امنیت

امنیتي ځواکونو په فراه ښار د طالبانو برید په شا وتمباوه او په سلګونو اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

په افغانستان کې ایتلافي ځواکونو د غوایي په ۲۵ مه د ډرون له خوا اخیستل شوې یوه ویډیو خپره کړه چې په فراه ولایت کې هوایي بریدونه ښیي، او له افغان کمانډوز سره یوځای هغوی له یو ورځني جنګ څخه وروسته طالبان د ښار څنډو ته په شا کړل چې د یاغیانو له خوا د دغه لویدیځ ولایت د مرکز د نیولو مخه ونیسي.‌ [ویډیو په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا خپره شوې ده]

هرات -- چارواکو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۶ مه/ وویل، افغان کمانډو ځواکونو او د ایتلاف هوایي بریدونو له یو ورځني جنګ څخه وروسته طالبان د فراه له ښار څخه واېستل او پرې یې نه ښودل چې یاغیان د دغه ولایت مرکز ونیسي.

طالبانو په فراه کې خپله حمله د دوشنبې - سې شنبې (د غوایي ۲۴ - ۲۵) تر منځ‌ نژدې نیمې شپې څخه پیل کړه.‌دا د غوایي له ۵ مې راهیسې، چې اورپکو خپل کلني پسرلني عملیات اعلان کړل،لومړی ځل وو چې هغوی یو ښار په نښه کړ.‌

د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «یاغیانو له ملکي خلکو او د هغوی له کورونو څخه د دفاعي سپرونو په توګه کار واخیست، چې د تصفیوي عملیاتو د ځنډ سبب شو.‌ د ملکي خلکو د خوندي کولو لپاره د ټولو احتیاطي ګامونو په اخیستلو سره، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو حمله بېرته په شا وتمبوله او ښار یې د دښمن له حضور څخه پاک کړ.»

د اعلامیې په اساس، ۱۹۸ تنه یاغیان ووژل شول او له ۱۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.‌

یو افغان کمانډو عسکر د غوایي په ۲۶ مه وروسته له هغه په پیره ولاړ دی چې طالبانو ته له افغان ځواکونو سره په نښتو کې درانه تلفات ور واوښتل. [د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو/فیسبوک]

یو افغان کمانډو عسکر د غوایي په ۲۶ مه وروسته له هغه په پیره ولاړ دی چې طالبانو ته له افغان ځواکونو سره په نښتو کې درانه تلفات ور واوښتل. [د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو/فیسبوک]

د فراه والي عبدالبصیر سالنګي او د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش د تلفاتو ډېرې لوړې شمېرې ورکړې. دانش وویل چې ۳۰۰ تنه طالبان وژل شوي دي،‌ خو سالنګي وویل چې د ۳۰۰ په شمېر کې ټپیان هم شامل دي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت یوه ویاند ډګرمن مارتین اوډونیل ای اېف پي ته وویل، «د ۲۰۷ قول اردو قوماندان په ځمکه عملیات رهبري کوي، او ښار د حکومت په کنټرول کې دی،»

داسې راپورونه وو چې اورپکي په کورونو کې پټ شوي ول، یعنې احتمال شته چې تصفیوي عملیات ورو وي.‌

ځینې اوسېدونکیو له کورونو څخه راوتل پیل کړي، په داسې حال کې چې ډېر نور بیا په کورونو کې دننه پاتې دي، او د ډزو، هوایي بریدونو او چاودنو له امله وېرېدلي دي.‌

د یوې غیرحکومتي موسسې کارکوونکي، بلال ای اېف پي ته وویل، «خلک وېرېدلي دي خو په دې خوښ دي چې نور په ښار کې جنګ نشته. زه وینم چې خلکو په ښار کې خپلو کارونو ته تګ شروع کړی، خو حکومتي ادارې بندې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو د جالبو خبرونو له امله مننه.‌ هیله ده چې د غزني په رابطه هم خبرونه خپاره کړئ. امنیتي ځواکونو برید په شا تمبولی او طالبانو ته درانه تلفات ور اوښتي دي. په اجرستان باندې د هغوی حمله د هغوی په ماتې تمامه شوه.‌ او په لسګونو نور خبرونه.‌

ځواب ورکړئ