پکتیکا -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۰ مه/ وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې درې تنه جیګپوړي طالب اورپکي ونیول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مشکوک کسان د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۹ مه/ په زیړوک ولسوالۍ کې د افغان پولیسو په یوه کمین کې ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې، «دغه ګروپ د پکتیکا ولایت په بېلابېلو برخو کې د ترهګریزو او ورانکارو فعالیتونو، وسله والو بریدونو او چاودنو اصلي پلانوونکی او تنظیموونکی وو،»
امنیتي منسوبینو همدارنګه یوه عراده، یوه مخابره او مهمات ضبط کړل.