فراه، افغانستان -- چارواکو وویل، په فراه ولایت کې ۱۰ تنه طالبان څه په خپلمنځي جنګ او یو شمېر نور په خپلو چاودونکیو توکو ووژل شول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د سیالو ډلو تر منځ وروسته له هغه جګړه ونښته چې د یکشنبې په ورځ /د جنوري ۸ مه/ سهار د وخته په بکوا ولسوالۍ کې یو ماین وچاودېد او ۶ تنه اورپکي په کې ووژل شول.
خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د جنوري ۸ مه/ راپور ورکړ، د ولسوالۍ اداري مدیر غوث الدین تایید کړه چې په ورپسې جګړه کې، لږ تر لږه ۴ نور اورپکي ووژل شول.