کابل -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې یوه هوایي برید په لوګر ولایت کې د ازرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال په شمول د یادې ډلې ۴ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې هوایي برید د شنبې په شپه /د زمري ۲۶مه/ د ولایت په مرکز پل علم کې وشو.
اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کې د مولوي محمد الله فاروقي په نامه د طالبانو قوماندان، د هغه مرستیال او دوه نور اورپکي شامل دي.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.