په افغان عملیاتو کې ۳۴ اورپکي او ۵ عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په افغانستان کې په جلا جلا حملو او امنیتي عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۴ تنه اورپکي او ۵ تنه افغان عسکر ووژل شول.‌

طلوع نیوز د کندهار د والي د ویاند صمیم خپلواک له قوله راپور ورکړ چې د سپتمبر په ۱۹مه د دغه ولایت په کیخي کوتل سیمه کې په یوه نظامي پوسته باندې د طالبانو په یوه حمله کې لږ تر لږه ۵ تنه افغان عسکر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.‌

خپلواک وویل چې طالب حمله کوونکیو ته هم تلفات ور واوښتل، او زیاته یې کړه چې د سپتمبر په ۱۹مه د دغه ولایت په خان شین ولسوالۍ کې د جلا امنیتي عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه طالب اورپکي ووژل شول.‌

په عین حال کې،‌ خامه پرېس د سپتمبر په ۲۰مه د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په هسکه مېنه، کوټ او اچین ولسوالیو کې د جلا جلا هوایي عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۲۹ تنه جنګیالي ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500