چاپیریال

په داسې حال کې چې هرات پرله پسې زلزلو سره مخ دی، نړۍ والې مرستې د خلکو ژوند ژغوري

د عمر راپور

په داسې حال کې چې د تلې له ۱۵مې راهیسې په هرات ولایت کې پرله پسې زورورې زلزلې دوام لري چې لسګونه کلي یې ویجاړ کړي، د نړۍ والې ټولنې له خوا برابرو شویو بیړنیو مرستو په اغیزمن شویو سیمو کې د یوې غمیزې مخه نیولې ده. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په داسې حال کې چې د تېرو ۱۰ ورځو په ترڅ کې په هرات ولایت کې زورورې زلزلې دوام لري، چې لسګونه کلي یې ویجاړ کړي، د نړۍ والې ټولنې له خوا برابرو شویو بیړنیو مرستو په اغیزمن شویو سیمو کې د یوې غمیزې مخه نیولې ده.

هرات ولایت د تلې په ۱۵مه له غرمې مخکې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجو یوې زلزلې ولړزاوه، د تلې په ۱۹مه د عین شدت زلزلې بیا ولړزاوه، او د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۳مه/ د سهار په درې نیمو بجو بیا د همدې شدت زلزلې ټکان ورکړ. په دغو درې واړو زلزلو پسې وروسته یو لړ قوي پس ټکانونه رامنځته شول.

له لومړۍ زلزلې څخه سملاسي وروسته نړۍ والو مرستندویو موسسو د خېمو، کمپلو، خوراکي توکو، روغتیايي پاملرنې، د څښاک پاکو اوبو او نورو لومړنیو توکو مرسته پیل کړه.

د ملګرو ملتونو مرستندوی سازمانونه، د متحده ایالاتو نړیواله پراختیایي اداره (یو اېس ای آی ډي)، اروپايي اتحادیه او نورې مرستندویې موسسې له زلزلې څخه د ژونديو پاتې کسانو لپاره، چې ځینې یې د ولایت په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې دي، د مرستو رسولو هڅې پرمخ وړي.

هغه ماشومان چې کورونه یې د تلې د ۱۵مې په زلزله کې ویجاړ شوي، د تلې په ۲۴مه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په فیض اباد کلي کې د عکس اخیستنې لپاره ځانونه برابروي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه ماشومان چې کورونه یې د تلې د ۱۵مې په زلزله کې ویجاړ شوي، د تلې په ۲۴مه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په فیض اباد کلي کې د عکس اخیستنې لپاره ځانونه برابروي. [عمر/سلام ټایمز]

دا کورنۍ وروسته له هغه چې زلزلې یې کورونه ویجاړ کړل، د تلې په ۲۴مه په هرات ولایت کې د یو اېس ای آی ډي له خوا په مرسته شویو خېمو کې ځایونه ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

دا کورنۍ وروسته له هغه چې زلزلې یې کورونه ویجاړ کړل، د تلې په ۲۴مه په هرات ولایت کې د یو اېس ای آی ډي له خوا په مرسته شویو خېمو کې ځایونه ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام یو له هغو لومړیو موسساتو څخه و چې غبرګون یې وښود، او له لومړنۍ زلزلې څخه وروسته په اتو ساعتونو کې دننه یې خواړه واستول. یادې ادارې وویل چې خواړه یې په ۲۴ ساعتونو کې دننه د اغیزمن شویو خلکو لاسونو ته رسېدلي وو.

یو اېس ای آی ډي د تلې په ۲۰مه اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو حکومت د ۱۲ ملیونو ډالرو اضافي فوري بشري مرستې چمتو کوي څو د ژوندي پاتې کسانو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

۳۸ کلن محمد هاشم، چې په زلزله کې یې د خپلې کورنۍ څلور غړي او کور له لاسه ورکړي، وویل، له نړۍ والې مرستې پرته به ډېری ژوندي پاتې شوي کسان د لوږې او نورو خطرونو له امله مړه شوي وای.

هغه وويل،‌ «زلزلې زموږ هرڅه له ځان سره وړي دي. موږ د څښاک یو ګیلاس اوبه هم نه لرو.»

هغه وويل،‌ «له زلزلې څخه د درې ماشومانو په ګډون موږ شپږ کسان ژوندي پاتې شوي یو، او مرستندويو موسسو موږ ته خېمې، کمپلې او خوراکي توکي راکړي دي،» او زياته یې کړه چې مرستندويې موسسې اغېزمن شویو خلکو ته د ورځې درې وخته خواړه ورکوي، او دغه راز یې اوړه، وریژې، غوړي، لوښي او نور د کور اړتیاوړ توکي توزیع کړي دي.

هاشم وويل، «زموږ په کلي کې ټول کورونه ويجاړ شوي، او تر ٤۵٠ زيات کسان وژل شوي دي. زموږ کلی په یوه دښته کې پروت دى. که دا مرستې نه وای، موږ به مړه شوي وای.»

په داسې حال کې چې نړۍ واله ټولنه په اغیزمن شویو سیمو کې په لسګونو زرو ژوندي پاتې کسانو ته د مرستې رسولو چارې پر مخ بیایي، د داعش خراسان څانګه د ملکي خلکو د په نښه کولو په دوام سره وضعیت نور هم خرابوي.

د تلې په ۲۱مه د جمعې د لمانځه پر مهال د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د داعش خراسان څانګې برید لږترلږه ۷ کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.

ژوند ژغورل

د هرات له زلزله ځپلیو سره نړۍ والې مرستې په دې وخت کې خورا مهمې دي، ځکه کېدی شي هغه خلک چې کورونه یې ویجاړ شوي دي د کنګل تر درجې پورې یخنۍ سره مخامخ شي.

د زنده جان ولسوالۍ یوه اوسيدونکي عزیز احمد چې ۱۸ کاله عمر لري او په لومړۍ زلزله کې یې خپلې دوه خویندې له لاسه ورکړي، وویل، «زموږ کلی په یوه دښته کې پروت دی، چې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري. دا چې ټول کلی ویجاړ شوی و، همدا د خیریه موسسو مرستې وې چې زموږ ژوند یې وژغوره.»

هغه وويل، «مرستندويو ادارو هرې کورنۍ ته يوه يوه خيمه او د کورنۍ د غړو د شمېر په اساس کمپلې او خوراکي توکي ور وېشلي دي. مرسته ټولو زیانمن شویو کلیو ته رسېدلې ده. یو کس هم نه دی پاتې شوی.»

هغه وويل، روغتيايي ډلې د هغه په کلي کې کار کوي، او په وړیا ډول د ټپيانو او ناروغانو درملنه کوي.

۴۵ کلن نذير احمد د انجيل ولسوالۍ په فيض اباد کلي کې له خپلې اته کسيزې کورنۍ سره د ملګرو ملتونو له خوا په مرسته شوې خېمه کې ژوند کوي.

هغه وويل، کور يې ويجاړ شو، خو د کورنۍ هېڅ غړی یې ژوبل نشو.

هغه وويل،‌ «که دا خېمې نه وای، زما ماشومان به په دې سړه هوا کې مړه شوي وای. دوه شپې مخکې یو توپان و، او موږ د ځانونو د تودولو لپاره هېڅ نه درلودل، لاکن دې خیمې موږ تاوده ساتلي وو.»

هغه وویل، «مرستندویې ادارې او خیریه موسسې موږ ته هره ورځ ګرم خواړه راوړي،» او زیاته یې کړه چې د هغې مرستې له امله مننه کوي چې دوی یې په دې سختو ورځو کې ترلاسه کوي.

کلکو او پایښت لرونکیو کورونو ته اړتیا

ملګرو ملتونو وویل، د هرات ولایت څه باندې ۴۰ زره اوسېدونکي د زلزلې له امله زیانمن شوي او مرستو ته اړتیا لري.

ډېرو یې خپل کورونه او مالونه له لاسه ورکړي او په بشپړه توګه د نړۍ والې ټولنې په مرستو باندې متکي دي.

د انجيل ولسوالۍ د پروانې کلي اوسېدونکي عبدالرحمان چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، چې په کلي کې يې ټول ٦٤٤ کورونه ويجاړ شوي او اوس د اوسېدلو وړ نه دي. د هغه کورنۍ ۱۰ کسان لري.

هغه وويل، «د زلزلې په لومړۍ شپه، مرستندويو ادارو موږ ته خېمې، کمپلې او خوراکي توکي را ووېشل. دې مرستې زموږ کورنۍ له لوږې او یخنۍ څخه وژغورلې. د سروې ټیمونه په کلیو کې فعال دي او د ژوندي پاتې کسانو هره اړتیا پوره کوي.»

هغه وويل، «دا مرسته لنډمهاله ده، په اوږده موده کې، موږ نورو مرستو ته اړتيا لرو. موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې زموږ لپاره پایښت لرونکي کورونه جوړ کړي. ژمی نږدې دی او په سړه هوا کې په خېمو کې ژوند کول خورا ستونزمن دي.»

عبدالرحمان زیاته کړه، ژوندي پاتې شوي کسان د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی خپل کورونه جوړ کړي. دوی د مرستندویو ادارو او نړۍ والې ټولنې مرستې ته سخته اړتیا لري.

د زنده جان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي، ۶۵ کلن عبدالظاهر، چې کور يې ويجاړ شوى، وويل، له سړې هوا څخه مناسبه سرپناه ضروري ده.

عبدالظاهر چې په لومړۍ زلزله کې يې د خپلې کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي، وويل، «زموږ د سيمې په غرنيو کليو کې، په ژمي کې د تودوخې درجه٢٠- درجو ته ښکته کېږي. په دې سړه هوا کې په خېمو کې ژوند کول ناشوني دي.»

هغه وويل، «خېمه يو ښه... لنډمهاله حل دى، خو له مرستندويو ادارو او نړۍ والو ټولنو څخه زموږ اساسي غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره دايمي کورونه جوړ کړي.»

هغه زياته کړه، «زموږ کورونه ويجاړ شوي او زموږ وسایل تر خاورو خځلو لاندې شوي دي. موږ حتی يوه افغانۍ نه لرو چې د خپلو کورنيو لپاره ډوډۍ واخلو.»

عبدالظاهر وویل، په اوسنيو شرایطو کې د زلزله ځپلو یوازینۍ هیله د مرستندویو ادارو مرستې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هرات زلزلې په ریښتیا هم خلک اندیښمن کړي دي. څو ورځې وړاندې مې د هرات له یوه همکار سره خبرې وکړې، هغه وویل چې په هراتیانو د قیامت ورځ ده. له یوې خوا سخته یخنۍ او له بلې خوا په خیمو کې د شپې تېرول چې واقعاً سخت کار دی. اوس د اندېښنې خبره دا ده چې د نړۍ والو مرستو سربیره د هیواد عامو خلکو او سوداګرو دوه چنده زیاتې مرستې راټولې کړې او کمیسیون ته یې وسپارلي څو د خلکو لپاره کورونه ورغول شي. آیا واکمن نظام کولی شي چې دا مرستې مدیریت کړي؟ ایا حق حقدار ته رسیږي او که نه؟ خلک اندېښمن دي چې څه کیږي. دا به په راتلونکي کې معلومه شي چې په دې برخه کې څه روان دي او څه به کیږي؟

ځواب ورکړئ

د کورونو جوړول که ډبلیو اېف پي یې کوي که یو اېس ای آی ډي یا نورې ادارې یې کوي، واقعا د ستاینې کار دی. نه یوازې د دغو زلزله ځپلیو لپاره، بلکې د نورو ټولو هغو خلکو لپاره چې په آسیب پذیرو سیمو کې ژوند کوي، باید کورونه جوړ کړای شي. دغه راز، د هغو افغانانو لپاره چې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي، باید په هر ولایت کې چې هغوی ور پورې اړوند دي، په دښتو کې د استوګنې نومرې توزیع کړای شي. د هرو څو سوو نومرو په سر باید جومات، مکتب، وړکتون، پارک... په پام کې ونیول شي. بیا کېدی شي چې په پاکستان او ایران کې مېشتو افغانانو ته له یو کال څخه نیولې تر دوه کالونو پورې وخت ورکړای شي چې بیرته خپل هېواد ته راستانه شي. دا چې په هره د استوګنې مېنه کې له معلم نه نیولې تر امام، خټکر، معمار، انجنیر، ډاکتر، موټروان، موټر، شګې، خاورې، ډبرو... پورې هر څه ته اړتیا وي، هر څه ورسره منظمیږي او ان شاءالله چې په راتلونکي کې به بیا دا وېره نه وي چې د پاکستان او ایران استخباراتي ادارې په خپلو هېوادونو کې په مهاجرکمپونو کې داسې نایب ګروپونه جوړ کړي چې بیا پرې د افغانستان مرکزي حکومتونه رانسکور کړي.‌

ځواب ورکړئ

دواړه ښه نظرونه دي. که په خپلو ولایتونو کې د خلکو لپاره کورونه جوړ شي، له یوې خوا به د یوه ولایت بار کم شي او له بلې خوا به کډوال بېرته خپل ولایت ته ستانه شي. دویم دا چې که له ایران او پاکستان څخه کډوال خپل وطن ته راشي، د استخباراتي کړیو لاسونه به هم لنډ شي.

ځواب ورکړئ

له ټولو هغو کسانو څخه مننه چې د هرات ولایت له زیانمنو خلکو سره یې مرسته کړې. پرله پسې زلزلو د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ څو کلي ويجاړ کړي دي چې په ترڅ کې يې د هرات ولايت ګڼ شمېر هېوادوال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. موږ افغانان چې په هر ځای کې اوسیږو ستاسو په غم کې شریک یو او ستاسو درد احساسوو. یوه خبره چې باید په یاد ولرئ هغه داده چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ خلکو ته د اسلامي امارت د حکومت او نړۍ والو موسساتو موقتي مرستې را رسیدلي دي او له ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو څخه پر وخت د مرستو رسولو له امله مننه کوو. موږ له بهرنیو او کورنیو موسسو څخه غوښتنه کوو چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ زیانمن شویو خلکو ته کورونه جوړ کړي. له هغو انځورونو څخه چې په تلوېزیون لیدل کیږي، ښکاري چې دا خلک خراب اقتصادي حالت لري، او نشي کولی چې د ځانونو لپاره نوي کورونه جوړ کړي. په ژمي کې په خیمو کې ژوند کول سخت کار دی، ځکه د زنده جان ولسوالۍ خلک نشي کولی سوړ ژمی په خیمو کې تېر کړي. هغه ماشومان چې له زلزلې څخه ژوندي پاتې شوي، ښايي د ژمي په ساړه موسم کې خپل ژوند له لاسه ورکړي. خدای دې وکړي چې بهرنۍ او وطنۍ مرستندویې ادارې دا درک کړي چې ژمی په څو ورځو کې راروان دی، فرصت له لاسه ورنکړي او ژر تر ژره د کورونو جوړول پیل کړي. هر افغان له نړۍ والو موسساتو له ټولنې څخه همدا غوښتنه کوي.

ځواب ورکړئ