افغان ځانګړیو ځواکونو په کندوز کې د طالبانو سلاکوټ او محبس ویجاړ کړل

سلام ټایمز

کندوز -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د وري ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو اړوند یو سلاکوټ او یو محبس کشف او ویجاړ کړل.

د اعلامیې په اساس، دغه عملیات د سې شنبې په شپه /د وري ۱۹مه/ د کندوز ښار په ۴مه ناحیه کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو د ځانمرګو د واسکټونو د ماشو په شمول وسلې ویجاړې کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500