افغان ځواکونو په ننګرهار او هلمند کې ۷۰ تنه اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۷ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د داعش ۵۰ غړي په ننګرهار ولایت کې په جګړه کې ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو عملیاتو په اچین ولسوالۍ کې د داعش یو مرکز او د مهماتو درې ډیپوګان ویجاړ کړل، او زیاته یې کړه چې دا د ۲۴ ساعتونو په دوران کې ترسره شول.

د دفاع وزارت په وینا،‌ عسکرو په هلمند ولایت کې په دوه ولسوالیو کې هم ۲۰ تنه یاغیان ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500