېزمن شوي دي.»

هرات ولایت -- چې له ایران سره په پوله پروت دی او شاوخوا ۱.۹ میلیونه اوسیدونکي لري -- د څو کلنې وچکالۍ له امله هم ډیر متضرر شوی چې د کروندګرو ډیری وګړي یې اغېزمن کړي دي.

افغانستان په مکرر ډول زلزلې، په ځانګړې توګه د هندوکش غرونو لړۍ کې چې د یوریشیا او هندي ټیکټونک پلیټونو سره نږدې موقعیت لري، ځپي.

د تېر چنګاښ په میاشت کې د پکتيکا ولايت په بې وزله ولايت کې د ۵.۹ درجې زلزلې له امله له ۱۰۰۰ څخه زيات اوسېدونکي ووژل شول او په لسګونو زره بې کوره شول.

په ۱۳۷۷ کال کې په تخار ولایت کې د ۶.۵ درجو په یوې زلزلې کې تر ۴۰۰۰ ډېر اوسېدونکي مړه شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې په هرات ولایت کې د زلزلې له امله زموږ ګڼ شمیر هیوادوال شهیدان او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي او یو شمېر یې لا هم تر خاورو لاندې دي. د دې خبر له لوستلو وروسته مې له سترګو اوښکې راغلې او په تېره بیا چې د هغه سیمې د خلکو مرکې مې واورېدې، چې ویل یې د یوې کورنۍ یوازې یو زوی پاتې دی او پاتې کورنۍ یې تر خاورو لاندې شوې او داسې نور. په لسګونو نورې کورنۍ وې چې ټول غړي یې له لاسه ورکړي او یوازې د کورنۍ یو غړی یې ژوندی پاتې دی. دا ټول خبرونه له غمه ډک وو او د دې خبر د اورېدلو حوصله مې نه لرله، ځکه داسې درد مې احساس کړ لکه د خپلې کورنۍ غړي مې چې له لاسه ورکړي وي او په ځانګړې توګه د یوه ماشوم ژړا چې د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي و زه ډېر خفه کړم. دا د یو معصوم ماشوم انځور دی. زه د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوم چې له مرستندویو ټیمونو سره ښځو ته هم اجازه ورکړي چې د هرات ولایت زیانمنو خلکو ته لومړنۍ مرستې ورسوي. تر ټولو لومړی باید هلته طبي مرستې واستول شي. دا چې اکثره قربانیان ښځې دي چې ښځینه ډاکټرانو ته سخته اړتیا لري، د افغانستان اسلامي امارت باید ښځینه ډاکټرانو ته اجازه ورکړي چې د هرات ولایت له قربانیانو سره طبي مرستې وکړي.

ځواب ورکړئ

د هرات زلزله ډېره دردونکې او غمجنه پېښه وه. زه چې خبر شوم او فیسبوک مې خلاص کړ، ټول فیسبوک او ټویټر د پیښې له عکسونو او ویډیوګانو ډک وو، ما نشوای کړای چې حتی وژاړم! له ګرانو افغانانو مننه، چې ښار په ښار او ولایت په ولایت یې کمپونه ولګول او د یادې پېښې د قربانیانو لپاره یې مرستې راټولې کړې. د نړۍ ګڼو هېوادونو هم مرسته کړې، چې موږ یې منندوی یو. اوس اصلي خبره دا ده چې دا مرستې په ښه توګه مدیریت شي او هر سړی خپل حق ترلاسه کوي. د حادثې د قربانیانو د کورنیو لپاره باید لومړی کورونه جوړ شي، بیا د هغوی لپاره سامان او لوښي واخیستل شي او دریم دا چې د هغو ماشومانو او لویانو پالنه وشي چې د کورنۍ غړي یې نه وي پاتې. موږ به عمري عدالت او دا چې له دې مرستو سره څه کیږي وګورو!!!

ځواب ورکړئ

۲مه برخه: په حقیقت کې د پاکستان پوځ او نظامي استخبارات له هر هغه غورځنګ یا ډلې سره دښمني لري چې په افغانستان کې اصلي واک په لاس کې اخلي او دسپلین رامنځته کوي. په افغانستان کې د واک او حکومت په راتګ سره افغان طالبان ورو ورو په دې پوه شول چې د افغانستان او طالبانو اصلي دښمن نه امریکا ده، نه هند، چین او نه روسیه، بلکې د افغانستان اصلي دښمن د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی اېس آی) ده. د پاکستان پوځ په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې نظم حاکم شي. په ورته وخت کې د ایران اخوندي حکومت چې هغه هم د افغانستان په تباهۍ کې رول درلود او لا هم رول لري او هم د ترکیې حکومت چې د افغانستان د مشهور جنګسالار عبدالرشید دوستم چې په مارشال مشهور دی، ملاتړ یې کاوه او اوس یې هم په خپل هېواد کې ځای ورکړی دی، د افغان مهاجرینو په وړاندې د دښمنانو په څیر عمل کوي او یو یې هم په افغانانو باندې رحم نه کوي. موږ د طالبانو حکومت څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره خپل ملي او نړۍ وال مشروعیت ترلاسه کړي او له هغه منافق هیواد (پاکستان) سره چې په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او تطبیقوي، خپلې اړیکې پرې کړي. د ملي مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره، طالبان باید د تاجک، ازبک، هزاره او نورو په ګډون قومي لږکیو ته ونډه ورکړي، نجونو ته د تعلیم او ښځو ته د کار کولو حق ورکړي. همدارنګه، خپل ځانونه د هغو نړۍ والو کنوانسیونونو پابند کړي چې افغانستان یې له ډیرې مودې راهیسې غړیتوب لري او لاسلیک کړي یې دي.

ځواب ورکړئ

نن مونږ د رسنیو له لارې خبر شوو چې د طالبانو حکومت یوې پاکستانۍ الوتکې ته اجازه ورنکړه چې لومړنۍ مرستې او ډاکټران یې په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ښکته شي. موږ د افغان حکومت د دې کار، چې د پېړۍ منافقینو ته یې اجازه ورنکړه چې د افغانستان په سپېڅلې خاوره خپلې ناولي قدمونه کېږدي، ستاینه کوو. پاکستان او په ځانګړي ډول د هغه وحشي او شیطاني هیواد پوځ او استخبارات له څلور نیمو لسیزو راهیسې زموږ د ګران هیواد افغانستان په ورانولو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لاس لري. په تېرو دوو کلونو او په ځانګړې توګه په دې وروستیو دوو اونیو کې د پاکستان د حکومت ناپاکه چارواکي او د هغوی ناولي جنرالان په هغه هیواد کې میشت افغان کډوال ځوروي. هغوی یې بندیان کړي، بې ګناه افغانې ښځې او ماشومان یې بندیان کړي او مجبور کړي یې دي چې افغانستان ته راستانه شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې طالبان واک ته رسېدلي او نجونو ته اجازه نه ورکوي چې تر شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي. همدارنګه د بهرنیو ځواکونو او نړۍ والو سازمانونو له وتلو سره هم رسمي وظیفې او ورځنۍ مزدورۍ کمې شوې او افغانان اړ شول چې د یوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان او همدارنګه ترکیې او اروپا ته سفر وکړي. که څه هم دا هماغه ډله وه چې د پاکستان د پوځي استخباراتو او د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو په وړاندې یې د نړۍ والو ایتلافي ځواکونو او د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو په وړاندې د جګړې ملاتړ کاوه، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان استخباراتي دستګا د افغان طالبانو پر ضد هم دردېدلې ده.

ځواب ورکړئ

الله تعالی دې په افغانانو خپل رحم وکړي. افغانان سخت ودردېده. په دا وروستیو کلونو کې افغانان له ډول ډول ازموینو سره لاس او ګریوان و. کله له وچ کالۍ زورېږو، کله له طبعي ناخوالو. دا په داسې حال کې ده چې د دې وطن په انسانانو د حیواناتو هم زړه سوزي. دلته داسې کورنۍ هم شته چې په وچه ډوډۍ هم ماړه نه دي. د دې وطن له خلکو خپلو مشرانو هر څه ولوټل او په خپله لاړل خارج ته. زه خو وایم که د دې وطن خلکو ته څوک د نورې نړۍ خبرې وکړي چې ډېره اباده ده، هيڅ به یې باور نه کړي. دا چې زمونږ مشرانو دا ملت په تیاره کې ساتلی، هر څه ورته دروغ ښکاري. بس څه و وایو الله دې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو له نظر سره موافق یم. دا سمه ده چې افغانان ډېر ځورېدلي، خو دا ټول زموږ د ناپوهۍ له امله دي. که موږ زده کړه وکړو، د وخت په تیریدلو سره به د اسمانونو مالک په موږ باندې رحم وکړي. په دې عملونو سره به زه هیڅکله ونه بخښل شم مګر دا چې موږ د ښه او بد ترمنځ په توپیر باندې پوه شو.

ځواب ورکړئ

خدای تعالی دې د زلزې له امله شهیدانو ته جنتونه او ټپیانو ته عاجله شفا ورکړي. واقعیت دا دی چې زلزله ځپلي خو یا شهیدان او یا هم ټپیان شول خو افغان ملت یې په روحي لحاظ سخت وزوراوه. په هر کور او هر مجلس کې د هرات د پېښې خبرې کيږي، ټول افغان ولس په دغه لوی غم او درد کې ځان شریک ګڼي. داسې خلک مې هم ولیدل چې د هرات زلزله ځپلو سره یې د خپلې یو وخت خواړه چې هماغه یې کیدای شي لرل، شریک کړل. نور دې الله تعالی موږ له خپلو افتونو په امان کې وساتي.

ځواب ورکړئ