هرات -- د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان کمانډویانو په فراه ولایت کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه طالب جنګیالي ووژل.
اردو وویل چې دغه عملیات د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۷مه/ د فراه د ولایتي مرکز په لمنه کې په ګانه کان او وراج کلیو کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د اسد په نامه د طالبانو یو محلي قوماندان هم شامل دی.
لږ تر لږه ۸ تنه نور اورپکي ټپیان شول.