هوایي برید په ننګرهار کې د داعش ۶ تنه اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۰ مه/ په ننګرهار ولایت کې د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۶ غړي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوایي برید په ده بالا ولسوالۍ کې ترسره شو، او زیاته یې کړه چې برید د اورپکو پټنځایونه ویجاړ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500