هوايي برید په لوګر کې د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه

سلام ټایمز

کابل -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې یوه هوایي برید په لوګر ولایت کې د ازرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال په شمول د یادې ډلې ۴ غړي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي چې هوایي برید د شنبې په شپه /د زمري ۲۶مه/ د ولایت په مرکز پل علم کې وشو.

اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کې د مولوي محمد الله فاروقي په نامه د طالبانو قوماندان، د هغه مرستیال او دوه نور اورپکي شامل دي.‌

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500