کابل -- افغانستان ټایمز د چارشنبې په ورځ / د می ۱۷ مه/ د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې ۸۷ تنه اورپکي ووژل.
د دفاع وزارت وویل، چې سرتېرو دغه اورپکي په ۱۸ ولایتونو کې ووژل، او زیاته یې کړه چې په مړو شویو کې د داعش ۴ غړي او د طالبانو دوه قوماندانان هم شامل ول.