جلال اباد -- د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو هغه ۲۴ ملکي کسان وژغورل چې د داعش غړو په ننګرهار ولایت کې تښتولي ول.
په اعلامیه کې راغلي چې اورپکو د سلوزو قوم دغه ۲۴ غړي د دوشنبې په سهار په چپرهار ولسوالۍ کې تښتولي ول.
اعلامیه زیاتوي چې د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه درې د داعش اورپکي او یو ملکي کس ټپیان شول، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې ایا افغان ځواکونو کوم اورپکي ونیول.