کندوز-- د رسنیو د راپورونو په اساس، د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د اکتوبر په ۹مه اعلان وکړ چې هغه به په کندوز کې د اورپکو پر ضد د عملیاتو لارښوونه وکړي.
چارواکو وویل چې امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۱۰مه د کندوز- تخار په لویه لاره او د خان اباد بندر په سیمه کې د اورپکو پر ضد عملیات پیل کړل، او زیاته یې کړه چې عسکرو په کندوز کې د ترافیکو د حلقې خواوشا ډېرې برخې پاکې کړې دي.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، دوستم وویل، «زه به په راتلونکو څو ورځو کې د جګړې په ډګر کې یم چې ولایت تصفیه کړم،» او زیاته یې کړه چې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د ملي امنیت د ریاست یو مرستیال به هم له هغه سره ملګری وي.
د خامه پرېس د راپور له مخې، دوستم تر دې مخکې د جوزجان او فاریاب په شمول په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د ګڼو پوځي عملیاتو قومانده ورکوله.