په ننګرهار کې د داعش قوماندان تسلیم او د سولې پروسې سره یوځای شو

د سټاف راپور

جلال اباد -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د می ۱۱مه/ راپور ورکړ،‌ چې په ننګرهار کې د داعش یوه قوماندان اورپکي پرېښوده او د سولې پروسې سره یوځای شو.‌

ولایتي ادارې وویل، چې قوماندان وفادار نومېږي، د یوه ۱۵ کسیز ګروپ مشر وو او په درې ولسوالیو کې یې ترهګریز فعالیتونه کول.‌

په خبرپاڼه کې راغلي،‌ چې وفادار ومنله چې له داعش سره له یوځای کېدلو څخه مخکې یې د طالبانو په ګټه جګړه کوله.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500