کابل -- پژواک خبري اژانس د اګست په ۴مه په حزب اسلامي کې د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړ چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې اترې به ژر بیا پيل شي.
پخوا دواړو لوریو د نژدې دوو میاشتو په مخه خبرې کړې وې خو وروسته حکمتیار له خبرو څخه شا ته شو او د موافقې په هغه لاسلیک شوې مسوده کې یې د بدلونونو غوښتنه وکړه چې هغوی لاسلیک کړې وه.
د اسلامي حزب سرچینې وویل چې د اسلامي حزب یو هیئت کابل ته ځي چې خبرې بیا پیل کړي، او هیله یې وښودله چې دغه ملاقات به د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات پای ته ورسوي.