افغان ځواکونو قلعه زال ولسوالي له طالبانو نه بېرته ونیوله

ای اېف پي

کندوز-- یوه چارواکي وویل، چې افغان ځواکونو د سې شنبې په ورځ / د می ۱۶ مه/ د کندوز نا ارام شمالي ولایت سره نژدې د یوې ستراتیژیکې ولسوالۍ کنټرول بېرته ترلاسه کړ. دغه ولسوالي د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو لاسونو ته لوېدلې وه.

طالبانو قلعه زال ولسوالي په داسې یوه برید کې ونیوله چې له حکومتي ځواکونو سره یې سخته جګړه پیل کړه، سلګونه ملکي خلک یې مجبور کړل چې له خپلو کورونو څخه وتښتي او داسې وېرې یې رامنځته کړې چې یاغیان کولی شي چې د درېیم ځل لپاره د کندوز ښار ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت وویل، «د ولسوال وداني، د پولیسو قومانداني او ګڼې نورې مهمې سیمې له ترهګرو څخه پاکې شوي، خو د ولسوالۍ په نورو خوندي سیمو کې لا هم عملیات روان دي،» او زیاته یې کړه چې د هغوی عملیات د سې شنبې د ورځې په سهار پیل شوي شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500