امنیتي ځواکونو په پکتیکا کې د طالبانو ۳ جیګپوړي غړي ونیول

سلام ټایمز

پکتیکا -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۰ مه/ وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې درې تنه جیګپوړي طالب اورپکي ونیول.

په خبرپاڼه کې راغلي،‌ چې مشکوک کسان د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۹ مه/ په زیړوک ولسوالۍ کې د افغان پولیسو په یوه کمین کې ونیول شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې، «دغه ګروپ د پکتیکا ولایت په بېلابېلو برخو کې د ترهګریزو او ورانکارو فعالیتونو، وسله والو بریدونو او چاودنو اصلي پلانوونکی او تنظیموونکی وو،»

امنیتي منسوبینو همدارنګه یوه عراده، یوه مخابره او مهمات ضبط کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500