د افغان هوایي ځواک برید په بلخ کې ۸ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان هوایي ځواک یوه برید په بلخ ولایت کې لږ تر لږه ۸ تنه طالب اورپکي ووژل او ۵ نور یې ټپیان کړل.

اردو په خپله اعلامیه کې وویل، برید د پنجشنبې په ورځ د سهار خواوشا ۹ بجې د چمتال ولسوالۍ په اسیاب شراف سیمه کې ترسره شو.

دې ته ورته یوه هوایي برید د تلې په ۷مه د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان خلک په ولسواکۍ باندې باور لري. زه د افغانستان تبعه یم، او زه په هغوی باندې افتخار کوم.‌

ځواب ورکړئ