جلال اباد -- چارواکو د چارشنبې په ورځ / د می ۲۴ مه/ وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو د یوه قوماندان په شمول درې تنه یاغیان د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې ووژل.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب پژواک خبري اژانس ته وویل، چې سرتېرو دغه درې کسان په یوه کور باندې برید کې ووژل.
وهاب وویل، په برید کې دوه نور سړي هم ووژل شول، او زیاته یې کړه چې هغوی مشکوک اورپکي ول.