سرپل -- اریانا نیوز د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۵ مه/ د ځایي اوسېدونکیو او چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې طالب اورپکو د سرپل ولایت په میرزا اولنګ کلي کې کورونو ته اور ورته کړ او ونې یې ووهلې چې لرګي یې خرڅ کړي.
طالبانو د اکتوبر په ۱۲مه د میرزا اولنګ سیمې یو شمېر ساحې ونیولې.په سرپل کې له وروستي تاوتریخوالي څخه وروسته سلګونه اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه تښتېدلي دي.
د سیمې د یوه اوسېدونکي په وینا، طالب اورپکو دغه سیمه د تېرو درې ورځو په ترڅ کې ولوټله.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د دغه تخریب په هکله معلومات تایید کړل.