کډوالان

د را اېستلو اعلان په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی

د محمدقاسم راپور

افغان لاریونوال د ۱۴۰۱ د وري په ۲۲مه په هرات کې د ایران کونسلګري په ډبرو ولي، څو په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې په هکله د خپرو شویو راپورونو پر ضد اعتراض وکړي. په دې میاشت کې یوه ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه، چې دا ځل د ایران د قزوین ولایت د اوسېدونکو له خوا د افغانانو ځورونه په ګوته کوي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

افغان لاریونوال د ۱۴۰۱ د وري په ۲۲مه په هرات کې د ایران کونسلګري په ډبرو ولي، څو په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې په هکله د خپرو شویو راپورونو پر ضد اعتراض وکړي. په دې میاشت کې یوه ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه، چې دا ځل د ایران د قزوین ولایت د اوسېدونکو له خوا د افغانانو ځورونه په ګوته کوي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

مزارشریف -- په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې د ایران یوه وزیر په ایران کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د شړلو پلان اعلان کړ.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د تلې په ۵مه خبریالانو ته وویل چې ایران به ټول هغه افغان کډوال چې د اوسېدو اسناد نه لري، اخراج کړي.

وحيدي وويل، چې په ايران کې پنځه ميليونه افغان کډوال په ناقانونه توګه ژوند کوي.

له دې اعلان څخه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي چې د ایران په قزوین ولایت کې ځایي خلک په افغانانو باندې د هغوی په کورونو کې بریدونه کوي او هغوی ځوروي.

د مزارشریف یوه اوسيدونکي، عبدالحکیم نبي زاده، چې ۳۸ کاله عمر لري، ویډیو ته په اشارې سره وویل، «په سلګونو ایرانیانو د تلې په ۱۳مه د افغانانو پر کورونو په تیږو او سوټیو برید وکړ، د هغوی سپکاوی یې وکړ او کنځلې یې ورته وکړلې.»

هغه وویل، «هغوی د هغو کورونو کړکۍ ماتې کړې چې افغانان په کې اوسېدل، چیغې یې وهلې چې افغانان دې خپل وطن ته ستانه شي او یا دې و اېستل شي. اړوندې ادارې باید د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند او ځورونې قضیې وڅېړي.»

نبي زاده وویل، ایران له کالونو راهیسې له افغان کډوالو سره د هر ډول ناوړه چلند اجازه ورکوي.

د مزارشريف يوه بل اوسېدونکي، ٤٣ کلن صميم مجيدي وويل، هغه افغانان چې ایران ته تللي شپه او ورځ د ایرانیانو لپاره کار کوي. د خدمت په بدل کې بايد هغوى ته سپکاوى ونشي.

هغه وويل، «موږ افغانان تل مېلمه پاله خلک یو. موږ تل د هغو بهرنيانو چې زموږ هېواد ته راځي هرکلى کړى، خو ايران او خلک یې دومره بې رحمه دي چې زموږ د ماشومانو او سپین ږیرو پروا هم نه کوي.»

د کډوالو ناوړه حالت

په ایران کې ډېر افغانان د چارواکو له وېرې د ډار ژوند کوي.

د ایران د قزوین ولایت اوسیدونکي ۳۳ کلن افغان محمد اصغر فرهنګدوست وویل، «زه سهار په احتیاط سره کار ته ځم او ماښام ناوخته خپلې کوټې ته راځم.»

فرهنګدوست، چې دا مهال د پلاستیکونو په فابریکه کې کار کوي، وویل، «اوس مهال، حتی هغو افغانانو ته چې د اعتبار وړ اسناد هم لري، له یوه ښار څخه بل ښار ته د تګ لپاره د بس او اورګاډي ټکټونه نه ورکول کېږي.»

هغه وویل، «دا کار مهاجرینو ته پرته له دې چې د مينی بسونو په وسیله سفر وکړي، چې دوه چنده کرایه اخلي، بله لاره نه پرېږدي.»

۳۶ کلن داریوش نسیمي چې شاوخوا دوه کاله مخکې ایران ته مهاجر شوی، وویل، «له بده مرغه چې ایراني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.»

نسیمي، چې د قزوین ولایت په یوه رستورانت کې د ګارسون په توګه کار کوي، وویل، «هغوی حتی زما ځینې ملګري چې د استوګنې جوازونه یې درلودل، نیولي دي. هغوی یې کمپونو ته لیږلي او له ډیرو سپکو، کنځلو او وهلو څخه وروسته یې خوشې کړي دي.»

هغه وویل، «زه له خپل کور څخه په وتلو وېرېږم ځکه چې زموږ ډېر هېوادوال زما په مخکې په بازارونو کې د ایرانیانو له خوا له تاوتریخوالي، وهلو او ځورولو سره مخامخ شوي دي.»

د ایران په اصفهان ښار کې د نصرالله بریالي په نامه یوه افغان کډوال چې ۴۱ کاله عمر لري او د خیاطۍ په یوه دوکان کې کار کوي، سلام ټایمز ته وویل، د پولیسو او د احتمالي اخراج له وېرې له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې له خپل کارځای څخه وتلی نه دی.

هغه د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۸مه/ وویل، «پولیسو زما یو شمېر ملګري د شپې له کوره را و اېستل او بیا یې له هېواد څخه یې اخراج کړل. موږ په کور یا د کار په ځای کې د خوندیتوب احساس نه کوو ... ډارېږو چې کېدی شي پولیس هره شېبه راشي، موږ توقیف او شکنجه مو کړي.»

بریالي وویل، «په ایران کې زیاتره افغانان د بانکي حسابونو نه درلودلو او د وېزو د نه تمدید په څېر ستونزو سره مخامخ دي،» او زیاته یې کړه چې د ایران اقتصادي ستونزې هم پر افغانانو اغیز کوي.

یو بد ګاونډی

ایراني چارواکي له اوږدې مودې راهیسې له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورنېږي.

د بېلګې په توګه، داسې راپورونو چې ایراني ځواکونو په لسګونو افغانان شکنجه کړي او په زوره یې په یوه سیند کې ډوب کړي دي، د ۱۳۹۹ د غوایي په میاشت کې د خبرونو سرلیکونه جوړ کړل.

څارونکي وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو را اېستل به په افغانستان کې بېکاري او بې وزلي لا پسې خرابه کړي.

په هرات کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه عبدالقادر کامل د روانې میاشتې په نیمایي کې وویل، «څلور لسیزو جګړو او بې ثباتۍ په میلیونونو افغانان دې ته اړ کړي چې خپل هیواد پریږدي او د ګاونډیو هیوادونو په ګډون نورو هیوادونو ته پناه وېسي.»

هغه زیاته کړه، «په تېرو دوو کلونو کې ډېری افغانان د بې‌کارۍ او امنیتي ګواښونو له کبله په ایران کې پناه اخیستلو ته اړ شوي دي.»

د کامل په وینا، د افغانانو شړل به په افغانستان کې د بې کارو او بې وزلو په لیکو کې زیاتوالی راولي، او هلته به اقتصادي بحران لا پسې پراخ کړي.

په جرمني کې د یوه اقتصاد پوه، میر حیدر کریمي په وینا، یوه پراخ اقتصادي پروګرام ته اړتیا ده چې له افغانستان څخه د پانګې د وتلو مخه ونیسي او افغان پانګوال وهڅوي چې په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.

کریمي وویل، «له بده مرغه له څو کلونو راهیسې له هېواد څخه شتمنۍ اېستل کېږي. دا اوس د اوسنیو چارواکو مسؤلیت دی چې د پانګوالو امنیت تامین کړي او د هغوی لپاره یو وړ چاپیریال رامنځته کړي څو سوداګر بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.»

هغه وويل، «افغانستان ډېر فرصتونه وړاندې کوي. په هېواد کې دننه پانګونه او کار کول، د ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا د ايران په پرتله چې افغانان له داسې ناوړه چلند او شکنجو سره مخامخ کوي، ډېر ښه دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران حکومت په نړۍ کې یو له ظالمو حکومتونو څخه دی. ویل کیږي چې په نړۍ کې درې هېوادونه ظالم حکومتونه لري؛ چې لومړی یې اسراییل، دویم یې پاکستان او درېیم یې ایران دی. اسرائیلي ځواکونو په زرګونو بې ګناه فلسطینی ماشومان شهیدان کړل. نه د ملګرو ملتونو خبرې ته غوږ نیسي، نه د بشري حقونو سازمانونو ته غوږ نیسي او نه هم د ماشومانو د ساتنې سازمانونو لکه یونیسف او سیف دی چلډرن خبره اوري. د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د پاکستان استخباراتي اداره او پوځ له څلورو نیمو لسیزو راهیسې او حتی د برتانیا له خوا یې له جوړېدلو راهیسې په سیمه کې ترهګر روزي. په دې سختو او سړو میاشتو کې یې قانوني او ناقانونه کډوال اړ کړي چې خپل هېواد پریږدي او افغانستان ته راشي. پاکستاني ځواکونه د افغان مهاجرینو پیسې لوټوي او حتی د کورونو سامانونه یې لکه غالۍ او نور قیمتي شیان غلا او لوټ کوي. د ایران حکومت او په تېره بیا د دغه هېواد سپاه پاسداران د سوریې او عراق جګړو ته افغان ځوانان په تېره بیا افغان شیعه ځوانان لېږي او اوس داسې خبر دا دی چې هغوی همغه فاطمیون لوا د فلسطین جګړې ته لېږلې ده، لاکن بلې خواته قانوني او غیرقانوني کډوال په زور سره له خپل هېواد څخه راوباسي. په حقيقت کې، ياد شوي درې واړه هېوادونه داسې جنایتونه کوي چې دولتي ترهګري بلل کېږي. خدای دې دا درې واړه په خپل عذاب او غضب اخته کړي چې نور خلک یې له شر څخه په امن کې پاتې شي.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو له نظر سره موافق یم چې په نړۍ کې دا درې هېوادونه د انسانیت قاتلان دي خو کله کله موږ مسلمانان هم دوکه کېږو. موږ اکثر د ایران او پاکستان د جنګیالیو ډلو له خوا غولول شوي یو. هر څوک باید دا فکر وکړي چې د واک په خاطر د یو انسان وژنه که د اسراییلو، فلسطین او یا افغانستان پر ضد وي، دردناکه ده. مسلمان باید تر هغه وخته په کافر باندې لاس پورته نه کړي څو چې د کافر زیان نه وي ور رسېدلی! د اوس لپاره، موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو جنګیالي به د خلکو وژنه بنده کړي!

ځواب ورکړئ

ایران ته به دعا وکړو چې د پنجاب له ظلمونو خبر شئ. پنجاب د افغان مهاجرو د راایستلو پرېکړه کړې ده. هره ورځ پنجابي عسکر د ټولو منل شویو اصولو خلاف د افغانانو په کورونو چاپې وهي. له بکسونو د ښځو سره غلا کوي، پیسې غلا کوي، بې عزتي ور اړوي، نور که کورونو کې څه قیمتي توکي ولري هغه ترې وړي. او د افغان مهاجرو جایدادونه بیا د پاکستاني حکومت له خوا ترې ګرځول کېږي. مالونه یې نه ورکول کېږي. پیسې یې ورته په بانکونو کې کنګل کړې. آخر دا غیر انساني عمل به تر کله روان وي. ولې نړیوال چپه خوله دي. په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین راتلونکی دی. د دې ناورین مخه باید ونیول شي. او افغان کورنۍ ښه په عزت کې افغانستان ته د ټاکلي تقسیم اوقات له مخې راواستول شي. موږ هم نه غواړو چې زمږ وطنوال دې هلته د ذلت ژوند وکړي، خو حد اقل د ورځې دې دوه ترې درې زرو کورنۍ راولېږي، اوس خو هره ورځ لکونه لکونه کورنۍ رااړوي، چې ځای پر ځآی کول یې خورا سخت کار دی، دې ته نه افغان حکومت رسېدګي کولی شي او نه بل څوک. اوس مهال د تورخم فرضي کرښې ته هره ورځ ولسونه ډوډۍ ور وړي او حکومت هم همکار دی. نړیوالې مؤسسې هم باید همکاري وکړي او بېرته راستانه شویو لپاره د کاري فرصتونو په ایجاد کې همکاري وکړي، له افغانستانه دې نړیوال مخ نه اړوي...

ځواب ورکړئ

د تاند خبري وېب سایټ د یوه راپور په اساس، د ایران په پلازمېنه تهران کې سنیان د جمعې او جماعت د لمانځه او د جلا جومات اجازه نه لري او دا په داسې حال کې ده چې ارمنیان په دغه ښار کې تر ۵۰ زیاتې کلیساګانې لري او یهودان ګڼ شمېر کنیسې لري. د ایران په تاریخ کې تراوسه پورې حتي یو ځل هم یو سُني والي شوی نه دی. حتي د دغه هیواد د سُني مېشتو سیمو والیان او نور چارواکي شیعه دي. تاسو سوچ وکړئ، ایران هغه هیواد دی چې تل په افغانستان کې د شیعه او سني تر منځ د جنګ اور ته پوکی ورکوي، شیعه ګان په شا ټپوي او دې ته یې هڅوي چې د سنیانو پر ضد ودرېږي.

ځواب ورکړئ

افغانان په حقه دي چې تاوتریخوالی کوي، ځکه چې د افغانستان اوسنی وضعیت مناسب نه دی. افغان کډوال باید په زوره را ونه ایستل شي. اول که ایرانیان انسانان وي او بیا مسلمانان وي، د انساني خواخوږۍ په خاطر د افغان کډوالو د ایستلو پر ځای باید قانوني بڼه ورکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي. ښایي د ایرانیانو دا کار د دې سبب شي چې د افغانستان واکمن حکومت د اوبو په برخه کې له دوی سره نرمي وکړي. که نه، افغانان په کرکه کې تر هر چا مخکې دي، نو داسې وخت به راشي چې دوی به تر هر چا ډېر ظالم او له کرکې څخه ډک وي.

ځواب ورکړئ

هوکې. په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو د زورول کېدو ویډیوګانې ریښتیا دي. دوی نه یواځې دا چې هغه بې اسناده افغانان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي زوروي، بلکې قانوني اسناد لرونکي افغانان هم په ارامه نه پرېږدي. یو دوست راته کیسه کوله چې؛ له ایران څخه کابل ته مو هغه خپلوان راورسېدل چې تر دېرشو کلونو وړاندې هلته تللی وو. ده ویل، خپلوان مې یې داسې راشړلی ول چې له هر څه ډک کورونه ترې پاتې ول او په داسې یو بد حالت کې یې ستا او زما په کور شپې او ورځې تېرولې چې د اغوستلو جامې او بسترې یې هم نه درلودل. علاوه د کور پر سامان، په ایراني اکاونټونو کې یې پیسې هم پاتې وې. وای، اوس یې یو زوی په قاچاقي لارو بېرته لاړ چې په کور کې پاتې سامان او له اکاونټونو پیسې را وباسي. له دې ور ها خوا هغه افغانان چې غواړي د قاچاقي لارو څخه اروپا او نورو هېوادونو ته ځان ورسوي، د ایراني قاچاقبرانو له خوا پرې سخت ظلم کېږی. دا په داسې حال کې ده چې دا افغانان د ایران تر خاورې همدې ایراني قاچاقبرانو رسولي خو هلته بیا داسې ظلم او ناروا ورسره کوي چې د بشریت تاریخ پرې شرمېږي. له داسې ځوانانو سره مې هم ناسته شوې چې له افغانستان څخه د اروپا په قصد ایران ته نه، بلکې ایران ته د روزمزدورۍ لپاره تللي. هلته یې شپه او ورځ مزدوري کړې خو د پیسو د ورکړې په وخت کې ورته ویل شوي چې یا پیسې نه درکوم یا دې پولیسو ته سپارم. عین حالت په پاکستان کې هم دی. ایران او پاکستان افغانان د تشناب کاغذ په څېر استعمال کړل. نور یې په کار نه دي او ښه په بې عزتۍ سره یې راباسي. بس د افغانانو دې خدای مل شي. نه یې په وطن کې د بې کارۍ له امله شپې کېږي او نه یې څوک بهر ته پرېږدي.

ځواب ورکړئ

په دې ناوړه اقتصادي وضعیت کې ایران باید د یوه ګاونډي په توګه افغان کډوال له ایران څخه را ونه باسي، ځکه په افغانستان کې کار نشته، فابریکې په ټپه ولاړې دي، خلکو ته د کار کولو لپاره کومه پروژه نشته، په داسې حالت کې هغه افغانان چې په ایران کې ژوند کوي، هغوی د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي. او که هغوی په زوره را واېستل شي، نو په خپل وطن کې به څه کوي! دا یو ډېر سخت حالت دی! ایران باید دې مسئلې ته پام وکړي او د مظلومو افغانانو په وړاندې خپله کرکه ودروي.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه موږ افغانان هوښيار خلک نه يو. موږ خپل ګران هېواد افغانستان د غرب او شرق په خاطر وران کړ او کله چې متوجه شو چې د یوې صحرا په څېر حالت کې پاتې یو، اوس باید یوازې له خپلو ځانونو څخه شکایت وکړو، نه له نورو څخه. زموږ خلکو په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د پاکستان او امریکا د ګټو لپاره خپل وطن وران کړ، که نه، مونږ کولای شوای چې له شوروي اتحاد سره یو ځای شو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په څېر پرمختګ وکړو او د خپلو خلکو د وژنې او جګړې مخه ونیسو. پاکستانیانو په خپلو دیوالونو او په خپلو غونډو کې په غټو ټکو لیکل چې (د افغانستان جهاد، د پاکستان دفاع) ده. يعنې موږ دومره احمق خلک وو چې مونږ په خپل هېواد کې له پاکستان څخه د دفاع په موخه، په تېره بيا د شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو څخه وروسته، د خپلو خلکو په وړاندې جهاد کاوه. وروسته په ۱۹۹۲ کال کې چې په افغانستان کې کمونیستي نظام نسکور شو، د پاکستان له خوا د غرب په مرسته جوړ شوي جهادي تنظیمونه په خپل منځ کې په جګړه بوخت شول، تر دې چې کابل ښار چې یو وخت له پاریس سره پرتله کېده، په کنډوالو او هدیره بدل شو، او په زرګونو بې ګناه خلک په کې ووژل شول. دا هغه وخت و چې تاریخ لیکونکي وايي امریکايي چارواکو په خپلو څرګندونو کې د افغانستان نوم هم نه یاداوه. له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته کله چې په افغانستان د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو تور ولګول شو، زموږ هېواد یو ځل بیا د جګړې په ډګر باندې بدل شو. که څه هم اسامه، چې امريکايانو د سپټمبر د پېښې عامل باله، د امريکا د متحد (پاکستان) په کور کې وموندل شو، لاکن امريکا پاکستان ته دومره هم ونه ويل چې (ولې؟)، په داسې حال کې چې د رويټرز د يوه راپور له مخې، [په افغانستان کې] له ۱۵۰۰۰۰ څخه ډېر د اردو عسکرو پولیس، طالبان او عام خلک و

ځواب ورکړئ

په ایران کې افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د افغانستان اسلامي امارت حکومت باید خپلو خلکو ته د افغانستان په خاوره کې د کار کولو زمینه برابره کړي، څو نور افغانان اړ نشي چې د کار کولو لپاره ایران ته مهاجر شي. د افغانستان اوسنی حکومت باید لومړی د ودانیزو چارو اجازه ورکړي څو خلک د ځانونو لپاره کورونه جوړ کړي. د ساختماني چارو د حکم په صادرولو سره به په هماغه ورځ له ۵۰ څخه تر ۷۰٪ پورې خلک کار ترلاسه کړي، او نور به افغان سوداګر ایران ته د کار لپاره مهاجر نشي. هغه افغانان چې په ایران کې تجارت کوي هغوی باید راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. په افغانستان کې د ایران په پرتله ډېر کاري فرصتونه شته. له دې وروسته باید افغانان په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، څو پخپله په افغانستان کې د خپلو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي. د افغانستان اوسني حکومت په افغانستان کې داسې امنیت راوستی چې هیڅوک د چا مال او ملکیت ته په ټیټه سترګه نشي کتلی. هغه کسان چې په غلا او اختطاف کې یې لاس درلود د امارت د حکومت له خوا ونیول شول او د قانون منګولو ته وسپارل شول. د حل لاره دا ده چې زموږ ځوانان نور غلا ونه کړي. سوداګر او د افغانستان د اسلامي امارت حکومت باید زموږ ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي ترڅو زموږ ځوانان د کار په کولو سره خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، نه دا چې زموږ ځوانان بې روزګاره وي او په جیبونو کې پیسې ونه لري او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پیسو ته اړتیا ولري او غلا ته مخه کړي. افغان سوداګر د وطن په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. د افغانستان اوسنی حکومت باید له هغو سوداګرو او پانګوالو سره چې له افغانستان څخه بهر دي، وګوري. هغوی باید وهڅوي او ستونزې یې حل کړي، څو هغوی راشي او بیا په افغانس

ځواب ورکړئ