کابل -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۸مه/ راپور ورکړ،چې افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې د روسیې پر ضد له دې امله رسمي شکایت ثبت کړی چې ولې یې د طالبانو د ډلې غړو ته اجازه ورکړې چې د دې اونۍ په لومړیو کې مسکو ته په یوه غونډه کې د ګډون لپاره سفر وکړي.
د افغان حکومت په وینا، روسیې یو شمېر طالب مشرانو ته د ملګرو ملتونو په تور لست کې د هغوی د نومونو له موجودیت سره سره اجازه ورکړه چې دغه هېواد ته ورننوځي.
په دې دوه ورځنیو مذاکراتو کې، چې د سې شنبې - چارشنبې په ورځو /د سلواغې ۱۶ - ۱۷مه/ په مسکو کې ترسره شول، د حکومت له خوا د سولې د مذاکراتو لپاره مامور شوي هېڅ استازي نه وو بلل شوي.
د ولسمشر اشرف غني ویاند، هارون چخانسوري، وویل، «هغه اعلامیه، چې د دغې غونډې په پای کې اعلان شوه، د غونډې یو لنډیز وو او د سولې په پروسه کې به هېڅ عملي یا اجرائیوي نتایج ونه لري،»