هوایي بریدونو په ننګرهار کې ۶ داعشي اورپکي ووژل او د نشه ییزو توکو ۲ لابراتوارونه یې ویجاړ کړل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي بریدونو په ننګرهار ولایت کې د داعش شپږ غړي ووژل او د نشه ییزو توکو دوه لابراتوارونه یې ویجاړ کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۱مه/ په پچیر اګام ولسوالۍ کې د داعش پټنځایونه په نښه کړل او لږ تر لږه شپږ تنه اورپکي یې ووژل.

له دې جلا، یوه بل هوایي برید د چارشنبې په ورځ په شېرزادو ولسوالۍ کې د هیرویینو د تولید دوه فابریکې ویجاړې کړې.

د اعلامیې په اساس، هېڅ ملکي خلک ژوبل نشول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500