ویره ده چې په بلخ کې د پولیسو ورکې شوې وسلې د اورپکو لاسونو ته لویدلې دي

د سټاف راپور

مزارشریف -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د فبروري ۲۷مه/ راپور ورکړ چې د بلخ ولایتي پولیسو یو خپل او یو د مالي چارو چارواکی په دغه ولایت کې د پولیسو له یوه سلاکوټ څخه د وسلو د غلا کولو په تور ونیول.‌

د ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شیرجان دراني وویل، خواوشا ۵۰ وسلې وړل شوي دي.‌

دراني وویل، د کړنلارې په اساس هر کال د سلاکوټ یو د کتنې لست اخیستل کیږي.‌

د بلخ د ولایتي شورا یو شمیر غړو وویل،‌ هغوی اندیښنه لري چې ښایي ورکې شوې وسلې د اورپکو د ګرویونو لاسونو ته لویدلې وي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500