مزارشریف -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د فبروري ۲۷مه/ راپور ورکړ چې د بلخ ولایتي پولیسو یو خپل او یو د مالي چارو چارواکی په دغه ولایت کې د پولیسو له یوه سلاکوټ څخه د وسلو د غلا کولو په تور ونیول.
د ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شیرجان دراني وویل، خواوشا ۵۰ وسلې وړل شوي دي.
دراني وویل، د کړنلارې په اساس هر کال د سلاکوټ یو د کتنې لست اخیستل کیږي.
د بلخ د ولایتي شورا یو شمیر غړو وویل، هغوی اندیښنه لري چې ښایي ورکې شوې وسلې د اورپکو د ګرویونو لاسونو ته لویدلې وي.