لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل،چې په کاپیسا ولایت کې د ایتلاف یوه هوایي برید د طالبانو د سرې قطعې لږ تر لږه ۶ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې هوایي برید د سې شنبې په ورځ /د زمري ۹ مه/ یو موټر، چې د یاد یونټ یو قوماندان او د هغه امنیت ساتونکي چې په نجراب ولسوالۍ کې یې سفر کاوه، وویشتل.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.