په افغانستان کې تاوتریخوالي ۸۶ اورپکي، ۷ عسکر او ۳ ملکیان ووژل

د سټاف راپور

کابل -- افغانستان ټایمز د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په اساس چې د سپتمبر په ۲۱مه خپره شوې ده راپور ورکړ چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په څو ولایتونو کې لږ تر لږه ۸۶ تنه طالب اورپکي او ۷ تنه افغان عسکر ووژل شول.

په عین حال کې، د پکتیکا ولایت د میرزکې ولسوالۍ د امنیې قوماندان ابراهیم منګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سپتمبر په ۲۱مه د سرک د غاړې یوه بم په چاودنه کې ۳ تنه ملکیان ووژل شول.

د غزني ولایت د پوهنې رییس محمد عابد عابد د سپتمبر په ۲۱مه له پژواک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې چارواکو په وروستیو وختونو کې د امنیتي ستونزو د وېرې له امله په غزني ولایت کې۴۰ ښوونځي او مدرسې وتړل.

پژواک خبري اژانس وایي چې یاد ولایت ۶۰۰ ښوونځي لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500