ملي امنیت د موسی کلا لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال ونیوه

سلام ټایمز

هلمند -- د ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغې ادارې ځانګړیو ځواکونو د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال ونیوه.

په اعلامیه کې د پېښې د وخت په هکله له جزیاتو څخه پرته راغلي چې مشکوک کس چې د ملا عبدالغفور په نامه یاد شوی دی، په دې ولسوالۍ کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

اعلامیه زیاتوي چې امنیتي منسوبینو همدارنګه درې کلاشینکوفونه، یوه تمانچه، ۶۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد، په لسګونو تبلیغاتي اسناد، موټرونه او یوه مخابره ونیول.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500