کابل -- ای اېف پي راپور ورکړ چې د سره صلیب نړیوالې ادارې په یکشنبه /د جنوري ۱۵مه/ وویل، د یادې خیریه ادارې هسپانوی کارمند چې د افغانستان په شمال کې تښتول شوی وو د وسله والو له خوا له خواوشا یوې میاشتې برمته کېدا څخه وروسته راخوشې شو.
جوان کارلوس د ډسمبر په ۱۹مه د مزارشریف او کندوز تر منځ لارې څخه تښتول شوی وو. وسله والو د هغه درې تنه همکاران له کوم ضرر ور رسولو څخه پرته پرېښي ول.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې وویل، کارلوس بېرته په کندوز کې خپل ټیم ته ورستون شوی دی خو دا یې ونه ویل چې هغه څنګه خوشې شوی دی یا دا چې د تښتونې تر شا یې چا لاس درلود.
په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رییسط مونیکا زناریلی په یوه وینا پاڼه کې وویل، «مونږ په دې د ارام او خوښۍ احساس کوو چې جوان کارلوس اوس بېرته مونږ ته راستون شوی، روغ او جوړ دی،»
تر اوسه پورې هېڅ وسله وال ګروپ د هغه د تښتونې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د کندوز ولایت ویاند سید محمود دانش وویل، محلي چارواکي په دې هکله پلټنه کوي.