ننګرهار -- د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر د یوې اعلامیې په اساس، د سړک د غاړې یوه بم د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۴ مه/ په دغه ولایت کې د طالبانو یو قوماندان او د هغه ۲ جنګیالي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه سهار خواوشا ۹ بجې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وشوه.
طالبانو د اورپکو قوماندان د حکیم الله په نامه یاد کړی دی.
اعلامیې زیاته کړې، چې په سیمه کې ۴ نور ملکي کسان ټپیان شول.